لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور نه دستنېدونکو سکهانو کوسټر اور ګاډي چقولی،۱۹کسان مړه


دپاکستان دپنجاب ایالت په شیخو پوره سیمه کې د شاه حسین ایکسپریس په نوم اورګاډی د سکهانو په یو کوسټر ګاډي ورختلی چې دچارواکو په وینا ۱۹سکهان پکې مړه شوي دي.

د شیخو پوره ضلعې دبېړنو مرستو دمرکز مشر رانا اعجاز دجمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې په پېښه کې د۱۹ سکهانو د وژل کیدو ترڅنګ اته سخت ژوبل شوي هم دي.

دشیخو پوره دپولیسو ضلعي مشر غازي صلاح الدین رسنیو ته ویلي دغه سکهان پېښور کې خپلو خپلوانو کره اؤ دننکانه صیب زیارت تللي وؤ اؤ دبیرته ستنیدنې په مهال درېوؤ کوسټرو کې سواره وؤ چې یو کوسټر پکې د اورګاډي لاندې راغلی دی.

هغه ویلي د لمړیو پلټنو نه په ډاګه شوې ده چې د اور ګاډي له امله پهاټک تړل شوی ؤ خو ډرائیور دڅه شیبې له انتظار وروسته په پهاټک دګاډي اړولو هڅه کړې ده چې له امله یې دا پېښه رامینځته شوې ده.

د ریلوی محکمې ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دپېښې سره مخ شوی اور ګاډی د کراچۍ نه لاهور ته روان ؤ اؤ هغه دې پېښه کې د ۱۵کسانو د مړینې پخلی کړی دی.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان په دې پېښه دخفګان څرګندونه کړې اؤ اړوند چارواکو ته یې دپېښې ښکار خلکو ته د عاجلو مرستو رسولو امر کړی دی.

په دې وروستیو کې پاکستان کې د اورګاډو پېښې نهایي سیوا شوي اؤ سږکال دفرورۍ په ۲۹مه نېټه هم

د پاکستان په جنوبي صوبه سندهـ کې د پاکستان اېکسپرېس په نوم اورګاډی د بل ګاډی سره ټکر شوی ؤ چې له امله یې تر ۲۰زیات کسان مړه شوي دي وؤ.

پاکستان کې د اورګاډو د پېښو زیاتیدو په ترڅ کې په دې وروستیو کې دحکومت مخالوسیاسي ډلو لخوا څو،څو ځل دهیواد د ریلوی د وزیر شیخ رشید احمد نه د استعفا غوښتنې هم شوي دي خو هغه له استعفا ورکولو انکار کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG