لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر شکیل افريدي په زندان کې احتجاجا د نه خوړو هړتال اعلان کړی


ڈاکٹر شکیل آفریدی
ڈاکٹر شکیل آفریدی

د تندروه ډلې لشکر اسلام د ملاتړ د تور په قضيه کې بندیوان ډاکټر شکيل افريدي ويلي، "په قضيه کې يې اورېدنې کیږي خو هیڅ پرمختګ پکې نه کيږي ځکه هغه په زندان کې د نه خوړو هړتال کوي".

د نوموړي وکيل قمر نديم وي او ای ډیوه ته وويل، "د خالي، شنبې په ورځ د ډاکټر شکيل ورور اوخوېندې د هغه ليدو له د پنجاب ساهېوال زندان ته ورغلي او ډاکټر ورته ويلي چې هغه ډېر تنګ شوی او پرېشانه دی چې په قضيه کې يې پرمختګ نه کيږي ځکه د ګل، دوشنبې د ورځې نه د نه خوړو هړتال کوي".

د قمر نديم په وېنا د ډاکټر شکیل د قضيې نهه کاله وشو په قضيه کې يې اورېدنې کيږي خو هيڅ پرمختګ پکې نه کيږي.

ډاکټر شکیل ته په ياده قضيه کې د قبایلي سیمو د پخواني ځانګړي قانون اېف سي آر په بنیاد ۳۳ کاله سزا اورول شوې، چې وروسته یې بیا په سزا کې لس کاله کمی اعلان شوی ؤ.

د نوموړي قضیه چې دا وخت د پېښور هايکورټ ته منتقل شوی وروستۍ اورېدنه يې په ۲۷م فرورۍ شوې وه.

قمر نديم وايي د بلې اورېدنې دپاره لا نېټه نه ده ورکړی شوې.

له دې وړاندې نوموړی وکیل خوشبيني څرګنده کړې وه چې هايکورټ به زر دغه قضيه فېصله کړي او ډاکټر شکیل به بري شي.

ډاکټر شکيل افريدی د پاکستان د خېبرپښتونخوا په اېبټ ښار کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي استخباراتي ادارې (سي ائي ای) سره په مرستو تورن دی.

هغه دا وخت د پنجاب صوبې د ساهېوال ضلعې په زندان کې دی او قمرنديم اېډوکېټ وايي د شکيل افريدي سره يې ليدنې له د کورنۍ غړي ورځي او ليده کاته يې ورسره کيږي هغه (قمرنديم) ورسره په خپله ملاقات ته نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG