لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د حکومت مننه چې زما نوم یې اي سي اېل ته اچولی، بهر ته د تلو اراده نه لرم


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان ويلي، "د پي ډي اېم د حکومت مننه کوم چې زما نوم یې په اي سي اېل کې اچولی دی". پاکستاني مطبوعاتو ويلي، حکومت د عمران خان، د هغه د مېرمن بشری بي بي او پي ټي آي د ګڼو مشرانو نومونه په اي سي اېل کې اچولي دي.

د [اېګزټ کنټرول لسټ يا اي سي اېل] په نوملړ کې شامل کسان د ملک څخه بهر سفر نه شي کولی.

عمران خان نن په یو ټويټ کې ويلي، "زه د بهر تلو کومه اراده نه لرم ځکه چې زما جايدادونه يا اثاثې يا کاروبار د ملک څخه بهر نشته او نه مې کوم اکاونټ شته".

نن د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله په خبري غونډه کې د عمران خان او د هغه مېرمن او نورو کسانو په اي سي اېل کې د نومونو اچولو پوښتنې ته په ځواب کې ويلي:

"په اي سي اېل کې د نوم شاملو دپاره د کابينې منظوري ضروري وي، خو ځينې فهرستونه تيار شوي دي او که کومه اندېښنه وي که يو تن جرم کړی دی يا ورباندې تور دی او هغه په اي سي اېل کې د اچول کېدو نه وړاندې وځي نو په عارضي توګه نومونه شاملیږي او دا نومونه عارضي اچول شوي دي".

هغه زیاته کړه، "په يادو کسانو د تورونو نوعيت ته په کتو به د دوی د نومونو په اي سي اېل کې د اچولو يا نه اچولو پرېکړه کیږي".

د پاکستان ډان ورځپاڼې په يو خبر کې ویلي، په اي سي اېل کې د عمران خان د هغه د مېرمن او ګوند د نورو مهمو غړو نومونه د مرکزي او صوبايي اداو سره د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] او احتساب قامي ادارې [نېب] او پوليس په خواست اچول شوي دي.

په خبر کې د سرچينو له قوله ویل شوي، د پي ټي آي د مشرانو نومونه د نهمې مې په پېښو کې د ککړتيا او غبن د قضيو په وجه په اي سي اېل کې شامل کړی شوي دي.

ويل شوي د نهمې مې د پېښو وروسته ځينو کسانو د ملک څخه بهر تلو هڅې کړي خو چارواکو ودرولي دي او د لاهور پوليسو هم د 700 کسانو نومونه اېف ايي اې ته لېږلي، چې د يوې مياشتې دپاره دې دغه کسان د ملک څخه بهر نه پرېږدي.

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله نن وويل، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي.

په اسلام اباد کې خبري غونډې ته هغه وويل، د ترهګرۍ په قضيو کې په ټول ملک کې 3946 کسان نيول شوي، په پنجاب کې 2588 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1099 کسان نيول شوي دي.

هغه زیاته کړه په نورو قضیو کې 5536 کسان نيول شوي په هغو کې 80 فيصده په ضمانت خوشي شوي دي.

رانا ثناالله وويل، په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي، د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي.

عمران خان پرون د پوځي عدالتونو ضد سپریم کورټ ته خواست کړی او ويلي یې دي د ګوند غړي يې نيول شوي د هغو پرضد په پوځي عدالتونو کې قضيې کول دې غېر اييني وګرځول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG