لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د باراني پېښو له امله لږ تر لږه څلور تنه مړه شوي


په خېبرپښتونخوا کې د پشکال د تازه بارانونو له امله کورونه پرېوتي او غرونه خوېدلي په دغو پېښو کې لږ تر لږه څلور تنه مړه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د بېړنو مرستو د ادارې وياند لطيف الرحمان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل چې د ۲۵ جولايۍ نه د پشکال د بارانونو په پېل شوې لړۍ کې د دوی سره د ترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه په بېلابيلو پېښو کې څلور تنه مړه شوي دي.

هغه وويل په بونېر ضلع کې درې کورونه اغېزمن شوي او يو تن پکې مړ شوی دی، په تورغر کې د يوې کوټې پريوتو له امله ۱۸ څاروي مړه شوي دي.

هغه وويل په شانګله کې د غر خوېدو له امله يوه ماشومه مړه شوې په هزاره ډویژن کې د غرونو خوېدو له امله دوه زنانه مړې شوي او څو ګاډي يې خراب کړي دي.

هغه زياته کړه په تازه پېښو کې په تنګي چارسده کې د يو کور د چت غورځېدو له امله څو کسان ژوبل شوي دي.

ځايي ميډيا وايي په کاغان کې په لويه شمېره کې خلک د غر خوېدو له امله بند پاتې شوي او د شپږو کسانو د مړينې خبر هم ورکوي.

لطيف الرحمان وايي دوی اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې په سمدستي ډول د کومې پېښې رامنځته کېدو په حالت کې د خلکو مرستې کوي.

د روانو بارانونو په اړوند هغه وويل د پشکال د بارانونو تازه لړۍ نن د خالي، شنبې په ورځ ختميږي خو دا بارانونه به د ستمبرد میاشتې پورې روان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG