لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن: امریکا به د افغانستان په اړوند د پاکستان سره اړيکو ته ډېر زر بيا کتنه وکړي


امریکا ویلي په راتلونکو اوونيو کې د پاکستان سره خپلو اړيکو ته بيا کتنه کوي او واشنګټن د افغانستان د راتلونکې په اړوند خپله تګلاره جوړوي.

د رویټرز ترمخه د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن په کانګرس کې د استازو د اېوان د بهرنيو چارو د کمېټۍ غړو ته په ښکاره اورېدنه کې ويلي، چې امریکا د پاکستان سره يو شمېر ګټې لري چې ځینې د امریکا په ګټه او ځينې ورسره په ټکر کې دي.

هغه ویلي "په دې کې يوه دا چې (پاکستان) د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل داوونه پرله پسې دوامداره ساتي، بله دا چې د طالبانو غړو ته پناه ورکوي او يوه دا چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په ځينو ځايونو کې زمونږ (امریکا) مرسته هم کړې ده".

په اورېدنه کې قانون جوړونکو استازو دا غوښتنه هم کړې ده چې دا وخت دی چې امریکا د پاکستان سره اړيکو ته بيا کتنه وکړي، بلینکن ویلي انتظاميه به يې ډېر زر دا کار وکړي.

بلینکن ويلي، "د نورو خبرو سره يوه دا هم ده چې په راتلونکو ورځو او اوونيو کې دې ته کتنه وکړي، چې پاکستان په تيرو شلو کلونو کې کوم رول ترسره کړی او دوی (امریکا) دې ته هم کتنه کوي چې په راتلونکو کلونو کې څه کولی شي".

بلینکن دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اګست په 15 طالبانو افغانستان نيولی او امریکې په افغانستان کې د شلو کالو جګړه پای ته رسولې ده.

پاکستان د امریکې تازه څرګندونو ته سمدستي کوم غبرګون نه دی ويلي خو له دې وړاندې يې تل دغه دريځ تکرار کړی چې طالبان يې د امریکې سره خبرو ته کښېنولي او په افغانستان کې امن غواړي.

امریکې او افغانستان تل په پاکستان تورونه لګولي چې د امریکا په ملاتړ د افغانستان د حکومت پرضد د طالبانو ملاتړ يې کړی دی.

خو اسلام اباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان پرله پسې دغه دريځ تکراروي چې په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.

خو د طالبانو لخوا د لنډ مهاله کابينې د اعلانولو نه وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض حميد په څلورم ستمبر د کابل سفر کړی وو.

د افغانستان خبري رسنيو ویلي وو، د کابل په سفر کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ایي اېس ایي مشر د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې وې.

جنرل فېض حميد چې په کابل د طالبانو د قبضې وروسته په وړومبي ځل د یو لوړپوړي نظامي پلاوي‌ په مشرۍ کابل ته رسیدلی، دغلته یې خبریالانو ته یوازې دومره ویلي وو چې "د پریشانۍ هیڅ خبره نشته هر څه به ټيک وي".

او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جنرل فېض د کابل د سفر په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو،

"د پاکستان امنيتي کسان کابل ته راغلي وو يو هېت يې راغلی وو خپلې هغه اندېښنې يې زمونږ سره شريکې کړې چې دوی يې په دروازو (چمن او تورخم) کې لري څو مسلې يې یادولې، يو دا چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې زندانونو خلاص شوي دي د دوی د تشوېش (اندېښنې) وړ خلک د زندانونو نه باندې راوتلي دي نو هغه د پاکستان خاورې ته زیان رسوي نو په دې خاطر دوی دروازه تړلې ده او طالبانو ورته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کاريږي".

په 15 اګست چې طالبانو کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولې په 17 اګست د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسلیمولو فېصله به د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG