لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین:‌ د کرونا د پیدا کېدو په ښار ووهان کې سبا ټول سکولونه بیرته پرانیستل کېږي


واشنګټن ــــ په چین کې د کرونا وایرس د پیدا کېدو په ښار ووهان کې دغه ناروغي اوس په بشپړه توګه ختم شوې او د چارواکو په وینا ټاکل شوې چې د دې ښار ټول سکولونه او وړکتونونه د راتلونکې ګل- دوشنبې په ورځې پرانیستل شي.

د ووهان ښار ځایي حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د مني- خزان د موسم له تعلیمي دورې سره به د ښار 2,842 تعلیمي ادارې د 14 لکه زده کوونکو لپاره پرانیستل شي.

چینایي چارواکي وایي د ووهان ښار پوهنتون د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ لا بیرته پرانیستل شوی دی.

کرونا وایرس د تېر کال په نومبر کې د چین په همدې ووهان ښار کې پیدا شو او بیا له هماغه ځایه د دې هېواد نورو ښارونو او د نړۍ تقریباً دوه سوه هېوادونو ته ور خپور شو، چې له کبله یې تر اوسه په ټوله نړۍ کې اته لکه څلوېښت زره تنه مړه شوي او دوه نیم کروړه ترې اغېزمن شوي دي.

د ووهان ښار چارواکي وایي د سکولو د بیرته پرانیستلو له پرېکړې سره سم یې یو بیړنی پلان هم جوړ کړی، چې که د کرونا وایرس د بیا خپرېدو خطر پېښ شي نو بیرته به زده کوونکو ته آنلاین زدکړې ور شروع کوي.

چارواکي وایي په سکولونو کې به له کرونا وایرسه د ژغورنې احتیاطي تدابیر عملي کېږي او له زده کوونکو یې غوښتي چې سکول ته د تلو او راتلو په وخت هم ماسکونه پر مخ کړي او هڅه دې وکړي چې په ښاري بسونو او ټرانسپورټ کې تګ راتګ ونه کړي.

په چین کې ټول 85,022 تنو ته کرونا وایرس ور پورې شوی چې په هغوی کې 4,634 تنه مړه شوي او 80,126 تنه بیرته روغ شوي‌ او څه باندې دوه سوه تنه یې لا هم په دې ناروغۍ اخته دي.

د چین د روغتیا وزارت سکولونو ته امر کړی چې د کرونا وایرس د مخنیوی وسایل دې ذخیره کړي او زده کوونکو ته دې مشقونه او روزنه ورکړي چې د دې وبا د نوې څپې د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

سکولونو ته دا امر هم شوی چې زده کوونکي له غیرضروري ګڼې ګوڼې را وګرځوي او هره ورځ روغتیایي چارواکو ته په دې اړه رپوټ ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG