لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې بېلا بېلو چاودنو  ۱۹ ملکي کسان وژلي


رپورټ وايي په کابل کې د یوې مېرمن په شمول دوه کسان په هغه چاودنه کې ووژل شوو چې مامورینو د ماین پاکۍ په مهال وشوه
رپورټ وايي په کابل کې د یوې مېرمن په شمول دوه کسان په هغه چاودنه کې ووژل شوو چې مامورینو د ماین پاکۍ په مهال وشوه

د افغانستان سرښار کابل او کندهار کې شویو چاودنو کې ۱۹ ملکي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان دي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ دغه چاودنې په داسې کې شوي چې یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د امکان دی صدر اشرف غني د ۴۰۰ طالب قیدیانو د ازادولو فرمان نن دوشنبه اګست۱۰مه (زمري۲۰مه) لاسلیک کړي. اشرف غني به دغه فرمان پس له هغې جرګي لاسلیک کوي چې افغان صدر د طالب قیدیانو په اړه راغوبللي وه او جرګې فېصله وکړه چې قیدیان دې ازاد کړی شي.

افغان مامورین وايي طالب قیدیانو د ازادولو تیاری یې نیولی دی یوازې د صدارتي امر منتظر دي.

په افغانستان کې د ورستیو چاودنو په اړه د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د اتوار، يکشنبې، په ورځ دوه چاودنې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې وشوې. د لېڼد ماین یوه چاودنه د مسافرو ټرک سره نژدې وشوه چې پکې نهه کسان ووژل شوو.

په کندهار کې دویمه چاودنه د یو موټر د ځمکني ماین سره د ټکر په نتیجه کې د اتوار، يکشنبې، په ماښام وشوه او اته کسان پکې ووژل شوو.

رپورټ وايي په کابل کې د یوې مېرمن په شمول دوه کسان په هغه چاودنه کې ووژل شوو چې مامورینو د ماین پاکۍ په مهال وشوه.

هم د اتوار، يکشنبې، په ورځ د افغان صدر رابللي جرګې فیصله وکړه چې پاتې ۴۰۰ طالب قیدیان دې ازاد کړی شي. د افغان حکومت وړاندې دریځ وو چې دغه قیدیان په سنګینو جرمونو کې ککړ دي او اختیار نلري چې ازاد یې کړي او طالبانو وېل که ټول قیدیان یې خلاص نشي بین الافغان خبرې نشي شروع کېدلی.

د جرګې د فېصلې نه وروسته په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد وویل امید کوي چې په اینده څو ورځو کې به د قیدیانو تبادله مکمل شي، بیا به د افغان حکومت پلاوی دوحه ته تګ وکړي او د دې نه پس به زر بین الافغان مذاکرات شروع شي.

زلمي خلیلزاد د امریکې په نمایندګۍ د طالبانو سره د امن معاهده لاس لیک کړې ده. د دغه لوظنامې دلاندې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب قیدیان او طالبان به د حکومت بندیوان ازادوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان کې عام ولس د بین الافغان خبرو د شروع کېدو په اړه خوشبينه دي خو ځینې خلک په خصوصي توګه مېرمنې سوشل ميډیا د ۴۰۰ سخت دریځه طالب قیدیانو د ازادولو مخالفت کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG