لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخکینی افغان پوځي له برازیله امریکې ته تر کړاوجن سفر وروسته پر پوله نیول شوی خو هغه پناه غواړي


د افغان پوځي عبدالواسع ساپي ورور سمیع الله ساپی اسوسیېټیډ پریس ته د خپل ورور عکسونه ښکاره کوي.
د افغان پوځي عبدالواسع ساپي ورور سمیع الله ساپی اسوسیېټیډ پریس ته د خپل ورور عکسونه ښکاره کوي.

واشنګټن ــــــ په امریکا کې پناه غوښتونکی یو افغان پوځي امریکې ته د مځکې له لارې د اوښتو په وخت د مېکسیکو پر پوله نیول شوی او اوس د ټیکساس ایالت په هغه زندان کې بندي دی چې بهرني کډوال پکې ساتل شوي دي.

د عبدالواسع ساپي په نوم دغه 27 کلن افغان پوځي د افغانستان په مخکینیو ملي امنیتي ځواکونو کې وو او د هغه د ورور 29 کلن سمیع الله ساپي په وینا هغه "د افغان ملي امنیتي ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرو په اړه امریکایي ځواکونو ته معلومات ورکول".

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تېر کال هغه څه موده پټ وو او بیا د وطن پرېښوولو ته ځکه اړ شوی وو چې د رپوټونو له مخې طالبانو له امریکايي ځواکونو سره مرسته کوونکي په نخښه کول او ده هم وېره لرله چې و به وژل شي.

ساپی امریکې ته تر سفر کولو مخکې برازیل ته په ویزه تللی وو او له هغه ځایه یې په میاشتو میاشتو د مېکسیکو او امریکې تر منځ پولې ته په ځنګلونو، سیندونو او نورو سختو لارو په پښو سفر کړی وو.

دې افغان پوځي د سفر په وخت خپل هغه اسناد هم په احتیاط خوندي کړي وو چې د افغان ځواکونو د غړي په توګه یې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه، ځکه چې هیله یې درلوده د دغو اسنادو په بنیاد به په امریکا کې د پناه غوښتنه وکړي.

خو د تېر کال په ستمبر میاشت کې د ټیکساس «ایګل پاس» ښار ته نیژدې د امریکې او مکسیکو تر پولې په غیرقانوني توګه له را تېریدو وروسته فیډرل امیګرېشن نیولی وو.

واسع ساپی دا مهال د ټیکساس په ایډن ښار کې په یوه بندیخانه کې بندي دی او ویره لري چې د پناه غوښتنه به یې رد شي.

سمیع الله ساپی د خپل ورور د کړاوجن سفر په اړه د خبرو په وخت ژړغونی شو.
سمیع الله ساپی د خپل ورور د کړاوجن سفر په اړه د خبرو په وخت ژړغونی شو.

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د عبدالواسع ساپي ورور، وکیلان، پوځي تنظیمونه او د پارلماني غړو یوه ډله چې د هغه د خوشې کولو لپاره کار کوي وايي، له دې مقدمې دا په ډاګه کېږي چې د امریکایي پوځ وتلو څنګه هغه افغانان زیانمن کړي چې له امریکا سره یې مرسته کړې خو تر شا پرېښوول شوي دي.

د هغه ورور سمیع الله ساپی وایي کله چې یې ورور ته د برازیل ویزه ورکړل شوه د ده وروستی مقصد او ارمان دا وو چې د ورور ژوند به یې وژغورل شي خو وایي کله چې يې په برازيل کې د نورو افغانانو حال ورته بيان کړ، ده ورته وویل چې باید له هغه ځایه ژر کوم خوندي ځای ته لاړ شي:

"هغه د خپلو اسنادو د راټولولو، له ځانه سره د ګرځولو او [د امریکې] سوېلي پولو ته وړلو لپاره هر څه په دې هيله وکړل، چې کله د پولې چارواکي دغه اسناد وګوري ده ته به ښه راغلاست وایي، نه دا چې په بل زندان کې واچول شي".

سمیع ساپی وایي ورور یې له هغه وخته چې په بند کې دی ناهیله شوی دی او وایي هغه اسناد نور ورته ارزښت نه لري چې فکر کوي دی به وژغوري.

اسوسیېټیډ پریس وایي‌ که دغه افغان پوځي‌ بیرته افغانستان ته ولېږل شي، کېدای شي طالبان یې و وژني. د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د تېر افغان حکومت تر 100 ډېر چارواکي او پوځیان وژل شوي دي.

د عبدالواسع ساپي یو وکیل جینیفر سروینټس وایي، "دا په ریښتیا شرم دی، موږ له خلکو سره داسې چلند کړی چې زموږ د هیواد په ساتنه کې یې مرسته کړې ده."

سمیع الله ساپی امریکا ته د خپل ورور د سفر په اړه خبرې کوي
سمیع الله ساپی امریکا ته د خپل ورور د سفر په اړه خبرې کوي

د عبدالواسع ساپي ورور سمیع الله ساپي په 2010م کال کې د امریکې له پوځ سره د ژباړونکي په توګه کار پیل کړی وو او په هغه بنیاد د امریکې د حکومت له خوا د کډوالو په ځانګړې ویزه ایس ای وي باندې په 2015 کې هاسټن ته راغلی وو، خو عبدالواسع ته دا ویزه ځکه نه وه ورکړل شوې چې هغه مخامخ له امریکایي ځواکونو سره کار نه وو کړی.

عبدالواسع ساپي د 2022م کال په دوبي کې له برازیله امریکې ته خپل سفر پیل کړی وو او کله چې د کولمبیا او پاناما تر منځ له یو لوی سینده را تېرېده د خپلو اسنادو بسته یې پر خپل سر پورته نیولې وه چې هسې نه لنده شي.

ورور یې سمیع ساپی وایي کله چې د ګواټیمالا پولیس افسرانو هغه درولی وو، نو له هغه یې بسته اخیستې وه او تر هغه یې وخته یې وهلی وو چې بیرته یې د خپلو اسنادو بېګ بیرته ځنې اخیستی وو.

د عبدالواسع ساپي یو بل وکیل زکري فرټیټا وایي‌ د سفر په مهال هغه د وهلو له امله سخت ټپي شوی وو، د مخ غاښونه یې خراب شوي او په ښي غوږ یې اورېدلو ته زیان اوښتی وو. وایي د بند په وخت هم د هغه مناسب علاج نه دی شوی.

د امریکې په کانګرس کې د ډیموکرېټ ګوند غړې او د ټیکساس د خلکو استازې شېلا جیکسن لي تېره اونۍ له ولسمشر جوبایډن څخه په یو خط کې غوښتي چې امریکې ته په غیرقانوني توګه د عبدالواسع ساپي د را اوښتو جرم ور معاف کړي.

په کانګرس کې د ریپبلکن ګوند د ټیکساس غړي ډېن کرینشا، د فلورېډا غړي مایکل والټز او د پخوانیو پوځیانو یا وېټرینز تر 20 زیاتو ډلو هم په داسې وخت د عبدالواسع ساپي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده چې د هغه د پناه درخواست ته بیاکتنه کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG