لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: ریاست مو پلویان ځوروي او بندیان مو له قانوني حقونو محروم ساتي


اسلام اباد ـــ د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستان په رياستي ادارو باندې د پي ټي ايم د پلويانو او غړو د ځورولو تورونه لګولي دي.

هغه تور لګولى چې په پاکستان کې د راو انوار غوندې "قاتلان" د سزا نه خلاص ګرځي خو د علي وزير، پروفيسر اسمعيل، حنيف پښتين، اويس ابدال، يوسف علي خان او نور يو شمېر د پي ټي ايم غړي او مشران په ناوړه مقدمو کې بنديان دي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې منظور پښتين په حکومت باندې تور لګولی چې وایي‌ دغه بندیان یې د خپل قانوني حق نه محرومه ساتلي.

هغه زياته کړې په جېل کې د قتل، ترهګرۍ او نورو لویو جرمونو باندې سزا شوي قيديانو ته هره اونۍ يو ځل د ټيليفون د کارولو او په ټاکل شوي وخت کې د جېل دننه قدم وهلو چې کوم حقونه تر لاسه دي د پي ټي ايم غړي له دې نه هم محروم ساتل کېږي.

د پاکستان حکومت د کراچۍ په جېل کې د قامي اسمبلۍ د بندي‌ غړي علي وزير په ضد د رياست په ضد د تقرير او غدارۍ مقدمه چلوي.

حکومت د يوسف علي خان، پروفيسر اسمعيل او د پي ټي ايم د زياتره نيول شوو غړو په ضد د اړي ګړي، ترهګرۍ او رياست په ضد د تقريرونو کولو په تور مقدمې درج کړې دي.

د پي ټي ايم د قامي اسمبلۍ غړى محسن داوړ دغه مقدمې د دوی په ضد سياسي او اتتقامي کاروایي بولي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ويلي، د بده مرغه په پاکستان کې پارليمان او عدليه د هيواد د طاقتوره ادارو د فشار سره مخ دي خو وایي‌ هيله ده چې عدالتونه به د دوی سره د انصاف نه کار اخلي او د دوی د بندي ملګرو قضيې به زر فيصله کړي.

پي ټي ايم د هيواد په بېلابېلو جېلونو کې د خپلو بنديانو شمېر 55 ښیي او د دوی د پاملرنې لپاره یې يوه ځانګړې کميټي هم ټاکلې ده.

د دې کمېټۍ غړو عالمزېب مسید او صابر بلال وي او اې ډيوه ته ويلي، په جېلونو کې بندیان د پي ټي ايم غړي د نورو قيديانو نه بېل په يو بارک کې ساتل کېږي او په دوی د ملاقاتونو هم بنديز وي.

خبري کانفرنس ته په وينا کې د پي ټي ايم مشر منظور پښتين د پاکستان په رياستي ادارو باندى په قبايلي ضلعو کې د ترهګره ډلو سره د مرستو تورونه هم تکرار کړي دي.

هغه دا الزام هم لګولى چې د پاکستان ميډيا لويه برخه د "طاقتوره قوتونو د فشار لاندې پښتنو سره کېدونکي ناوړه چلند باندې سترګې پټې کړې دي".

بل اړخ ته د پاکستان حکومت او پوځ د ترهګرو سره د مرستو او په زوره د خلکو د اوچتولو په پيښو کې د پوځ د ککړتيا تورونه بيځايه بولي.

پوځ او حکومت دا دريځ هم خپلوي چې "د ترهګرۍ په ضد د زرګونو په شمېر د پاکستان امنيتي چارواکو او عام وګړو خپل ژوند قربان کړی دی".

پوځ په پي ټي ايم باندې د افغانستان د استخباراتي ادارو نه د مالي مرستو اخیستو او ددې په بدل کې په پاکستان کې د اړي ګړي جوړولو الزام هم لګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG