لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني پاکستان ته:دوستي کوئ که دښمني؟ انتخاب ستاسو لاس کې دی


دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي افغانستان سره د دوستۍ اؤ دښمنۍ انتخاب دپاکستان په لاس کې دی اؤ نن پاکستان دپاره دتصمیم ورځ ده.

هغه ویلي "که زمونږ هیواد ناارامه وي نو دوئ(پاکستان) به هم ناارامه وي اؤ که زمونږ هوساینه غواړي دوئ به هم هوسا شي”

د افغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني دکابل صدارټي ماڼۍ کې یوې غونډې ته پخپله وینا کې ویلي “زموږ لید لوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد او خپلواک افغانستان دی، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زموږ غېږ ورته پرانیستې ده”

هغه ویلي یو دجمهوریت صف دی او بل د دښمن، څوک چې د جمهوریت په صف کې نه ودریږي نور ورته په دولت کې ځای نشته.

هغه پخپله وینا کې دا نه ده واضحه کړې چې دجمهوریت یا د دښمن په صف کې د ودریدو اشاره یې چاته ده خو تر دې وړاندې پخپلو زیاتره ویناګانو کې ولسمشر اشرف غني طالبان دپاکستان دلاسپوڅو په نوم یاد کړي اؤ په هغوئ یې ټینګار کړی چې باید د پردیو په لمسه خپل وطن ویجاړ نه کړي.

طالبانو اؤ پاکستان مدام د ولسمشر اشرف غني اؤ نورو افغان چارواکو دغسې تورونه رد کړي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې ده موږ د خپلې خاورې د ساتنې لپاره بشپړ چمتوالی لرو او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

هغه افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې سره ویلي “په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی”

پاکستان اؤ طالبانو د اشرف غني په تازه څرګندؤنو لا خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو اوړمه ورځ دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وؤ د افغان فريقېنو سره په همغږۍ افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو ويستلو د اصولو ملاتړ کوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې وه چې امریکا به په مستقله توګه د افغان مشرانو نه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي دپاره موقعه د لاسه ور نه کړي.

په 14 اپرېل د امریکا د بهرنيو چاروزير انتوني بلينکن هم د پاکستان د پوځ د مشر سره په ټيليفون خبرې کړې وې، په دغو خبرو کې هم د شریکو ګټو، سيمې د امنیت او افغانستان د سولې د پروسې په تازه پرمختګ خبرې شوې وې.

ټاکل شوې ده چې په ترکي کې د افغانستان په اړه د 24 اپرېل څخه د څلورمې مې پورې یوه غونډه راجوړيږي چې په دغه غونډه کې دطالبانو ،افغان دولت اؤ پاکستان ګډون هم امکان لري.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي په ترکي کې د افغانستان په اړه راجوړېدونکې غونډه مهمه موقعه ده چې د افغانستان د سياسي جوړ جاړې دپاره پکې پرمختګ وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG