لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر شکیل اپریدي په کلونو ځنډېدلې مقدمه به د قبایلو ضلعو عدالتونو ته یووړل شي که نه؟


پېښور ــــ له پښتونخوا صوبې سره په یو ځای شویو پخوانیو قبایلي ضلعو کې عدالتونو په رسمي توګه خپل کار پیل کړ، خو د اسامه بن لادن په موندلو کې د سي ای اې په مرسته د تورن ډاکټر شکیل اپریدي مقدمه لا هم د پخوانۍ فاټا په عدالت کې ده.

د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل قمر ندیم وایي، په قبایلي ضلعو کې د عدالتي نظام د کار له پیلېدو سره به د خپل مؤکل مقدمه له فاټا ټریبیونل څخه عدالت ته وړي. ندیم وایي د فاټا ټریبیونل چارواکي ورته ویلي، تر اوسه نه ده معلومه چې د ډاکټر شکیل مقدمه به ضلعي سېشن کورټ او که هایکورټ ته لېږل کېږي:

"تر اوسه یې لا دا فیصله نه ده کړې چې دا مقدمه کوم عدالت ته یووړل شي، په ورځ دوو کې به فیصله وشي او هیله من یو چې د بیاکتنې درخواست به هایکورټ ته ولېږل شي، ذهن دا مني چې د بیاکتنې درخواست دي سېشن جج ته لاړ شي".

قمر ندیم وایي، په تېرو پینځو کلونو کې د فاټا په عدالت کې د ډاکټر شکیل د مقدمې د اورېدنې لپاره پینځوس ځله نېټې بدلې شوې دي، خو وایي تر اوسه یې د مقدمې اورېدنه نه ده شوې. د مقدمې وروستۍ اورېدنه به یې په تېره جنورۍ میاشت کې کېده، خو عدالت ورته ویلي وو چې قبایلي ضلعو ته د عدالتونو د لېږدولو له کبله اورېدنه نه شي کېدای:

"دا مقدمه د فاټا ټریبیونل خلکو نه کوله ځکه چې هغوی وېرېدل، کوم غړي او قاضیان یې چې پکې ناست وو یو خو هغوی نه پوهېدل او وېرېدل هم، ځکه نو دې مقدمې ته نیژدې نه ورتلل او تاریخونه یې پکې بدلول، که هایکورټ یا سپریم کورټ ته دا مقدمه لاړه شي نو هغه اصل عدالتونه دي".

ډاکټر شکیل اپریدی له تېروو اوو کلونو د پېښور په زندان کې وو، خو تېر کال د امنیتي ستونځو له کبله لومړی هغه د پینډۍ اډیاله زندان ته او څو میاشتې وروسته د پنجاب د ساهیوال ضلعې زندان ته یووړل شو. ښاغلی ندیم وایي له ډېرې مودې یې له خپل مؤکل سره نه دي لیدلي.

پر شکیل اپریدي تور وو چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کې یې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ای اې مرسته کړې وه. بن لادن د ۲۰۱۱م کال په مې میاشت کې د امریکې کمانډو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې په ځانګړو عملیاتو کې و واژه.

خو تر نیول کېدو وروسته پر شکیل اپریدي باندې له یوې وسلوالې ډلې لښکرِ اسلام سره د اړیکو په تور مقدمه درج شوه او عدالت هغه ته د قبایلي سیمو د ځانګړي قانون ایف سي آر په بنیاد ۳۳ کاله سزا واوروله، چې وروسته یې بیا په سزا کې لس کاله کمی اعلان شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG