لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خان کور، قهرجن جنرالان او سیاسي وېشل شوی پاکستان


په لاهور کې زمان پارک چې یو نامي او زرغون پارک و اوس نور هومره تازه نه دی پاتې.‌

په دې پارک کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان کور یوه سیاسي چوڼۍ ګرځېدلې له کومه ځایه چې هغه اوس د حکومت او د هېواد د ځواکمن پوځي اسټبلېشمنټ پرضد جګړه کوي.

په زرګونو مینوال په ۱۹۹۲ کال کې د خان له کوره هغه مهال راتاو شوي وو کله چې هغه د پاکستان لپاره د کرکټ تاریخي نړیوال کپ ګټلی و.

دا هغه وخت و کله چې خان له جمېما ګولډسمېت سره واده وکړ او هغه یې پاکستان ته راوستله. دواړه دلته په کلونو تر هغو ژوند وکړ تر څو چې یې له یوه بله طلاق واخېست.‌

دغه کور ته ډېر کسان هغه وخت ورتلل کله چې خان خیراتي کمپاینونه پیل کړل او د کنسر روغتون یې جوړ کړ او بیا پکې هغه مهال سیاسي کمپاینونه پیل شول کله چې خان سیاسي ګوند پیل کړ او د کرکټ د لوبغاړي نه په یو سیاستوال پکې بدل شو.

خو اوس پرې د امنیتي ځواکونو لخوا د بریدونو هڅې کېږي، په لسګونو پولیسو یې د کور شاخوا حلقې جوړې کړي، ټولې پرتې لارې یې ورته تړلي او د رسنیو موټرې ترې هره ورځ ۲۴ ساعته ژوندۍ خپرونې کوي تر څو ډرامټیکې شیبې ورڅخه خپرې کړي، ځکه خان سره د بیا نیول کېدو وېره ده.

خان د مې په نهمه نېټه د محکمې له دننه څخه د فساد د تورونو له امله د ملیشه ځواک لخوا په ډرامټیک ډول نیول شوی و خو بیا د محکمې په حکم خوشې کړای شو.

د خان د نیول کېدو پر سر د هغه د پلویانو لخوا په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي ډک لاریونونه وشول او د هغه ملاتړي په پوځي ودانیو باندې بریدونو،‌ سوزولو او په لاهور کې د یو لوړ پوړي پوځي قومندان د استوګنې ځای په لوټولو او سوزولو باندې تورن شول.‌

د پاکستان د پوځ قومندان جنرال منیر په پوځي ودانیو باندې وروستي بریدونه د نه زغملو وړ وبلل.

غوصه شوي پوځ او ایتلافي حکومت اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کې تورن کسان به په پوځي محکمو کې محاکمه کړای شي.

په پوځي محکمو کې د ملکیانو محاکمه د نړیوال قانون پرضد کار دی او په دغې پرېکړې باندې په پراخه توګه نیوکې وشوې.

د پاکستان وتلي خبریال او څېړونکي مظهر عباس وايي، "پوځي جنرالان په غوصه دي او خان د خپل سیاسي ژوند تر ټولو سخته جګړه روانه کړې."

خان هغه مهال نور هم مشهور شو کله چې تېر کال له واک څخه لېرې کړای شو.‌

د هغه په لاریونونو کې ګڼه ګوڼه لا نوره هم زیاته شوه که څه هم له پوځ سره یې لانجه په ژورېدو شوه.‌

له پوځ سره د خان لانجه په لومړي ځل هغه وخت ښکاره شوه کله چې هغه مقاومت وښوده او بیا د پوځ مشر جنرال باجوه هڅه وکړه چې د آی اس آی مشر جنرال فیض حمید بدل او پر ځای یې دې مهمې څوکۍ ته یو بل کس راولي.

خان د دغه بدلون مخالفت وکړ او وویل چې د هغه واک دی چې د آی ایس آی نوی مشر وټاکي.

خو په څو میاشتو کې هغه خپله وزیر اعظمي له لاسه ورکړه. د پاکستان په سیاسي تاریخ کې هېڅ ټاکل شوي وزیر اعظم خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړي.‌

واک ته د خان راتلل داسې ګڼل کېدل چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې د پوځ په مرسته واک ترلاسه کړی او په سیاسي ډګر کې داسې ګڼل کېدله چې د خان رژیم له پوځ سره په یوه ډډه دي او سره همغږي دي.

خو کله چې له واک څخه لېرې کړای شو نو خان د پوځ په مشر جنرال باجوه باندې نیوکې وکړې او هغه یې په دې تورن کړ چې د هغه د حکومت د نسکورولو دسیسه یې جوړه کړه خو پوځ دا تور رد کړی دی.‌

خان بیا وروسته د استخباراتي شبکې آی ایس ای یو لوړ پوړی افسر په دې تورن کړ چې د تېر کال په نومبر کې یې د هغه د وژنې کوښښ کړی.

هغه د استخباراتو په افسرانو باندې نیوکې وکړې، او په دې یې تورن کړل چې په ټاکنو کې د درغلیو پلان لري.

په وروستیو کې خان نیغ په نېغه د پوځ په اوسني مشر جنرال عاصم منیر باندې د هغه د نیولو تور ولګوه خو د پوځ لخوا دا تور رد کړای شو.

احساساتي خان له خوشې کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، "دا پوځ و چې زه یې تښتولی وم. د پوځ د مشر له اجازې پرته هېڅ هم نشي پېښېدای. هغه د دغو نیولو امر ورکړی و."

د داسې تورونو او په پوځي ودانیو باندې د ادعاو له مخې د هغه د ملاتړو له بریدونو سره خان اوس له پوځ سره ښکر په ښکر دی.‌

په واشنګټن کې له اټلانټیک کونسل څخه لیکوال او پېژندل شوي کس شوجا نواز وايي، " عمران کوښښ کوي چې له ستنې تار تېر کړي او په دې توګه د پوځ له مشر سره ټکر وکړي."

"خان ښايي په لنډ مهاله کې د جنرال منیر د قوت حساب سم نه وي کړی او په دې کې هم پاتې راغی چې په پوځ کې د خان پلوو عناصرو څخه ګټه ترلاسه کړي."

شجا نواز دلیل وايي، "د پوځ مشر اجازه نه ده ورکړې چې داخلي درزونو څخه عوام خبر شي. د بیلګې په توګه هیڅوک هم نه پوهېږي چې د لاهور د کور کمانډر سره څه وشوله.)د چا کور چې د قهرجنو لاریون کونکو لخوا سوزول شوی دی.("

اوس عمران خان تر سلو زیاتو کېسونو سره مخ دی. له فساده نیولې تر ترهګرۍ، تر سپکاوي او داسې نورو خو هغه وايي، چې دا ټول سیاسي انګېزه لري.

خان ادعا کوي چې تر لسو زرو زیات پلویان یې بندیان شوي او د ګوند جګ پوړي کسان یې نیول شوي دي.‌

د هغه نېږدې همکارانو او د ګوند مشرانو د ګوند د پرېښودلو اعلان وکړ چې ده ورته د اجباري طلاقونو نوم ورکړی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، حکومت کوښښ کوي چې د پي ټي آی په ګوند باندې د مې د نهمې نېټې د تاوتریخوالي‌ له امله بندیز ولګوي.

څېړونکی عباس وايي، " د خان د ګوند پرضد په روانو هڅو کې د ګوښه کېدو، انحرافاتو او د سیاسي ګوند بندیز مسلې داسې دي لکه د پاکستان په سیاسي سینما کې چې یو نوی فلم له زاړه متن سره چلېږي."

"مونږ د پوځي واکمنو او حتی د انتخابي حکومتونو پر وخت د داسې تکتیکونو شاهدان یو چې د سیاسي ګوندونو پرضد ترسره شوي. د هغوی اغیز د لنډ وخت لپاره وو خو په اوږد مهاله کې بېرته راپاسېدلي دي."

خان کوښښ‌ کوي چې د ګوند رتبې له منځه یوسي او داسې ښکاري چې د پوځ دننه د هغه ملاتړ ته زیان رسېدلی.

د امریکا په USIP کې د اسفندیار میر په نامه یو وتلی څېړونکی وايي، "د پوځي ودانیو پرضد د خان د ملاتړو له بریدونو سره د پوځ ترمنځ د شرمیندګۍ او د وقار ماتېدو ژور احساس شوی."

خان وايي، هغه ادعاوې چې ګواکې د ده د ګوند کارکونکي له تاورتریخوالي ډکو بریدونو کې ښکېل وو یو تنظیم شوی پروپاګند او د هغه د ګوند د لېرې کولو لپاره یوه توطیه ده.

هغه زیاتوي، چې دی له اسټبلېشمنټ سره کوم توپیر نه لري. هغه ادعا وکړه چې دا د هغه سیال واکمن ایتلاف یا پي ډي ایم دی چې کوښښ کوي زما او د پوځ ترمنځ درز راولي."

اسفندریا میر وايي، "عمران خان اوس په شا روان دی، که څه هم په لومړیو کې داسې ښکارېدله چې خان د خپل شهرت او په پوځ کې د درزونو له امله چې له ده سره څه ډول چلند وکړي په ګټه کې دی. له دې وروسته ښايي‌ د پوځ په لوړه طبقه کې د خان ملاتړ کم او بلاخره له منځه ولاړ شي"

اسفندریار دلیل وايي،‌ "لویه پوښتنه دا ده چې ایا پوځ به په دې وتوانیږي چې د عوامو بشپړ ملاتړ راخپل کړي کوم چې یې پخوا درلود او د تېر کال په اوږدو کې د خان د بریدونو له امله له منځه تللی و."

د اوسني سیاسي وېشل کېدو اټکل نه کېده که څه هم د هېواد تاریخ له سیاسي پاڅونونو څخه جوړ دی.

خان له واکمن ایتلاف سره ښکرونه جنګولي، هغوی یې غلامان بللي او د هغوی له مشرانو سره ناسته یې رد کړې ده.

د هغه په وینا، په هېواد کې عدلیه یواځینی د قدر وړ بنسټ دی.

بل پلو د پاکستان د مسلم لیګ ن تر مشرۍ لاندې واکمن ایتلاف د سوپریم کورټ په ستر قاضي باندې نیوکې کوي او په هغه تور لګوي چې له خان سره له نرمۍ کار اخلي او د حکومت وزیرانو یې ګواښ کړی چې د هغه واک به په قانوني لارو راکم کړي.

سیاسي بې ثباتۍ د اټومي پاکستان اقتصادي بې ثباتي نوره هم زیاته کړې.

پاکستان چې دا مهال زر مبادله یې په کمېدو، قرضه په زیاتېدو، د ډالر په وړاندې د روپۍ قدر په کمېدو،‌ انټرسټ رېټ په پورته کېدو او د ګرانۍ له زیاتېدو سره مخ دی کوښښ کوي چې له ډیفالټ څخه ځان وساتي.

دغه ډول سخت اقتصادي حالات له سیاسي ناورین سره یوځای شوي چې ورسره د واکمن اتحاد ملاتړ هم په کمېدو شوی.

حکومت غواړي چې له پوځي اسټبلېشمنټ سره خپلې اړیکې نورې هم مظبوطي کړي تر څو خان له واک څخه لېرې وساتي.

خو عمران خان دا یو موقع ګڼي چې بېرته پرې واک ته راشي. هغه وايي، د هغه یواځینۍ غوښتنه دا ده چې له وخت مخکې انتخابات وشي کوم چې د روان کال په اکټوبر کې دي.

خان ادعا کوي، "دوی زمونږ د ګوند له مشهورتیا څخه وېرېدلي. چې دوی به انتخابات وګټي. نو ځکه دوی نه غواړي چې ټاکنې وکړي."

پوښتنه دا ده چې ایا خان کولای شي ژر بېرته واک ته راشي؟

څېړونکی شجا نواز وايي، "دوه تورې په یوه پوښ یا غلاف کې نه ځایږي.‌ دا قانون د پوځ له مشر جنرال عاصم مونیر سره د عمران خان پر شخړه هم عملي کېدای شي."

خان د محکمې په کېسونو کې له بري کېدو وروسته بېرته د خپل لاهور کور څخه ورځنیو مرکو او پوډکاسټونو ته تیاری نیسي، د بیا نیول کېدو او حتی د خپل ژوند په اړه وېره څرګندوي، او روانه ګډوډي د ۲۲۰ میلیونو وګړو له دغه هېواد څخه خپل زور باسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG