لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د محدود وخت له کبله مو له ای ایم ایف سره پروګرام د جون په اخر کې پای ته رسېږي


اسلام اباد / واشنګټن ــــ د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي د حکومت د هڅو هدف یې د هیواد په تاریخ کې د ایف ای ایم دوهم پروګرام بشپړول دي، خو وایي د محدود وخت له کبله دا پروګرام د جون په 30مه پای ته رسیږي.

اسحاق ډار د چهارشنبې- شورو په ورځ اسلام اباد کې د سوداګرو سره وینا کې وویل، هیواد یې د نهمې بیا کتنې ټولې تخنیکي چارې بشپړې کړي دي او ټینګار یی وکړ چې هیواد د ډیفالټ یا دیوالیه کېدو څه خطره نه ویني.

د اقتصاد پوهان وایي هیواد د وړاندې ستونځو سربیره پاکستان د ای ایم ایف سره پروګرام سر ته رسول غواړي او په دې اړه د امریکا په شمول د نورو هیوادونو مرستو ته هم په تمه دی.

په اسلام اباد کې د انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ د اقتصاد د څانګې پروفیسر معراج الحق وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي، د ډیفالټ څخه د بچ کېدو د پاره پاکستان د ای ایم ایف پروګرام ته اړتیا لري، وایي په دې لړ کې د امریکا څخه د مرستې خواست هم شوی دی:

"پاکستان د نړیوال مالیاتي فنډ شاوخوا ټوله شرطونه پوره کړي او امریکا به هم نه غواړي چې پاکستان ډیفالټ اړخ ته ولاړ شي، ځکه چې له امله یې دوی ګڼي د ای ایم ایف د پروګرام امکان اوس هم شته".

پاکستان د کال ۲۰۱۹م په جولای کې د نړیوال مالیاتي فنډ ای ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو پور د ۳۶ میاشتو پورې تر لاسه کولو تړون لاسلیک کړی وو.

نړیوالې مالیاتي ادارې د هغه وخت د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل په غوښتنه دغه پروګرام د ۲۰۲۳م کال د جون تر ۳۰مې نېټې وغزاوه او پروګرام هم ۶.۵ اربه ډالرو ته لوړ شو.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې دغه پروګرام لږ تر لږه څلور ځله ځنډول شوی دی چې دوه ځله د اوسني ایتلافي حکومت په موده کې هم شامل دي.

د پاکستان حکومت له اړخه د ای ایم ایف سره لوظنامه نه ترسره کېدو په نتیجه کې مخې ته د راتلونکي ممکنه اقتصادي بحران د مخنیوي د پاره تر اوسه څه تګلاره مخې ته نه ده راغلې، چې له امله یې له تېرو څو ورځ راهسې د امریکایي ډالر په مقابله کې د روپۍ ببه د تاریخ کښته کچې ته رسېدلې ده.

په اوپن مارکیټ کې دا مهال یو ډالر د ۳۰۸ څخه تر ۳۱۳ روپو پورې سودا کیږي. سوداګر د ای ایم ایف په پروګرام کې د ځنډ تر څنګ روان سیاسي او اقتصادي حالات هم د دې سبب ګڼي.

د کرنسۍ ډیلر راجا عمر شاهد وې او اې ډیوه ته وایي، مهمه خبره دا ده چې خلکو ډالر د ځان سره ساتلي دي، ځکه چې وایي د ډالر بیه ورځ تر بله زیاتیزي:

"بل په هیواد کې سیاسي بې ثباتې خلک د سرمایه کارۍ څخه وېرولی دي. تر دې حده چې د بهر هیوادونو څخه د خلکو د پیسو د رالیږلو په عمل کې هم کمي لیدل شوې ده".

د پاکستان د سټېټ بینک د معلوماتو له مخې د روان مالي کال په لومړيو لسو مياشتو کې د تېر مالي کال په نسبت د بهرنیو هیوادونو څخه د پيسو د رالېږلو په عمل کې ١٣ فیصد کموالى راغلى دى.

د تېر مالي کال په لومړيو لسو مياشتو کې د بهرنیو هیوادونو څخه د لېږونکو پیسو کچه ۲۶.۱١ اربه ډالره وه، چې د روان کال په همدې موده کې ۲۲.۷ ارب ډالرو ته راټيټه شوې ده.

تېره اوونۍ بروکریج هاوس عارف حبیب لیمیټډ د پاکستان اقتصاد په نوم خپل یو رپوټ کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د ای ایم ایف سره د پرمختګ د نشتوالي له امله د پاکستان د دیوالیه کېدو خطر خورا ډېر شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG