لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو د پاکستان لخوا افغانستان کې د ټي ټي پي پرضد د نېغ په نېغه عملیاتو احتمال رد کړی


دپاکستان خارجه وزير بلاول بوټو افغانستان کې د لا قانونه وسله والې ډلې ټي ټي پي په ضد نيغ په نيغه دعمليات امکان رد کړى خو هغه وړانديز کړى که د افغان طالبان حکومت وغواړي نو پاکستان په دې اړه د ګډو عمليات لپاره مرستې کولى شي.

څيړونکي وايي افغانستان کې دټي ټي پي پرضد دګډو عملیاتو امکان ځکه ډير کم دى چې په کابل قابض افغان طالبان د لا قانونه تحريک طالبان پاکستان سره خواخوږي لري او نه غواړي چې ټي ټي پي ته زيان ورسي.

د سویټزرلينډ ښار ډيوس کې دنړيوال اقتصادي فورم غونډه کې دګډون په وخت امريکني اخبار واشنګټن پوسټ سره مرکه کې خارجه وزير بلاول بوټو ويلي د پاکستان نوى پوځي او سياسي قيادت داسې ترهګرو ډلو سره دخبرو اترو پلوی نه دب چې ملکي قانون او دستور نه مني.

هغه تکرار کړې چې دپخواني وزير اعظم عمران خان حکومت د طالبانو سره نرم چلند ساتلو او تر دې چې د لا فانونه ټي ټي پې قيديان ېې هم خوشې کړي وؤ چې له امله یې د بلاول په خبره طالبان يو ځل بيا پیاوړي شوي دي.

وړاندې نه تحريک انصاف ګوند د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کې د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو نه کولو په پريکړه نيوکې کوي .

د ګوند د وياند فواد چوهدري په خبره داسې ښکاري چې د پاکسنان حکومت خپلو تيروتنو نه زده کړه نه ده کړې اوبيا د طاقت لاره خپلول غواړي کومه چې د فواد چوهدري په خبره نه مخکې او نه راتلونکې کې ګټوره ثابيتيداى شي.

واشنګټن پوسټ سره خبرو کې بلاول بوټو افغانستان کې دلاقانونه وسله والې ټي ټي پي په ضد د عملياتو امکان رد کړى خو هغه وړانديز کړى که افغان طالبان حکومت وغواړي نو پاکستان په دې اړه مرستې کولى شي.

خو د دفاعي چارو څيړونکى ډاکټر حسن عسکري دداسى عملياتو امکان ډير کم ويني.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل کابل باندې قابض افغان طالبان د لاقانونه ډلې ټي ټي پي سره همدردي لري او دوي ته ته ېې پناه ورکړې ده نو څنګه افغان طالبان د ټي ټي پي په ضد کاروايي کولی ياددې برخه جوړيداى شي.

نوموړي وويل کابل باندې قابض افغان طالبان که ډير څه وکړي نو ټي ټي پي دپاکستان سره خبرو اترو ته کښېنولی شي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې دترهګرۍ پېښو کې د راغلى زياتوالي او فغانستان سره د اړيکو په هکله شوې د قامي سلامتيا کمیټۍ له غونډى وروسته د کورنيو چارو مرکز ي وزير رانا ثنالله افغانستان کې د ټي ټي پي په ضد دنيغ په نيغه عملياتو خبردارى ورکړى و او دې ته غبرګون کې دافغان طالبانو وياند ذبيع الله مجاهد دغه بيان غير ذمه ورانه ګرځولى و زياته کړې یې وه د نړۍ بل کوم هيواد په افغانستان حمله نه شي کولى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG