لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکا د اعلان هرکلی کړی چې د افغانستانه ځواکونه اوباسي


د پاکستان د پوځ مشر د امريکې د صدر د اعلان هرکلی کړی چې د افغانستان نه د ستمبر د مياشتې پورې امریکايي ځواکونه اوباسي. د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د بهرنيو ځواکونو وتل دې د سولې د پروسې سره سمون ولري.

د پاکستان پوځ پرون د زيارت/ پنجنشبې په ورځ (15 اپرېل) ویلي، د پاکستان دپاره د امریکا شارژدافیريا ناظم الامور اغلې اېنجلا ايجلر د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ليدلي دي.

پوځ ويلي په دې ليدنه کې په دوه اړخيزه ګټو د سيمې په امنیت او د افغانستان د سولې د پروسې په تازه پرمختګ تفصيلي خبرې شوي دي.

د پوځ مشر د صدر بايډن د اعلان هرکلی کړی چې د افغانستانه امریکايي ځواکونه اوباسي او زياته کړې يې ده خوشاله، سوله ييز او باثباته افغانستان د سيمې او په ځانګړي ډول د پاکستان په ګټه کې دی.

هغه په راتلونکې کې د پاکستان او امریکا په اړيکو کې د هر اړخ نه د پراختیا هيله څرګنده کړې ده.

پوځ ویلي امریکايي استازې په سیمه کې د امنیت دپاره هڅې او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې په عمل کې د پاکستان هڅې ستايلي او ويلي يې امریکا به د افغانستان د سولې په لړ کې د مرستو ملاتړ دوامداره ساتي.

په 14 اپرېل د امریکا د بهرنيو چاروزير انتوني بلينکن هم د پاکستان د پوځ د مشر سره په ټيليفون خبرې کړې وې، په دغو خبرو کې هم د شریکو ګټو، سيمې د امنیت او افغانستان د سولې د پروسې په تازه پرمختګ خبرې شوې وې.

د پاکستان د پوځ د مشر سره د امریکايي استازې ليدنه او بهرنيو چارو وزير خبرې په داسې حال کې شوي چې هم د شورو په ورځ د امریکې ولسمشر جو بایډن په رسمي توګه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د یستلو اعلان کړی او ویلي يې وو دغه هېواد ته د القاعده ډلې د ځپلو لپاره تللي وو او خپل هدف یې تر لاسه کړی نور په دې هېواد کې د پاتې کېدو جواز نه لري.

صدر بایډن ویلي وو د پاتې ځواکونو وتل به د مې له لومړۍ پېلوي د ستمبر تر 11 به یې بشپړوي.

د افغانستانه د امريکايي پوځ دويستلو د اعلان په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دا مهمه ده چې د بهرنيو ځواکونو وتل دې د افغانستان د سولې د پروسې سره په سمون وي.

پاکستان ویلي په ترکي کې د افغانستان په اړه راجوړېدونکې غونډه مهمه موقع ده چې د افغانستان د سياسي جوړ جاړې دپاره پکې پرمختګ وکړي.

په ترکي کې د افغانستان په اړه د 24 اپرېل څخه د څلورمې مې پورې غونډه راجوړيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د افغان فريقېنو سره په همغږۍ د ځواکونو ويستلو د اصولو ملاتړ کوي او هيله يې څرګنده کړې چې امریکا به په مستقله توګه د افغان مشرانو نه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي دپاره موقع د لاسه ور نه کړي.

پاکستان ويلي د جګړې وروسته د تلپاتې سولې او ثبات دپاره مهمه ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې په بيا رغونه او اقتصادي پراختيا کې ښکېل پاتې شي.

پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په راتلو کې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو يادګېرنه هم کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG