لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې اتحاديانو هم د افغانستان نه د وتلو اعلان کړی


د واشنګټن د اعلان وروسته د امريکې اتحاديانو هم د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو اعلان کړی دی چې د راتلونکې مياشت نه به د افغانستانه د ځواکونو ويستل پېل کړي.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (15 اپرېل) د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکک د کابل په سفر کې ویلي، په افغانستان کې يې هغه اهداف ترلاسه کړي چې 20 کاله وړاندې يې ټاکلي وو او امریکا کله اراده نه لرله چې په مستقله توګه به دغلته پاتې شي.

بلينکن په کابل کې د امریکا په سفارتخانه کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، په افغانستان کې د القاعده ګواښ د پام وړ راکم کړی شوی دی. اسامه بن لادن وژل شوی دی. او د هغې خبرې وخت رارسېدلی دی چې به يې ويل پوځ به يې ووځي.

خو بلينکن ويلي، که پوځ يې بيرته هېواد ته ستون شي د افغانستان سره به يې همکاري روانه وي.

برتانيه چې د نېټو هېوادونو سره په افغانستان کې افغان ځواکونه تربيه کوي او په افغانستان کې 750 سرتيري لري ویلي يې د راتلونکې مياشتې نه به ځواکونه ويستل پېل کړي.

د نېټو عمومي سېکتر جېنز سټولټنبرګ د شورو په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلينکن او د دفاع وزير لوېډ اسټين او په برسلز کې د نېټو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيريرانو سره د خبرو وروسته تاييد کړې چې پلان لري په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستانه ټول ځواکونه اوباسي.

سټولټنبرګ ویلي، د ځواکونو ويستل يې د افغانستان سره د اړيکو ختمول نه دي بلکې د نوي باب پېل دی. او د نېټو اتحادي همکاران به د افغانستان د خلکو سره ولاړ وي.

په افغانستان کې د اسټريليا، نيوزي لېنډ او جارجیا په ګډون د نېټو اتحاد 7000 سرتيري شتون لري.

د وي او اې د خبر ترمخه په افغانستان کې د برتانيې د 450 څخه زيات پوځيان وژل شوي او د نېټو ټول 3500 سرتيري وژل شوي چې پکې د امریکا پوځيان هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG