لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جاني خېل وايي سبا د جمعې په ورځ اسلام اباد ته د لاريون پرېکړه کوي


 د جاني خېلو پرلت
د جاني خېلو پرلت

د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د 18 ورځو راهسې روان احتجاجي پرلت مشران وايي سبا د جمعې په ورځ (18 جون) قوم پرېکړه کوي چې اسلام اباد ته لاريون پېل کړي.

په جاني خېلو کې په 30 مې يو قومي مشر ملک نصيب خان د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی او بيا جاني خېل قوم د دغه وژنې پرضد د وژل شوي مشر د جسد سره احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (17 جون) د علاقې نه د صوبايي اسمبلی غړی او د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف د حکومت د ټرانسپورټ وزير شاه محمد وزیر په مشرۍ جرګه ورغلې، او پرلت ته په وېنا کې يې ويلي د وزیراعلی په استازيتوب ورغلی دی.

هغه ويلي مني چې د پرلت کوونکو غوښتنې جايزې دي او دغه علاقه شاته پاتې شوې پکار ده چې حکومت ورته غټ پرمختيايي پېکج اعلان کړي.

خو د پرلت مشران وايي دوی د 18 ورځو راهسې په احتجاج ناست دي دوی يواځې يوه غوښتنه کوي چې وزیراعلی د دوی سره کومې ژمنې کړې وې هغه دې پوره شي.

ډاکټر ګل عالم وزير چې د پرلت مشري کوي وايي که د دوی سره په شوو ژمنو عمل شوی نن به دوی په احتجاج نه وو ناست.

هغه وویل سبا د قوم سره په شريکه اسلام اباد ته د لاريون پرېکړه کوي چې د مړو سره اسلام اباد ته لاريون پېل کړي ځکه چې دغلته یې چا غږ وا نه ورېدو.

هغه وويل هدف يې اسلام اباد دی خو که په لار کې ورته چرته هم خنډ جوړ کړی شو هم په هغه ځای به پرلت وهي.

د مظاهرې ګډونوال يو بل تن امان الله جان وزير وايي داسې ښکاري چې حکومت د دوی سره خبرو ته سنجيده نه دی او دوی اوس پلان جوړوي چې اسلام اباد ته به څنګه لاړ شي.

هغه وويل دوی امن او د وزيراعلی لخوا د دوی سره شوې ژمنې پوره کېدل غواړي.

د جاني خېلو د پرلت په اړه پوښتنو ته د صوبې حکومت او ځايي انتظاميه کوم ځواب نه وايي، خو ځينې امنيتي چارواکي وايي د جاني خېلو سره شوې وعدې پوره کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG