لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ايي دعوه کړې، فواد چودري پوليسو نيولی دی


Fawwad chaudhry
Fawwad chaudhry

پاکستان تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند دعوه کړې چې د پنجاب پوليسو د ګوند يو مشر او پخوانی وزير فواد چودري د کوره نيولی دی، د پنجاب پوليسو يا حکومت د دغه ګرفتارۍ په اړوند څه نه دي ويلي.

د پي ټي ايي يو بل مشر فرخ حبيب نن سهار په پاو کم شپږ بجې په ټویټر د فواد چودري د نيولو ويلي وو، چې پوليسو فواد چودري د کوره ونيولو، اېمپورټډ حکومت د ويرې ښکار دی.

هغه بيا وروسته نور ټويټونه هم کړي او د ګاډو ويډيو یې خپرې کړي او دعوه یې کړې ده چې فواد چودري په دغو ګاډو کې نامعلومه ځای ته منتقل کړی شوی دی، د پاکستان اعلا عدليه دې د دې نوټس واخلي.

وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ټويټر څخه هم د فواد چودري د نیولو ويل شوي او د چودري ورور هم ویلي چې فواد چودري د کوره نيول شوی دی.

له دې وړاندې د شپې په دوه بجې د پي ټي ايي ګوند د ټويټر څخه ويل شوي وو،

چې حکومت د عمران خان د نيولو هڅې کوي کارکنان دې زمان پارک ته ورسي. د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان کور دی.

فواد چودري د تحریک انصاف په حکومت کې د اطلاعاتو سره په نورو وزارتونو هم پاتې شوی وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په وروستيو کې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د خپلو حکومتونو اسمبليانې ماتې کړي او نګران حکومتونه جوړ کړی شوي دي.

الېکشن کمېشن په پنجاب صوبه کې محسن نقوي وزیراعلا ټاکلی او تحريک انصاف ګوند پرې نيوکې کړي او ويلي يې وو د هغه د ټاکنې پرضد به عدالت ته ځي.

پرون د قومي اسمبلۍ اسپيکر راجه پروير اشرف د تحریک انصاف ګوند د نورو 43 غړو استعفاګانې منظورې کړي چې ورسره د یاد ګوند د 122 غړو د استعفاګانو منظوریدو عمل په رسمي توګه سرته رسېدلی دی.

تير کال د اپريل مياشت کې د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ 135 غړو وروسته له هغې په احتجاجي ډول د قامي اسمبلۍ د غړیتوب نه په ګډه استعفاګانې ورکړې وې چې مخالفو ډلو د هغه وخت وزیراعظم عمران خان د بې باورۍ د تحریک له لارې د خپلې څوکۍ نه لرې کړی وو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG