لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

درې کاله وروسته د کابل او چین ترمنځ بیا نیغ په نېغه الوتنې پیل شوې


په افغانستان کې واکمنو طالبانو لخ دری کلنې دمې وروسته دافغانستان اؤ چین ترمنځ دنیغ په نیغه الوتنو دبیا پیلولو اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي،دې سره به د دواړو هیوادونو اقتصادي اؤ سیاسي اړیکې پراختیا ومومي.

دافغانستان په ملي بیرغ سینګاره دافغان هوایي شرکت اریانه وړومبۍ اوونیزه مسافر وړونکې الوتکه دچهارشنبې په ورځ دکابل نه دچین لویدیځې سرحدي صوبې سنکیانګ سرښار ارمجي ته الوتې ده.

دافغانستان اؤ چین ترمنځ نیغ په نیغه الوتنې په کال 2020م کې د کرونا ناروغۍ له امله ځنډیدلې وې.

دطالبانو په حکومت کې دټرانسپورټ او هوابازۍ مرستیال وزیر غلام جیلاني وفا دکابل په هوایي ډګر خبریالانو سره خبرو کې چین ته دالوتنو دپیل هرکلی کړی دی.

ښاغلي جیلاني وویل چین ته دالوتنو دپیل سره به دافغانستان اؤ چین ترمنځ سیاسي اقتصادي اؤ تجارتي اړیکې پراختیا ومومي.

دبشري حقونو څخه دسرغړونو داندېښنو ،دنجونو په زده کړو اؤ دښځو په کار دبندیزونو لګولو له امله دچین په ګډون دنړۍ یو هیواد هم تر دې مهاله دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی

اګست کال 2021م کې چې امریکا اؤ ایتلافیان یې د دوؤ لسیزو له اوږدې جګړې وروسته دافغانستان څخه ووتل اؤ طالبانو یو وارې بیا په اقتدار قبضه وکړه نو له هغې راپدیخوا چین دافغانستان سره دخپلو اړیکو پراخول پیل کړي دي.

دسه شنبې په ورځ کابل کې دچین سفیر وانګ یو دطالبانو دحکومت خارجه وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې ویلي وؤ بینجنګ کابل سره خپلې اړیکې پرځای ساتلي دي اؤ دې اړیکو کې نورې پراختیا ته هم لیواله دی.

دمتقي ددفتر ویلي،دچین سفیر ژمنه کړې ده چې هیواد به یې دچین لپاره دافغانستان برامداتو زیاتولو کې اسانۍ پیدا کوي اؤ دافغانستان دتانبې تر ټولو سترې ذخیرې دمیس عینک په کانونو کې به خپل لمړني کارونه پرمخ یوسي.

دطالبانو په حکومت کې دکان کیندنې اؤ تېلو وزارت وایي هیله لري چې دکابل جنوب ختیځ ته دنزدې 40کلو میټره په خوره دې ساحه کې به چین سرمایه ګزاري وکړي.

داپریل په میاشت کې یاد وزارت دیوې چینایي کمپنۍ سره په مبینه توګه دقیمتي کاڼو راویستلو لپاره د10 اربو ډالرو په یو ممکنه تړون خبرې کړې وې خو په دې اړوند نور جزیات مخې ته نه وؤ راوړل شوي.

د وي او ای د رپورټ له مخې جګړو اؤ شخړو ځپلی افغانستان دا مهال نزدې د یو ٹریلین ډالرو داسې معدني ذخیري لري چې تر اوسه ترې استفاده نه ده شوې اؤ په دې وسیلو کې سره زر، اوسپنه،تانبه،قیمتي کاڼي اؤ هاییډرو کاربن شامل دي.

دطالبان مرستیال وزیراعظم عبدالغني برادر اؤ دچین سفیر وانګ دجنورۍ میاشت کې یوې چینایي کمپنۍ سره راتلونکو 25کالو کې دافغانستان شمالي ولایتونو کې د امو دسیند نه دتیلو راویستلو دتړون اعلان کړی ؤ.

طالب چارواکي وایي چې ددې تړون له مخې به دچین څخه نزدې د540 میلیونه ډالرو سرمایه ګزاري ترلاسه کړي اؤ هم به ورسره دریوؤ زرو کسانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي.

چین به په احتمالي توګه افغانستان کې دتیلو پاکولو لپاره یوه کمپني فعالوي.

دچین خارجه وزیر چن ګانګ د روانې میاشتې په پیل کې په اسلام اباد کې دطالبانو اؤ پاکستان سره یوه درې اړخیره غونډه کې ګډون کړی ؤ اؤ دبیلټ اینډ روډ منصوبې افغانستان ته په غځولو یې اتفاق کړی ؤ.

(وي او ای ، ایاز ګل)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG