لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند هايکورټ: "پاکستان نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي"


د پاکستان د سيند صوبې ستر عدالت [هايکورټ] د افغان بشري حقونو د فعالانو او ښځو، ماشومانواو ناروغانو سره د سم چلند کولو په اړه خواست باندې اورېدنه کې ويلي، "پاکستان نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي/ يا پالي".

د پاکستان د سيند صوبې ستر عدالت [هايکورټ] د افغان بشري حقونو د فعالانو او ښځو، ماشومانواو ناروغانو سره د سم چلند کولو په اړه خواست باندې اورېدنه کې ويلي، "پاکستان نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي/ يا پالي".

په کراچۍ کې د افغانانو وکيلې منيزه کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل هغې په لومړۍ فرورۍ د سپريم کورټ د وکيل ساتي محمد اسحاق د لارې سيند هايکورټ ته خواست کړی وو، خو د سيند هايکورټ چيف جسټس احمدعلي شېخ او جسټس يوسف علي سيد چې په دغه خواست نن د جمعې په ورځ [درېمه فرورۍ] اورېدنه وکړه.

چيف جسټس په خپل ريمارکس کې وويل، "پاکستان څه نړيوال يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي".

او ښاغلي اسحاق وي او اې ډیوه ته وويل، "دوی عدالت ته خواست کړی وو چې د افغانستان سره تعلق لرونکو بشري حقونو فعالانو، ماشومانو او ښځو سره دې د پاکستان حکومت سم چلند وکړي، او دوی ته چې بيرته خپل ملک ته په تلو کې د ژوند خطره ده، دلته دې ورته پناه ورکړی شي".

هغه زياته کړه عدالت د دوی د خواست اورېدنې په ځای وويل، چې "پاکستان نړیواله يتيم خانه خو نه ده چې هر چاته ځای ورکړي".

د ساتي اسحاق په وينا دوی عدالت ته وويل، "پاکستان د افغان کډوالو په سر د نړۍ نه مرستې اخلي نو دوی ته دې د پاتې کېدو او اوسېدو اسانتياوې برابر کړي د دغو خلکو په جېل کې اچول د بشري حقونو سرغړونه ده. خو په ځواب کې عدالت د دوی خواست خارج کړو".

پاکستان ته د افغانانو دکډوال لړۍ د اتیایم د لسیزې په لومړیو کلونو کې شورو شوه.

په ډيسمبر کال 1979 کې په افغانستان د روسي ځواکونو د يرغل وروستو پاکستان د لکونو افغانان کډوالو په مخ د ملک پولې پرانستلې. د "رفیوجي سیټیز" یا کډوالو ښارونو نومې کتاب لیکواله ثنا عالیمیه وايي په دې لړ کې ياد هېواد جينېوا کنويشن او نه هم د کډوالو پروټوکول لاسليک کړی و.

بل خوا څېړونکي وايي د افغان کډوالو د پاره د امريکا په گډون نورې غربي او عربي نړۍ څومره مرستې ورکړي دي د دې هيڅ کوم سرکاري اعداد و شمار نه دی ورکړل شوی.

البته افغان او پاکستاني سياستمدار او څېړونکي تور لګوي د افغانستان د جمهوري حکومت په ړنګولو او طالبان واک ته رسولو کې پاکستان لاس لري.

پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د هيڅ يو ګاونډي هېواد په چارو کې لاس وهنه نه کوي.

د امريګا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په پاکستان تور لګولی و چې په افغانستان د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې پاکستان ژمنه کړې وه چې امريکا ملګری دی خو امريکا له دهوکه ورکړې وه او درې بيلين ډالرې يې ترې خوړلي دي.

پاکستان دې ته په ځواب کې خپل سپيناوی کړی وو او ويلي يې و د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې د امريکا ملګرتيا دغه ملک پخپله د ترهګرۍ ښکار کړی او نزدې اتيا زره وګړي يې وژل شوي او بيلينونو ډاار مالي زيان ورته اوړېدلی.

تېره ورځ د ډیوه سره په خبرو کې د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د بانیدنو چارو د کمیټۍ مشر محسن داوړ وویل د وژنو او مالي زيان د 80% نه ډېره برخه پښتونخوا ګاللې ده.

د افغانانو خلاف په کرکجن بحث کې تازه ویناگانې د کراچۍ د یو عدالت جج او د پښتونخوا نه د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان کړي دي چې وايي افغانان په جرمونو کې ککړ دي.

څېړنکار ډاکټر محمد تقي ډيوه ته د برتانوي ليکوالې ثنا عليميه د کتاب ريفيوجيز سيټيز او (څنګه افغانانو د پاکستان ښارونه اباد کړل) په حواله ويلي چې افغانانو محنت مزدوري کړې او د پېښور نه تر کراچۍ يې ښارونه اباد کړي دي او ددغه هیواد د تجارت او ترقۍ کې دی خپله پوره برخه اچولې.

ډاکټر تقي وايي په ځای د دې چې افغانانوته د قدر په سترګه وکتل شي او ستاينه يې وشي د دې برعکس پرې تورونه لګي چې په جرمونو کې ککړ دي.

هغه وايي د شمارو تر مخه په پاکستان کې د اوسېدونکو افغانانو د 80% نه زياته برخه هم په دغه ملک کې پيدا دي.

د کډوالو د ادارې وياند قيصر افريدي ډيوه ته په مرکه کې د دې تورونو ترديد کړی او ويلي يې وو د افغان کډوالو په اړه داسې کوم رپورټونه نشته چې په منظمو جرمونو کې ککړ وي.

منيزه کاکړ وايي، په سيند صوبه کې د تېر کال جولايۍ د میاشتې راهسې د سيند صوبې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د 2000 افغانان نيول شوي چې ښځې، ماشومان او ناروغان پکې هم شامل وو او درې پکې تراوسه پورې مړه شوي دي، دوی عدالت ته خواست کړی وو چې "سياسي پناه غوښتونکي افغانان دې بيرته ونه لېږل شي، ناروغان دې ونه نيول شي او پوليس ته دې لارښوونه ورکړی شي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان دې نه نيس"ي.

هغې وويل، دوی عدالت ته وويل "چې پاکستان ته کوم افغانان راغلي دا د افغانستان د حالاتو نه مجبوره شوي او راغلي دي او د سياسي پناه غوښتونکو د اصولو د لارې دې عدالت فېصله وکړي خو عدالت د دوی خواست خارج کړو".

په کراچۍ کې مېشت افغانان او وکیلان یې تور لګوي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نيول کيږي خو د سيند صوبايي حکومت دغه تور رد کړی او ويلي یې دي چې دوی يواځې هغه خلک نيسي څوک چې په غېر قانونه توګه راځي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په کراچۍ کې کونسل جنرل عبدالجبار وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې د سيند صوبې په جېلونو کې د 1000 پورې افغانان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، بندي دي.

خو بيا په 31 جنورۍ په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، "د سیند ایالت له زندانونو څخه 120 تنه افغانان آزاد شول. همدارنګه 130 تنه نور به په راتلونوکو څو ورځو کې خوشي او خپل هیواد ته ولیږل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG