لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره د نړۍ د 10 نیم ارب ډالرو مرستې، څېړونکي وایي د اقتصادي سقوط خطره یې په شا شوې ده


د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره په جينوا کې د جوړ شوي نړيوال کانفرنس په مهال نړيوالو ادارو او هېوادونو پاکستان ته د10 اربو57 ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړي چې پکې 4.2 اربه ډالره د اسلامي پرمختيایي بانک او دوه اربه ډالره دنړيوال بانک هم شامل دي.

وزيراعظم شهباز شريف وایي جنيوا کانفرنس کې دغه مرستې ترلاسه کول له غیبي امداد څخه کم نه دي، پاکستان ته دومره زيات رقم ترلاسه کول په اوسني ائتلافي حکومت د نړۍ لخوا دباور څرګندونه ده۔

امریکایې نشریاتي اداره بلوم برګ په خپل یو رپوړټ کی وایي د راتلونکو شپږو میاشتو دپاره د پاکستان د معیشت د دیوالیه کیدو خطر کم شوی او امکان لري چې پاکستان ته د نړیوالو مالیاتي ادارو څخه مالي مرستې ترلاسه شي خو د کال 2023او 24 دپاره به د پاکستان مالي مشکلات نور هم زیات وي.

دپاکستان د خزانې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل ویلي د جينوا په کانفرنس کې له تمې څخه زياتې مرستې ترلاسه شوې، چې د نړیوال مالیاتي فنډ ايي ایم ایف سره به د خبرو اترو زمينه برابره کړي.

خو نوموړي رسنیو ته ویلي د پاکستان اقتصادې حالات ښايي له جون وروسته به هیواد یو ځل بيا نړیوال مالیاتې فنډ ته لاړ شي.

نړیواله نشریاتي اداره بلوم برګ وایي پاکستان اقتصادي مشکلات لري خو د راتلونکي جون کال 2023م پورې یې د دیوالیه کیدو خطر کم شوی دی.

دپیښور پوهنتون د اقتصاد د ځانګې پروفیسر ذلاکت خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي، که چرې دغه د لسو اربو ډالرو څخه زیاتې پیسې پاکستان ته راشي نو پر بیاودانۍ او دانفراسټرکچر په بحالۍ به مصرفیږي خو له بده مرغه دپاکستان تاریخ په دغه رقم معاملو کې ښه نه دی پاته شوی.

هغه وایي کستان ته چې کله هم د قدرتي افاتو د ځپلو د بحالۍ د پاره پنګې ورکړل شوي نو هغه تر ډير حده د بحالۍ په کارونو کې هغه شان نه دي کارول شوې څنګه چې پکار وي اؤ هم له دې امله اوس هم د نړۍ ډیر هیوادونه دمرستو کولو څخه ډډه کوي.

هغه زیاتوي" که چرې د اقتصاد بحالي غواړو نو ترټولو وړاندې سیاسې استحکام او امنیت اړخ ته به پام راګرځول وې او ددې سره به په هیواد کې دننه خپله سرمایه کاري کول وې چې نړیوالو سرمایه کارو ته باور ورکړی شي. او د دې ترځنګ د اقتصاد د اوږدې مودې د بحالۍ د پاره به د وارداتو کمولو او صادراتو زیاتولو اړخ ته پام راګرځول وي"

د پاکستان دخزانې وزارت له مخې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار پرون په جنيوا كښې د پاكستان په اړه د نړيوال ماحولیاتي كانفرنس په څنډه كې د ایي اېم اېف د مشن د مشر ناتن پورټر سره خبرې وكړې خو په دې اړه د دواړو اړخونو له اړخه څه بیان مخې ته نه دی راغلی.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان سره د ایي ایم ایف نهمه کتنه د اکتوبر په میاشت کېدونکې وه، خو دا خبرې د اسلام اباد او ایي ایم ایف ترمنځ د تبادلې د نرخ د پالیسیو، پر وارداتو د محدودیتونو، د اضافي مالیې د لګولو د شرطونو او اختلافاتو له امله په ټپه ولاړې دي.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په دې ورستیو کې پخپله د بهرنیو اسعارو د ذخیرې زياتولو لپاره دوستو هېوادونو ته د قيمتي اثاثو په مستقيمه توګه د خرڅولو په منصوبه هم خبرې کړي دي خو تر اوسه په دې اړه کومه حتمي فيصله نه ده شوې.

دبلوم برګ په رپورټ کې ویل شوي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پروګرام د پاکستان دپاره ډیر مهم دی او پاکستان ته به د دوستو هیوادونو او نړیوال بینک څخه 6.7اربه ډالره پورونه هم ترلاسه کول وي.

اقتصاد پوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي راتلونکی کال 2023-24 به هم دپاکستان دپاره سخت کال وي.

"د ایي ایم ایف دا پروګرام به پوره شي او بل پروګرام ته به حکومت ځي،سخت به داسې وي چې انتخابات به کیږي او په هغې خرڅونه راځي او د راتلونکو ټول ټاکنو دپاره به حکومت د پرمختیا کارونه اعلانوي او رعایتونه به هم ورکوي او حکومتي قرضې اوس وغځولی شي، نوی حکومت به هغه قرضې واپس کوي او بیا د ایې ایم ایف شرطونه به هم سخت وی ځکه چې د حکومت له خوا د بجلۍ ، ګیس او ټيکسونو په مد کې څه هم اصلاحات نه دي شوي"

د پاکستان دخزانې وزارت روان مالي کال 2022-23 کې ویلي وو حکومت ته مجموعي 23 اربه ډالره قرضې او واجبات بېرته ستنول دي‌.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت هیله درلوده چې پاکستان ته به 37 اربه ډالره پورونه ترلاسه شي خو په هغې کې کمی راغلی دی.

وزارت وایي د تېر کال 6 میاشتو کې 7 اربه روپۍ پورونه ستانه کړل شوي او د 4 اربه روپو د پورونو موده غځول شوې او اوس په دی روان کال کې پاکستان ته 12 اربه ډالره قرضه ستنول دي چې دې کې 4.5 اربه ډالره کاروباري قرضې دي او حکومت هڅې کوي چې په دې 12 اربو ډالرو کې د 8 اربو ډالرو دپورونو ستنولو نیټه وغځوي ځکه چې پاکستان سره یوازې د4.5 اربو ډالرو دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره په لاس کې ده .

د اقتصاد ماهر محمد فهیم وی او ای ډیوه ته وایي پاکستان به ضرور ایي ایم ایف ته ځي ځکه چې د پاکستان اقتصادي مشکلات زیات دي او د توانایۍ د بحران له وجې هم د پاکستان اقتصادي پرمختیا متاثره کیږي.

"دا وخت د قرضو په ذریعه مونږه د لنډې مودې د مشکلاتو حل لټوؤ د بلوم برګ د رپوړټ مطابق مونږ ته اوس 6 میاشتو دپاره وخت ترلاسه شو ،د دیوالیه کیدو خطر نشته خو پاکستان پلان لري چې برآمدات زیات کړي او مشکلات کم شي او دې دپاره کارخانې چلول غواړي او هغې دپاره په ملک کې بجلی او ګیس نشته"

دبلوم برګ د رپوړټ مطابق پاکستان ته په راتلونکي کال 2024م کې د غیر ملکي اداییګو ستونزه راتلی شي او پاکستان ته به ددې دپاره نزدې 15 اربه ډالره ضرورت وی .

په رپوړټ کې ویل شوي چی د سیلابونو د نقصان له وجې امکان لري ایې ایم ایف پاکستان ته پاتې 2.6 اربه ډالره ورکړي.

وزیر اعظم شهباز شریف تیره ورځ د مالیاتي ادارې څخه غوښتي وؤ چې پاکستان ته په مالیاتي اصلاحاتو کې نرمي وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG