لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالله: زموږ مذاکراتي ډلې په خبرو کې نرمي ښوولې طالبان دې هم نرمي وښیي


واشنګټن ــــ د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ راغلی،‌ ویلي دي چې که څه هم په افغانستان کې د وسلوالو له خوا تشدد ورته د منلو نه دی خو بیا هم د سولې خبرو ته هیله من دی.

ډاکټر عبدالله د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې پخپل دفتر کې د سولې لپاره د ځوانانو د کمېشن د پرانیستنې په غونډه کې وویل، د حکومت مذاکراتي ډله یې په قطر کې د سولې د دویم پړاو خبرو ته له قوي ارادې او د ډزبندۍ لپاره له هیلې سره تیاره ده.

ډاکټر عبدالله وویل د سولې د ټینګښت په برخه کې لومړی ګام باید په هېواد کې د جګړې کمول وای خو وایي د مقابل لوري له خوا تاوتریخوالی کم نه شو:

"له بده مرغه د تشدد لمن پراخه شوه، هدفي وژنې، ځانمرګي بریدونه او چاودنې دوام لري، موږ د خلکو له توقع سره سم بریالي نه شو چې تاوتریخوالی باید کم شي او د دې علت پر جنګ او تاوتریخوالي د طالبانو ټینګار دی".

ډاکټر عبدالله دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې یوې خواته په افغانستان کې د تشدد پېښې دوام لري او هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو له خوا یو پر بل بریدونه کېږي او بلې خواته په قطر کې د سولې د خبرو لپاره مذاکراتي ډلو له تېرو لسو ورځو راهیسې ناسته نه ده کړې.

ډاکټر عبدالله وویل د حکومت مذاکراتي پلاوی د ملي روغې د عالي شورا په څرګندو لارښوونو د نرمښت په روحیه په خبرو اترو کې ګډون کړی، وایي د افغان ولس غوښتنه داده چې طالبان هم له نرمۍ کار واخلي او د سولې په برخه کې خپله سنجیدګي ښکاره کړي، چې سولې ته ورسیږي:

"موږ د سولې په خبرو کې امید نه دی بایللی، خو دا به ښه وای که ډزبندي په لومړي سر کې اعلان شوې وای چې د افغانستان خلک د خپل راتلونکي لپاره ډاډمن شوي وای او د سولې پر بهیر یې باور لرلی وای خو دا کار ونه شو".

په قطر کې د سولې د خبرو د ځنډېدو ښکاره سبب معلوم نه دی خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د جنورۍ پر 16مه له زلمي خلیلزاد سره د ملا برادر او نورو مشرانو د لیدو په اړه ویلي وو، چې په بین الافغاني خبرو کې باید له امریکا سره د دوی تړون په بشپړه توګه عملي شي چې وایي یوه موضوع پکې د دوی د ټولو بندیانو خوشي کېدل دي.

په قطر کې د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې ځینې غړي وایي، د دوی ټینګار پر ډزبندۍ دی خو طالبان په افغانستان کې د سیاسي نظام پر موضوع خبرو ته لېواله دي. ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې- زیارت په ورځ په هرات کې ویلي، لنډمهالی حکومت به ډېرې بدې نتیجې ولري، خو وايي که طالبان د خلکو د رایو له لارې واک ته ورسېږي نو دی به یې هرکلی وکړي.

د افغان سولې بهیر ځینې سرچینې وایي، طالبان په خبرو کې د خپلو نورو 7,000 بندیانو د خوشي کېدو او له تور فهرسته د ځینو طالب مشرانو د نومونو د لرې کېدو غوښتنه کوي، خو طالبانو پخپله دا غوښتنې په رسمي توګه نه دي تایید کړې.

بل لور ته د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېکب سولیوېن د جمعې په ورځ له خپل افغان سیال حمدالله محب سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي او هغه ته یې د مرستې ډاډ ورکړی دی. سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې لیکلي ښاغلي سولیوېن حمدالله محب ته ویلي، د صدر جوبایډن اداره نیت لري چې له طالبانو سره د 2020م کال د فرورۍ تړون ته بیا کتنه وکړي.

په بیان کې راغلي چې تړون ته د بیا کتنې مقصد یې د دې خبرې ارزول دي چې آیا طالبانو له ژمنې سره سم له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې، په افغانستان کې یې تشدد کم کړی او له افغان حکومت سره یې مذاکرات په سمه توګه روان دي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG