لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه د صدر او وزیراعظم سره د مخه ښې ليدنې کړي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د صدر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف سره د مخه ښې ليدنې کړي دي، نوموړی نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [29 نومبر] ريټايرډ کيږي.

هم نن به نوی پوځي مشر جنرل عاصم منير د پوځ واګې سمبالوي.

جنرل باجوه شپږ کاله د پاکستان د پوځ مشري وکړه. هغه په کال 2016 کې د پاکستان مخکني وزيراعظم نواز شريف د پوځ مشر ګمارلی وو او د درې کاله د پوځي مشر په حېث مودې پوره کېدو يې د ملازمت موده نوره درې کاله غځول شوې وه.

د پاکستان صدارتي ماڼۍ ویلي جنرل باجوه پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د صدر علوي سره ليدلي او نوموړي صدر يې د خدماتو ستاينه کړې ده.

د پوځ تلونکي مشر هم پرون د وزیراعظم شهباز شريف سره ليدلي دي.

ښاغلي شريف هم جنرل باجوه ستايلی چې د ملک دپاره يې خدمات ترسره کړي، د اېف اې ټي اېف د خړ لسټ نه په ويستو کې کردار، سېلابونو کې د مرستو او ترهګرۍ د نوغي ويستل د هغه په مشرۍ کې شوي دي.

جنرل باجوه په داسې حال کې ريټايرډ کيږي چې د نوي پوځي مشر ټاکل کېدو سره د پوځ دوو لوړ رتبه مشرانو یا جنرالانو لفټیننټ جنرال فیض حمید او لفټیننټ جنرل اظهر عباس د پوځ نه د وتلو يا ريټايرمنټ اخستو پرېکړه کړې ده.

خو پوځ د دغو دواړو افسرانو په اړوند په رسمي ډول څه نه دي ویلي. ياد دواړه جرنېلان هم په هغو کې شامل وو چې نومونه يې د پوځي مشر ګمارل کېدو دپاره ورکړل شوي وو.

جنرل باجوه په داسې حال کې د پوځ مشري پرېږدي چې تحریک طالبان پاکستان پرون د ګل/دوشنبې په ورځ [28 نومبر] د ډز بندۍ ختمولو ويلي دي دغه ډز بندي د مې په مياشت کې شوې وه.

او درې ورځې وړاندې د مخکني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لاريون ختم شوی دی.

مخکني وزيراعظم نواز شريف د اوسني حکومت اتحاد [پي ډي اېم] چې په اپوزيشن کې وو په جنرل باجوه نېغې نیوکې کړې وې چې نواز شريف يې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی او عمران خان د هغه په مشرۍ کې وزیراعظم جوړ کړی شوی وو.

اوس تحریک انصاف ګوند چې د حکومت په مخالفت کې دی په جنرل باجوه نيوکې کوي چې د هغه په مشرۍ کې پوځي افسران د تحريک انصاف ګوند ځينې غړي ځوري او عمران خان په پوځي چارواکو تور لګولی وو او د مقدمې جوړولو يې پرې ویلي چې په هغه د ډزو مقدمه دې د دوی پرضد جوړه شي.

جنرل باجوه په 23 نومبر خپله وروستۍ وينا کې منلې چې پوځ د تيرو 70 کالو نه په سياست کې مداخلت کړی خو نوموړي ويلي اوس پوځ پرېکړه کړې چې نور به ځان د سياست نه په ډډه ساتي.

په پاکستان کې د جنرل باجوه وروستۍ وينا ستايل شوې خو ځينو ويلي د جنرل باجوه دغه وينا هم سياسي بيان وو او ورسره ویل کيږي چې دا به د وخت سره معلومه شي، چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي که د دغه کار نه لاس اخلي.

په وروستيو کې د فېکټ فوکس نومې خبري ويب پاڼې يو رپورټ خپور کړی وو چې د جنرل باجوه په شپږ کلنۍ موده کې چې د پوځ مشر پاتې شوی هغه او کورنۍ يې د اربونو روپو شتمنۍ ترلاسه کړي دي.

خو پوځ بيا ياد رپورټ ته ګمراه کن ويلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG