لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بېروت په چاودنو کې د مړیو شمېر 135 او د ټپیانو شمېر 5000 شاوخوا شو


واشنګټن ــــ د لبنان په پایتخت بېروت کې د نهې- سه شنبې د ورځې په زورورو چاودنو کې د زرګونو کسانو مرګ ژوبلې د ټولې نړۍ توجه ور اړولې او پر دغو چاودنو یې خواشیني څرګنده کړې خو که یوې خواته یې تر اوسه چا ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې بلې خواته داسې ګنګوسې هم دي چې کېدای شي په دغو چاودنو کې شیعه وسلواله ډله حزب الله لاس ولري.

د لبنان حکومتي کابینې د شورو- چارشنبې په ورځ په بېروت کې د دوو اوونیو لپاره بیړنی حالت او درې ورځنی ماتم اعلان کړی او پوځ ته یې امر کړی هغه ټول خلک دې په کورونو کې بند وساتي چې په دې خونړۍ چاودنه کې لاس لري.

د امریکې په ګډون د نړۍ اکثرو هېوادونو پر دې خونړۍ پېښه خواشیني څرګنده کړې او د لبنان حکومت ته یې له دې تباهۍ د را وتلو لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی، خو تر اوسه د نړۍ کوم هېواد په څرګنده دا نه دي ویلي چې آیا دا یوه برید وو او که هسې یوه پېښه وه.

د بېروت په سمندري بندر کې د چاودنو اصل سبب تر اوسه نه دی څرګند خو لبناني چارواکي اندېښنه څرګندوي چې هلته په یوه ګودام کې 2750 ټنه امونیم نایټرېټ چاودېدونکي مواد له اوو کلونو راهیسې پراته وو او وایي کېدای شي هلته لومړۍ چاودنه شوې وي.

په دې چاودنه کې د خلکو د ژغورنې کار لا هم روان دی چې د بېروت د روغتیا د وزیر حماد حسن په وینا تر اوسه پکې د 135 تنو مړینه تایید شوې او شاوخوا پینځه زره تنه پکې ټپیان شوي دي.

د چاودنې د ځای خپاره شوي عکسونه، ویډیوګانې او رپوټونه وایي چې چاودنو نه یواځې د بندر شاوخوا سیمه بلکې په څو کیلومیټرۍ کې یې د بېروت ښار نورو سیمو ته هم زښته زیان تاوان رسولی او بې شمېره کورونه، دفترونه او ودانۍ یې تباه کړې او سلګونه موټر، بسونه او نور وسایل یې ویجاړ کړي‌ دي.

ریډ کراس یا سره صلیب نړیوالې مرستندویې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د بېروت په شاوخوا سیمو کې یې د ژغورنې او پلټنې کارونه روان دي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې کېدای شي مړي او ټپیان لا هم تر خاورو خځلو لاندې وي. د دې تر څنګ عام خلک هم پخپلو ورکو خلکو پسې په خپلو نړېدلیو کورونو، دفترونو او روغتونونو کې پلټنه کوي.

د بېروت ګورنر مروان عبود د چاودنو له کبله دې خونړي حالت ته "اخره زمانه" ویلې او وایي چې د یوې اندازې له مخې درې لکه کسان یې بې کوره کړي دي.

بل لور ته په بېروت کې د امریکې سفارت پر خلکو ټینګار کړی چې پخپلو کورونو کې پاته شي ځکه چې وایي له چاودنو څخه د زهرجنو ګېسونو د خپرېدو خبرونه هم ورکړل شوي او دا به نورو خلکو ته هم تاوان و رسوي.

ملګرو ملتونو هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او وایي چې د لبنان له خلکو سره به په دې بد حالت کې مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د امن ځواک ویلي په چاودنه کې د دوی یوې کیښتۍ ته هم زیان رسېدلی چې پر بندر ولاړه وه او وایي په هغه کې د دوی ځینې کسان هم ټپیان شوي‌ دي.

د چاودنې له کبله بېروت روغتونونو ته هم زیان رسېدلی. د روغتیا نړیوال سازمان وایي د پایتخت درې روغتونونه ډېر زیات تباه شوي او له کاره لوېدلي دي خو وایي دوه نور روغتونه هم په برسېرنه توګه فعاله دي.

د لبنان د کسټم دفتر مشر بدري دهر الجزیره ته ویلي چې اداره یې د بندر په ګودام کې د چاودېدونکو موادو امونیم نایټرېټ د خوندي کولو ذمه واره نه ده، خو بل لور ته د لبنان ولسمشر مشیل ایون د هېواد دفاعي شورا ته د چاودنو د پلټنې امر کړی او ویلي یې دي چې ذمه وارو کسانو ته به یې سخته سزا ورکول کېږي.

صدر مشیل ایون ویلي دا خبره هیڅکله ورته د منلو وړ نه ده چې 2750 ټنه امونیم نایټرېټ چاودېدونکي مواد دې له کوم خوندي او امنیتي انتظام پرته له شپږو کلونو د بندر په ګودام کې پراته وي، چې د زرګونو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG