لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګرمي زياتېږي، د جانيخېل د ملک نصيب خان غم او احتجاج اوږديږي


واشنګټن ـــ د "نامعلومو ترهګرو" د لاسه وژل د شوي ملک نصيب الله خان مړی د څه دپاسه دوو اوونيو راهیسې د بنو په جاني خېل کې پروت دی او په پرلت ناست احتجاج کوونکي وايي تر څو ورته حکومت ضمانت نه وي ورکړی احتجاج به یې روان وي.

دوی غوښتنه کوي په سیمه کې به یې هدفي وژنې بنديږي، ښه بد طالبان به ختموي، بې درکه خلک به عدالت ته وړي او امنيت به ټينګوي ګنې مړی نه ښخوي او د وژل شویو ځوانانو څلور نوړ مړي هم د قبرونو راوباسي.

ملک نصيب خان د ځايي خلکو په وينا هغه مشر وو چې د څلورو ځوانانو د وژلو په احتجاج کې وړاندې وړاندې وو او په ځايي شخړو کې يې د سولې او زغم د لار راويستلو هڅې کولې.

د احتجاج کوونکو يو مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ګل عالم وزير خو لا تر دې ويلي په مارچ کې د نامعلومه ترهګرو په لاس د وژل شوو څلورو تنکو هلکانو مړي بيرته د قبرونو راوباسي او په احتجاج کې يې اسلام اباد ته وړي.

د ‌‌‌‌‌‌وي او اې ډيوه همکار عدنان بېټنی وايي ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وزير ويلي "دا نور څلور مړي هم راوباسو او اسلام اباد ته ځو. که اسلام اباد ته مو څوک نه پرېږدي بيا کابل ته ځو او نړيوالو ته خپله مقدمه ږدو".

په بنو کې د پښتونخوا د موسمياتو څانګې تر مخه د شورو لا چهارشنبې په ورځ ګرمي 100 ‌‌‌‌‌‌ډيګرۍ ته رسېدلې چې روانه اوونۍ به نوره هم زياته شي.

د پښتونخوا حکومت د احتجاج کوونکو سره د ځايي انتظاميې په کچه په رابطه کې دی خو تر اوسه نه وزير اعلی محمود خان نه وزير اعظم عمران خان او نه د پوځ وياند په دې اړه څه ويلي.

د ځايي خلکو او مېډيا رپورټونو تر مخه هره ورځ نزدې درې زره خلک په احتجاجي پرلت کې ناست وي چې د پي ټي ايم د مشر منظور پښتين او وړانګې لوڼۍ سره سره ورته د پيپلز پارټۍ پخواني جنرل سيکرټري او سنېټر فرحت الله بابر، پخواني سنېټر افراسياب خټک او د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر ايمل ولي خان د ګوند د جلوس سره ورغلي.

ځينې سياسي او د مدني ټولنې کارمندان دعوه کوي امنيتي ادارو لارې تړلي او څوک د پرلت پله نه پرېږدي چې په دې اړه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ګل عالم وزير د ‌‌‌‌‌‌ډيوه رحمان بونيري ته ويلي "زمونږ مړي غم له هم څوک راتلی نه شي چې خواخوږي راسره وکړي ځکه چې مونږ دومره بې وسه او کمزوري يو".

فرحت الله بابر د جاني خېل په اوږدېدونکي احتجاج او د حکومت او پاکستانۍ مېډیا په خاموشۍ په تازه ټويټ کې په اردو ژبه ليکلي "د جاني خېل د غمجنو او خوارانو د زړه نه د وتلو اسوېلو د اورېدلو کوښښ وکړئ. خندا ترې مه جوړوئ چرته سبا د دوی د زړه نه دا ازار راونه وځي چې د يوې منلې ټپې ذکر دی: اسمانه درز وهه راپرېوځه / په ما ورانيږي چې په ټولو ورانه شينه".

د جاني خېلو ځايي خلک وايي، جاني خېل داسې ځای دی چې د انګرېز د وېشل شوي انتظامي پخواني ايف آر بنو برخه ده او لارې ترې بنو ښار، شمالي وزيرستان او لکيمروت ته ځي او بيا د شمالي وزيرستان نه سوېلي وزيرستان او افغانستان ته ځي او د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې راهيسې د بد امنۍ او ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو يو پټ جېب حسابيږي.

ځايي خلک ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي دغلته درې ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې د حکومت په شتون کې ښکاره او فعاله دي چې يوه ‌‌‌‌‌‌ډله يې د حقاني ‌‌‌‌‌‌نیټورک د کمانډر صدر حيات په مشرۍ، بله د "بد طالب" اختر محمد او بله يې د تسليم شوي او "ښه طالب" چې خلک ورته سلېنډر طالب وايي کمانډر اسحاق په نوم يادوي.

پرلت کوونکي وایي د جاني خېلو احتجاج کوونکي د حکومتي جرګو د نمايندګانو نه دا هم غوښتنه کوي چې د امن په خبرو اترو کې دې د حقاني‌‌‌‌‌‌ ډلې نمايندګان هم شريک کړل شي خو حکومت په دې اړه څه سپيناوی نه دی کړی.

د جاني خېل د اوږدېدونکي احتجاج په اړه چې مې د پي ټي ايم کارمن او د بې درکه پښتنو او ماينونو په اړه د کار کوونکي عالمزيب مسید نه پوښتنه وکړه چې دا پرلت ولې اوږد شو؟

نو هغه ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي "تر 300 پورې خلک يواځې په جاني خېل کې بې درکه دي، هدفي وژنې د کلونو راهیسې روانې دي. تازه پېښه يې د څلورو هلکانو وه چې احتجاج پرې پيل شو او حکومت ورسره غوښتنې ومنلې خو عملي ځکه نهشوې چې دا د رياست کار دی او حکومت رياست نه دی. ځکه هم حکومتي نمايندګان چې څوک خبرو ته راځي کاميابي نه مومي".

ښاغلی عالمزيب زياتوي د څلورمې لا دوشنبې په ورځ د سرکاري چارواکو او د احتجاج کوونکو په غونډه کې د ضلعي انتظاميې يو چارواکي وويل "که دا غوښتنې مونږ ومنو نو دا به په پښتونخوا کې يو روايت جوړ شي".

کله چې د کوټې د شعيه مسلک منونکي هزاګان په کال 2018 او کال 2021 کې ترهګرو په نخښه کړل او په سلګونو خلک يې ووژل او ژوبل کړل اوپه غبرګون کې يې د مړو نه ښخولو سره احتجاج پيل کړو نو د هغوی په غوښتنه د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه احتجاج کوونکو ته کوټې ته لاړو او احتجاجونه يې پرې ختم کړل خو داسې نخښې نښانې لا په جاني خېل کې نه ښکاري چې کوم حکومتي چارواکی ورته د ورتلو نيت لري.

البته چې کله دغه غوښتنه هزاره لږکيو د وزير اعظم عمران خان نه وکړه نو هغه شرط کېښود چې اول دې مړي ښخ کړي هله خبرو اترو ته ورځم او بیا همداسې وشول چې د هغوی د مړیو تر ښخېدو څو ورځې وروسته هغه کوټې ته ورغی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG