لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاهیبت الله:که امریکا پخپلو ژمنو نه ودریږي،دعواقبو مسولیت به یې پخپله غاړه وي


دافغان طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده امریکا د دوحې تړون څخه په سرغړونه تورنه کړې اؤ اخطار یې کړی چې که چرې امریکا پخپلو ژمنو نه دریږي نو د نتیجو یا عواقبو مسولیت به یې پخپله غاړه وي.

د کوچني اختر په اړوند خپل یو خپور کړي پیغام کې دطالبانو مشر ویلي هغوئ (طالبان)له نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي اؤ ټولو ته ډاډ ور کوي چې د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته ضرر نه رسيږي،

هغه پخپل بیان کې په ګاونډیو اؤ نورو هیوادونو غږ کړی چې دافغانستان په کورنیو چارو کې باید مداخله ونه کړي.

د ملا هیبت الله اخندزاده دا بیان یوه ورځ وروسته له هغې مخې ته راغلی چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته په ډاګیز ډول پیغام ورکړو چې که هغوئ دسولې لار نه نیسي نو امریکا به دجمهوریت خوښو افغانانو په پلوۍ ودریږي.

د شنبې په ماښام کابل کې دشوې یوې درنې چاودنې وروسته چې تر ۵۰ؤ زیات کسان پکې وژل شوي دافغانستان ولسمشر اشرف غني پخپل یو بیان کې ویلي چې طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو او تاوتریخوالي زیاتولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.

خو ملا هیبت الله پخپل پیغام کې ویلي موږ ته مذاکرات او تفاهم اولیت لري، له همدې کبله مو د مذکراتو لپاره قوي مذاکراتي ټیم موظف کړی، تر څو له مقابلو جهتونو سره بین الافغاني مذاکرات پرمخ یوسي”

هغه په افغان حکومت تور لګولی چې دمختلفو لارو څخه د روان سیاسي جریان د ګډوډولو هڅې کوي.

دطالبانو مشر ویلي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د طالبانو غېږه هاغو ټولو هغو افغانانو ته خلاصه ده، چې له دوئ سره په مخالفت کې پاتې شوي.

پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام یاد شوی او وړاندې غوښتنه شوې، چې د بندیانو د خلاصون او له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو په ګډون ټولې شوې ژمنې باید یو په بل پسې عملي‌ شي او له پاروونکو څرګندونو څخه ډډه وشي.

هغه ویلي داچې امریکا او نور بهرني هیوادونه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، دا یو ښه ګام بولو او کلکه غوښتنه کوو چې د دوحې تړون ټولي برخې عملي شي.

دنوموړي په وینا “متأسفانه چې تر اوسه پورې امریکايي جهت د لاسلیک شوې توافقنامې څخه په مکرر ډول سرغړونې کړې دي او ولسي خلکو ته یې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي”

ملا هیبت الله اخندزاده دافغانستان ګاونډیو هیوادونو اؤ نړۍ سره دمثبتو اړېکو هېله ښکاره کړې اؤ په ملګرو ملتونو اؤ نورو ښکېلو اړخونو یې غږ کړی چې دافغانستان په قضیه کې باید بې طرفه پاتې شي .

هغه ویلي ملګري ملتونه اؤ نورې ښکېلې خواړې باید دافغانستان دخلکو د ژوند،عقیدې اؤ تفکر په اړه داسې هڅې ونه کړي چې د ولس دغبرګون سره پرې مخ شي.

هغه زیاته کړې ده چې “د خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته مو هیواد بیا ودانولو او په پښو دریدلو ته شدیده اړتیا لري، راځئ چې ټول د خپل هېواد په بیرته ابادۍ کې په اخلاص سره ونډه واخلو”

افغان ولسمشر اشرف غني د تیره اوونۍ پخپل یو مضمون کې لیکلي وؤ که طالبان نوره جګړه نه غواړي نو د افغانستان په هکله مهمې پوښتنې دې جواب کړي، چې انتخابات مني او د نجونو، ښځو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه پر ځای ساتي که نه؟

ملاهیبت الله پخپل پیغام کې دښځو دحقونو اؤ انتخاباتو په اړه څه نه دي ویلي خو وایي "موږ خپل ټول ولس ته ډاډ ورکوو چې د اشغال له خاتمې وروسته به یو داسې افغان شموله اسلامي نظام رامنځته کیږي، چې ټولې پرګنې به په کې د خپل اهلیت او استعداد په بنا ځان ویني، د هیچا په حقه حقوقو به تیری نه کیږي"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG