لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: طالبانو د تشدد په زیاتولو وښووله چې د بحران د سوله ییز حل اراده نه لري


واشنګټن ـــ د کابل ښار په لوېدیځ کې د دشتِ برچي په نامه سیمه کې پرون د مې په اتمه ماسپښین د سیدالشهدا په نوم سکول څخه ماشومان د را وتلو په حال کې وو چې د ښوونځي مخته زوروه چاودنه وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په چاودنه کې لږ تر لږه 30 تنه وژل شوي او شاوخوا 50 نور ټپیان شوي دي. د وزارت ویاند طارق آرین وایي، په وژل شویو او ټپیانو کې اکثر د ښوونځي ماشومان دي چې عمرونه یې له یوولسو تر پینځلسو کلونو دي.

د پېښې مړي او ټپيان ټول د پاکستان له خوا جوړ شوي «جناح روغتون» وړل شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي چاودنه دومره زوروه وه چې غوږونه یې کڼول. یو عیني شاهد محمد باقر وایي:

"ډېر زیات مړي او ټپیان وو، یواځې یو څو تنه نارینه وو نورې ټولې د ښوونځي نجونه وې، هرې خواته یې سوځېدلي مړي پراته وو، د ځینو خو حتی سرونه هم نه وو".

چاودنه د کابل په هغه سیمه کې شوې چې اوسېدونکي یې اکثر هزاره شیعه مسلمانان دي. د افغانستان په ولسي جرګه یا قومي اسمبلۍ کې د دشتِ برچي د خلکو استازې زهرا نوروزي هم تر پېښې وروسته روغتون ته ورغلې او اسوشیېټیډ پریس ته یې ویلي:

"له بده مرغه د سکول شاګردان چې د رخصتۍ په وخت را وتل زوروره چاودنه شوې او زیات شمېر ماشومان پکې شهیدان شوي او ټپیان شوي دي، روغتونونه ټول د پېښې له قربانیانو ډک دي".

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او د امریکې سفارت دا یو له وحشت او کرکې ډک برید بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی. په کابل کې د امریکې ځایناستي سفیر راس ویلسن پر ټویټر لیکلي:

"پر ماشومانو دا نه هېرېدونکی برید د افغانستان په راتلونکي باندې حمله ده".

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې برید ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې وړاندې چې د کابل په همدې دشتِ برچي سیمه کې پر شیعه مسلمانانو وسلوال بریدونه شوي داعش ډلې یې ذمه واري منلې ده.

افغان طالبانو هم دا چاودنه غندلې او د پېښې پړه یې پر داعش ډله او افغان استخباراتي ادارو ور اچولې ده، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین دا د طالبانو کار بللی او وایي طالبان د هغو بریدونو ذمه واري پخپله نه اخلي چې عام خلک پکې وژل شوي وي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم برید په سختو ټکو غندلی او طالبان یې د دې پېښې ذمه وار بللي. د افغان حکومت له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولمسشر غني له خولې ویل شوي چې طالبان د تشدد په زیاتولو سره دا ښکاره کوي چې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري.

د افغانستان د چارو امریکایي څېړونکی مایک کوګلمېن وایي، کېدای شي دغه برید داعش ډلې کړی وي، خو وایي د طالبانو د خواخوږۍ په څرګندونو او اوښکو هم باید خلک خطا نه شي. کوګلمین پر ټویټر لیکلي:

"دوی [طالبانو] ته ورته ډېر خونړي بریدونه پخوا کړي دي".

د یادونې وړ ده چې د تېر 2020م کال په مې میاشت کې هم د کابل په همدې دشتِ برچي سیمه کې وسلوالو پر یو روغتون برید کړی وو او لږ تر لږه 24 کسان پکې وژل شوي وو چې اکثره یې ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG