لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن د پولې پرانستو په سر خبرې روانې شوي


د افغانستان سره د چمن د پولې پرانستو په سر خبرو دپاره د بلوچستان حکومت يوه کميټې د چمن پولې ته رسېدلې او سرچيني وايي دغه کميټي به د افغان طالبانو د چارواکو سره خبرې کوي.

د پولې پرانستو د خبرو دپاره جوړې کمېټۍ نزدې سرچینو وي او اې ډیوه ته تایيد کړې چې د افغان طالب چارواکو سره یې خبرې پېل شوي دي.

په ياده کمېټۍ کې اډيشنل چيف سېکتر بلوچستان ارشد مجید او نور لوړ رتبه چارواکو سره په پوله امنیتي چارواکي هم شامل دي.

دا کميټي په داسې حال کې د چمن پولې ته رسېدلې چې د چمن د سوداګرو اتحاديې د صوبايي حکومت د اړونده چارواکو سره ليدلي او د چمن د پولې پرانستو په اړه ورسره غږيدلي دي.

د چمن مرستيال کمشنر جمعه داد خان مندوخېل درې ورځې وړاندې ويلي وو د پولې پرانستلو دپاره د پاکستان د لوري يوه کميټي جوړه شوي او هغه به د افغان طالبانو د چارواکو په دغه اړوند خبرې کوي.

د چمن د سوداګرو د اتحاديې پخوانی مشر جلات خان وايي دغه پوله د افغانستان د لوري تړل شوې ځکه دوی په پوله دوه اړخيزه جوړ چېمبر کې افغان سوداګرو ته ويلي د طالب چارواکو سره په دغه اړه خبرې وشي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د بلوچستان صوبې د چیف سيکرټري سره یې هم خبرې شوي او هغه ورته باور ورکړی چې دوی به هڅه کوي چې د طالب چارواکو سره دغه مسله شريکه کړې او نوموړی هم تاييدوي چې نن د شورو/چهارشنبې په ورځ 20 اکتوبر کميټي چمن ته رسېدلې او خبرې روانې شوي دي.

هغه وويل پوله چې د طالبانو د اعلان وروسته تړل شوې، هر ډول تګ راتګ پرې بند دی، د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته سوداګرو ته د پولې د بندېز له امله غټ تاوان اوړي، او عام خلک هم د سختو ستونزو سره مخ دي.

په پينځم اکتوبر په کندهار کې د طالبانو والي په يوه اعلاميه کې تور لګولی وو چې د چمن په پوله د پاکستان سره د تګ راتګ په وخت پاکستاني چارواکي افغانان ځوري، ځکه دوی دغه پوله تړي. خو په چمن کې پاکستاني چارواکو دغه تور رد کړی او ویلي يې وو په پوله څوک نه ځوروي او چې څوک قانوني اسناد لري هغوی ته د تګ راتګ اجازه ورکول کيږي.

د طالبانو د کندهار د والي دفتر ويلي وو، د سپين بولدک په پوله پاکستاني چارواکو افغانانو، تجارانو او مريضانو ته زياتې ستونزې جوړې کړي دوی د پاکستان سره د ستونزو هوارولو مسله شريکه کړې خو پاکستان یې دغه ستونزه نه ده هواره کړې ځکه دوی د ستونزو د هوارولو پورې پوله تړي.

د چمن د پولې د بندېز له امله دواړو غاړو ته د سلګونو په شمېره کې خلک بند پاتې دي چې زياتره پکې افغانان دي.

په چمن کې دې لوري (پاکستان) کې بند پاتې افغانانو نن احتجاجي مظاهره کړې او د پولې پرانستو غوښتنه يې کوله، خو دوی ته ځايي چارواکو باور ورکړی چې د پولې پرانستو په اړه خبرې پېل کړی شوي او زر به دغه پوله خلاصه شي، له دغې وروسته بيا احتجاج ختم کړی شوی دی.

د چمن د پولې د بندېز سره د قمر دين کاريز پوله هم تړل شوې او له دغې درې میاشتې وړاندې بله د بادينۍ شين بند هم تړل شوې وه او د دغو پولو دواړو غاړو ته پراته خلک هم غوښتنه کوي چې د قمر دين او بادینۍ پولې دې هم پرانستل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG