لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي:که پاکستان يواځې د طالبانو حکومت په رسميت پېژني، دا به د طالبانو په ګټه نه وي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي، که پاکستان په یواځې توګه د طالبانو حکومت په رسميت پېژني، دا به د طالبانو په ګټه نه وي.

قرېشي پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (21 اکتوبر) د لوړ پوړي پلاوي سره چې پکې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حميد هم شامل وو، د کابل سفر کړی دی. د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته قرېشي د لوړ پوړي پلاوي سره د کابل لومړی سفر کړی دی.

بيرته اسلام اباد ته په واپسۍ خبري غونډې ته د کابل د سفر او طالب واکمنو سره د ليدنې په اړه ميډیا سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندنې په قرېشي وويل،

"د پاکستان په يواځې توګه مخ په وړاندې تګ به د طالبانو په ګټه نه وي، پاکستان د هغو دپاره نرمه رويه لري پاکستانی اولس د هغو مرسته کول غواړي، خو د پاکستان مرسته به هغه وخت د هغو دپاره ګټه وره وي چې نور ورسره ملګري وي ځکه مونږ د سيمه ييزه رابطو هڅه کړې ده او د نړيوالو رابطو دپاره ورله هڅې کوو".

هغه وويل "د طالبانو حکومت تراوسه چا هم په رسميت نه دی پېژندلی، د هغو (طالبانو) خواهش دی چې د هغوی په رسميت پېژندنه وشي او هغه (قرېشي) ورته د يو ګاونډي او يو خواخوږي په توګه هغه خبرې په ګوته کړې چې د هغو د رسميت په پېژنه کې مرستندويه ګرځېدی شي، هغه خبرې چې نړيوال د طالبانو نه کومې تمې لري لکه د ټولشموله حکومت، حقونو او جينکو تعلیم، او ورسره ترهګرو ته د پناه نه ورکولو په اړوند که هغه ګامونه پورته کړي او پرمختګ وکړي نو هغه به د اسانۍ سره مخ شي".

قرېشي وويل په کابل کې يې د طالبانو د موقتي وزیراعظم ملا حسن اخند او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او په ټولو چارو مو ورسره تفصيلي خبرې وشوې، او بيا مې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله او ګلبدين حکمتيار سره په ټيليفون خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، ليدنه په ښه ماحول کې وشوه، د طالبانو واکمن مشران د پاکستان نه خوشاله وو او د کډوالو په ګډون په ټولو چارو يې د پاکستان په مرسته مننه کوله.

هغه وويل په پلاوي کې شامل لوړ پوړو چاوراکو يې د اړونده طالب واکمن مشرانو سره ليدنې وکړې، د ويزې، تجارت او پولې په تړاو بحثونه شوي او پاکستاني لوري ورسره هم خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

د قرېشي په وېنا دغه ليدنه مخ په وړاندې بوتلو په لړ کې به په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د حکومت يو پلاوی د اسلام اباد سفر کوي چې دغه عمل مخ په وړاندې ترسره شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي شريکه ويډيو د طالبانو د اطلاعاتو سرپرست ذبيح الله مجاهد په ټويټر خپره کړې، چې پکې مقتي وايي د پاکستاني پلاوي سره یې په ټولو موضوعاتو، د تجارت، پولو، په پوله د تګ راتګ په اړه ښې خبرې وشوې.

هغه وویل دوی تمه لري چې دغه ټولې مسلې به هوارې شي پاکستاني پلاوي سره د مسلو په هوارولو کې وعدې وکړې.

قرېشي خبری غونډې ته په وېنا کې وویل د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حميد د طالبانو د اړونده چارواکو سره ليدلي او د امنيت په اړوند يې ورسره خبرې شوي دي.

هغه وويل، په ليدنه کې د طالبانو سره د ټي ټي پي او بي اېل اې په اړه اندېښنې شريکې کړی شوي، او "هغو (طالبانو) ورته وويل چې د هغو په موجودګۍ کې پاکستان له دا وهم نه دی پکار، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد وکاريږي، هغه که ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) وي، او که بي اېل اې (بلوچ لبرېشن ارمي) وي".

په پاکستان کې په وروستيو کې د ټي ټي پي د بريدونو د سېوا کېدو پوښتنې ته په ځواب کې قرېشي وويل، "د تحریک طالبان چې حکومت اقدامات دي او پاکستان محسوس کړې ده چې د هغو بريدونه سېوا شوي دي، دغه مسله يې د طالب مشرانو سره شريکه کړې ده، په دغه خبره طالبان پاکستان ته باور ورکړی دی چې په دغه اړوند په نزدې راتلونکې کې پرمختګ هم وشي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د طالب واکمنو د دوی سره د شوو خبرو په اړه وويل، "افغان حکومت يو اعتراض لرو د ګېټ پاس، نو هغه (قرېشي) ورته وويل چې پاکستان دغه مسله هواره کړې، بل اعتراض هغو لرو چې په پوله ناروغان مسله لري نو هغه ورته باور ورکړو چې ناروغانو ته به په پوله راتګ ويزه ورکولی شي، د پي سي ار ضرورت ختم کړی شو، او د 31 دسمبر پورې به په انلاين ويزه مصرف نه وي".

هغه وويل په کابل کې يې خپلې سفارتخانې ته اختيار ورکړی چې افغان سوداګرو ته د پينځه کالو دپاره ويزه ورکولی شي.

قرېشي زياته کړه، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان مېوې او تازه سبزيانې به بې د ټېکس د ډيوټۍ پاکستان ته راستولی شي.

هغه دا وويل د افغانستان سره په پښو د تلو لارې به اول اته ساعته پرانستې وې، اوس فېصله شوې چې دغه پولې به اوس 12 ساعته پرانستې وي، دغه رنګ د سوداګرۍ لارې به 24 ساعته پرانستې وي او د تورخم او چمن سره د غلام خان او خرلاچي په پولو کار روان دی، هغه به هم زر پرانستل شي.

شاه محمود قرېشي وويل، پاکستان به افغانستان ته د پينځه اربه روپو توکيو مرستې ورکوي کومو ته چې هغوی اړتيا لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG