لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره: طالبان قصداً افغان خبریالان په نخښه کوي


واشنګټن ـــ د بشري حقونو د څار نړیواله اداره یا هیومن رایټس واچ وایي، طالبان په افغانستان کې د رسنیو د ښځینه کارکوونکو په ګډون خبریالان په قصدي ډول پخپلو بریدونو کې په نخښه کوي.

طالبانو په تېرو څو میاشتو کې په د افغانستان په مرکز کابل، هلمند، جلال اباد او ځینو نورو ښارونو کې پر خبریالانو په هدفي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د اېشیا څانګې مشره پېټریشیا ګوسمن وایي، په داسې وخت کې چې ټولې افغان غاړې د بیان د ازادۍ د ژغورنې لپاره خبرو ته کښېني، خبریالانو ته ګواښونه او وژنې افغان رسنیو ته یو سوړ پیغام دی:

"د ګواښونو او تشدد په وسیله د خپلو نقادانو په غلي کولو سره طالبانو په افغانستان کې د یوې ازادې ټولنې لپاره را ټوکېدونکې هیلې کمې کړې دي".

هیومن رایټس واچ د اپرېل پر لومړۍ نېټه پخپل خپاره کړي رپوت کې ویلي، له کله راهیسې چې د افغان حکومت او طالبانو خبرې پیل شوې دي خبریالانو ته ګواښونه او پر هغوی بریدونه زیات شوي دي چې وایي د سولې په تړون کې یې د اظهار او رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي پخپلو پلټنو کې ورته څرګنده شوې چې طالب قومندانان او جنګیالي د کابل په ګډون په هغو سیمو کې د رسنیو د کارکوونکو په ګواښلو، ډارولو او تشدد کې لاس لري چې دوی پکې اغېز لري.

طالبانو د هیومن رایټس واچ دغو تازه دعوو ته تر اوسه څه جواب نه دی ویلی. رپوټ وایي په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د رسنیو د کارکوونکو ګواښل رد کړي، خو وایي دوی له خبریالانو غواړي "د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي".

رپوټ وایي هغه وسلوال- چې خبریالانو ته ګواښونه کوي- د دوی د کار، کورنۍ او تګ راتګ په اړه نیژدې معلومات لري او له دغو معلوماتو په ګټه اخیستو هغوی مجبوروي چې ځانونه سنسر کړي، کار پرېږدي یا له تشدد سره مخ شي.

د ایچ آر ډبلیو په رپوټ کې راغلي د ولایتونو او ولسوالیو طالب قومندانان او جنګیالي هم هغو خبریالانو ته زباني او لیکلي ګواښونه کوي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو بهر دي.

افغان خبریالان وایي د وسلوالو د زیاتو ګواښونو له کبله حالات دې ته راغلي چې اوس یو د رسنۍ کارکوونکی هم ځان خوندي نه ګڼي.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي د خپل تفصیلي رپوټ لپاره یې د افغانستان د رسنیو له 46 غړو سره د هغوی د کار او ګواښونو په اړه د تېر کال د نومبر او د روان کال د مارچ میاشتو تر منځ مرکې کړې دي.

په دغو 46 کسانو کې 42 خبریالان ښوول شوي چې وایي له بادغېس، غزني، غور، هلمند، کابل، کندهار، خوست، وردګو او زابل ولایتونو سره تړاو لري، وایي څلور هغه خبریالان یې هم پوښتلي چې د ګواښونو له کبله یې وطن پرېیښی دی.

د هیومن رایټس واچ رپوټ وایي په ډېرو پېښو کې ورته معلومه شوې چې طالبانو خبریالان د څو ګنټو یا شپې لپاره له ځان سره ساتلي دي، وایي په ډېرو کېسونو کې دغو خبریالانو یا د دوی همکارانو هڅه کړې د طالبانو له مشرانو سره یې تماس نیولی او د هغوی په سفارش را خوشي شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG