لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزارت رپوټ وایي پاکستان تېر کال د بشري حقونو ډېرې سرغړونې کړې


واشنګټن ــــ د امریکا خارجه وزارت په نړۍ کې د کال 2020 د بشري حقونو په اړه په خپل رپورټ کې د پاکستان د پوځ د غړو، جاسوسي او د نورو امنیتي ادارو لخوا د بشري حقونو په سرغړونو اندېښنې ښودلې دي.

که څه هم د امریکا خارجه وزارت لخوا د بشري حقونو د سر غړونو په رپورټ د پاکستان د حکومت لخوا څه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو په تېرو وختونو کې چې په دې اړه کوم رپورټونه هم راغلي دي د پاکستان حکومت همېش رد کړي دي.

البته د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري د عمران خان په حکومت د مخالفه ډلو او قانون پوهانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو او نیوکو په ځواب کې دا تورونه ردوي او وایي حکومت د بشري حقونو سرغړونو د ازادو پلټنو په لارو کې خنډونه نه اچوي.

د امریکا خارجه وزارت په رپورټ کې ویل شوي دي چې د پاکستان امنیتي ادارې د قانون نه پرته وژنو کې ککړ دي، په زور خلک بې درکه کوي، خبریالان او حق غوښتونکي د فشار لاندې ساتل کېږي او د اقلیتونو د وینا په اظهار بندېزونه موجود دي.

په رپورټ کې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر اړخونو ته پراخه کتنه شوې ده.

د پوځ د غړو خلاف ورزۍ:

په رپورټ کې ویل شوي دي چې که څه هم د پاکستان پوځ د خارجي امنیت لپاره ذمه واره دی او د کورني امنیت د پاره سویلین چارواکو ته مسئول دی خو پوځ او استخباراتي ادارې یې د پخوانۍ فاټا په شمول د هېواد په نورو برخو کې په ازادانه توګه په کورني امنیت کې خپل رول لوبوي.

رپورټ وايي په خېبر پښتونخوا کې پوځ ته د ان اېکشن سول پاور رېګولېشن قانون د لاندې اختیار حاصل دی چې خلک ونیسي او تر نامعلومه نېټې پورې یې بندي خانو کې وساتي.

د دې قانون لاندې پوځ ته په سویلین عدالت کې د وړاندې کېدلو نه اسثنا حاصله ده.

د رپورټ له مخې د پوځ په خصوصي بندي خانو او د هېواد په عمومي بندي خانو کې د بندي خلکو د بنیادي ضرورتونو حالت ډېر بد تره دی.

په ملک دننه هم د حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک موومنټ لخوا په پوځ په سویلین چارو کې د مداخلت نیوکې کېږي خو پوځ وايي دوی د حکومت په وینا د ملک په نظام کې مرستې کوي.

د خلکو لادرکه کېدل او غېر قانوني وژنې:

د امریکې خارجه وزارت پخپل رپورټ کې وايي چې نزدې په ټول هېواد کې خلک تښتول کېږي او په زوره لادرکه کېږي. استخباراتي ادارې، پولیس او نورې امنیتي ادارې خلک په داسې ځایونو کې په بندي خانو کې واچوي چې بیا یې ځای نه معلومېږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي، د دوي د اندازې ترمخه نزدې 2100 کسان په ټول هېواد کې لادرکه کړی شوي دي خو رپورټ وايي د لادرکه خلکو شمېرې نورې هم زیاتې دي.

خو حکومت دریځ لري چې د لادرکه خلکو شمېرې دومره نه دي څومره چې دعوه کېږي خو وايي د استخباراتي ادارو په مرسته یې په زرګونو لادرکه خلک معلوم کړي دي.

په رپورټ کې ویل شوي دي چې حکومت او اېجنټان (امنیتي کارکوونکي) یې په ټول هېواد کې د عدالتونو پرته د خلکو په غېرقانوني وژنو کې ککړ دي. خلک بې درکه کېږي او د عدالتونو پرته په غېر قانوني توګه وژل کېږي.

رپورټ زیاتوي حکومتي ادارې دا پلټنې کوي چې امنیتي ځواکونو کوم خلک د عدالت پرته وژلي دا جایز دي او که نه، خو په دې د عمل د پاره نه خو انسپکټر جنرل او نه بیا د بشري حقونو قامي ادارې په پام کې ساتل کېږي.

په رپورټ کې د پښتنو د سیمې حق غوښتونکې ډلې پښتون تحفظ موومنټ ذکر هم شوی دی او ویل شوي چې د ډلې یو مخکښ او د وزیرستان اوسېدونکی عارف وزیر تېر کال د مۍ په اولنۍ نېټه د کور سره نزدې نامعلومه کسانو ووژلو. وايي عارف وزیر د ملټري اسټبلشمنټ په کردار نیوکې کړې وې.

په رپورټ کې د بلوچستان په تربت او خاران سیمو کې د حیات بلوچ او احسان بخش نومې ځوانانو د غېرقاني وژنو او د هغه په ضد په ټول هېواد کې د سختو احتجاجونو ذکر هم شوی دی چې یواځې په یوه پېښه کې شپږ پولیس عسکر معطل کړی شول.

پرېس او د اظهار په ازادۍ بندیزونه:

د امریکا خارجه وزارت په رپورټ کې ویل شوي دي چې که څه هم د پاکستان د قانون له مخې خلکو ته په حکومت د نیوکو اجازت شته خو په پاکستان کې د وېنا، پرېس او د انټرنېټ په ازادۍ سخت بندېزونه موجود دي. په خبریالانو تشدد کېږي، دوی په زوره لادرکه او په غېرفانوني توګه نیول کېږي. ددې ترڅنګ د حکومت مخالفه خبرونو په خپرېدو بندیزونه دي او وېبپاڼې بندول کېږي.

په رپورټ کې ویل شوي د حکومتي ادارې پېمرا ترڅنګ پوځ هم په مېډیا نظر ساتي.

په رپورټ کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې په حکومت مخالفه بیانونو خبریالان هم ځورول کېږي. په رپورټ کې د بلوچستان د انور جان کېتراڼ او د سیند صوبې د عزیز مېمن د وژنو تر څنګ د سرښار اسلام اباد نه د خبریال مطیع الله جان عابد د تښتولو ذکر هم شوی دی.

په اقلیتونو بندېزونه:

د امریکا خارجه وزارت د پاکستان په اړه رپورټ کې ویلي دي چې په دغه هېواد کې اقلیتونه په ازادانه توګه د خپلې رایې څرګندونې نه شي کولی. د مذهب د سپکاوي قوانینو د لاندې د مذهب او مذهبي موضوعاتو په اړه د اندېښنو اظهار محدوده دی.

د 2020م کال د جولايي په 29مه نېټه د پېښور په عدالت کې دننه د طاهر نسیم نومې تن د وژنې ذکر هم د بشري حقونو په رپورټ کې شوی او ویل شوي دي چې د قاتل په حق کې خلکو مظاهرې او د قاتل د پرېښودو غوښتنې هم کړې وې.

په کال 2018,19م کې هم خارجه وزارت په یو رپورټ کې ویلي وو چې په پاکستان کې د نورو مذهبونو پلویانو ته زغم ډېر کم دی. ددې ترڅنګ د پاکستان وګړي ددې پابنده کېږي چې په پاسپورټ کې به د مذهب په خانه کې د خپل مذهب پېژندنه کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG