لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: په افغان مېرمنو د بریدونو هدف دوی د ټولنیز ژوند نه منع کول دي


اېچ اد ډبلیو په خپل بیان کې وویل د کال ۲۰۱۵ راهسې حالات خراب شوي او د بې امنۍ او د دړکو په سبب ګڼ شمېر مېرمنو صحافت پرېښودلی دی. په ۲۰۱۸ کې په ۱۸ خبریالانو او د مطبوعاتو په کارکوونکو پرتشدد حملې شوي او یا ورته دړکې ورکړی شوي دي
اېچ اد ډبلیو په خپل بیان کې وویل د کال ۲۰۱۵ راهسې حالات خراب شوي او د بې امنۍ او د دړکو په سبب ګڼ شمېر مېرمنو صحافت پرېښودلی دی. په ۲۰۱۸ کې په ۱۸ خبریالانو او د مطبوعاتو په کارکوونکو پرتشدد حملې شوي او یا ورته دړکې ورکړی شوي دي

د انساني حقونو نړیوالې ادارې په افغان مامورینو غږ کړی چې په افغانستان په اهمو ملکي کسانو د ورستیو هدفي وژنو تحقیقات دې وکړي او په حملو کې ککړ خلک دې عدالتونو ته وړاندې کړي.

د دغه ډول حملو ورستۍ پېښه د نهې، سه شنبې، په ورځ په بغلان ولایت کې وشوه چې حمله کوونکو د یونیورسټۍ په بس ډزو کې ډرایور او یو زدکونکی ووژلو.

په بس کې د یونېورسټۍ عمله سوره وه او په حمله کې د ادارې شپږ استاذان زخمي شول.

طالبانو په حمله کې د ککړتیا شک رد کړو.

په نیویارک کې مېشته د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل بیان کې په افغانستان کې په ورستیو ورځو کې د وژل شویو پنځو مېرمنو چې خبریالانې او د ميډیا کارکونکي وې او د شیعه هزاره ټولنې د اووه کارکوونکو د وژل کېدو ذکر وکړو. د اېچ ار ډبلیو د اېشیا څانګې مشرې پېټرېشا ګاسمېن وویل په هدفی وژنو کې ښايي د زیاتوالې هدف مېرمنې د ټولینز ژوند نه لېرې ساتل او د اقلیتونو په زړونو کې ویره اچول دي.

مېرمن ګاسمېن وویل نامعلومه حمله کوونکو خبریالان، د شهري حقونو فعالان او نور مسلکي خلک په هدف کړي او وژلي يې دي چې ځینې مجبور شوي چې ملک پرېږدي او یا په ویره کې ژوند تېر کړي.

اېچ اد ډبلیو په خپل بیان کې وویل د کال ۲۰۱۵ راهسې حالات خراب شوي او د بې امنۍ او د دړکو په سبب ګڼ شمېر مېرمنو صحافت پرېښودلی دی. په ۲۰۱۸ کې په ۱۸ خبریالانو او د مطبوعاتو په کارکوونکو پرتشدد حملې شوي او یا ورته دړکې ورکړی شوي دي.

د داعش سره تړلې ډلې داعش خراسان د زیاترو ورستیو حملو ‌ذمه واري منلې په خصوصي توګه د هغو حملو چې د وي او ای رپورټ وايي په ننګرهار ولایت کې د جلال اباد خوا او شا شوي دي.

اېچ ار ډبلیو وویل په ډیرو حملو کې وسله والو په هدف شویو مېرمنو د معاشرتي دستورونو د خلاف ورزۍ الزمات لګولي دي. اداره وايي په داسې حال کې چې د ډیرو حملو څوک ‌ذمه واري نه اخلي او افغان حکومت په خبریالانو د حملو او دړکو ډېر تحقیقات نه کوي په نتیجه کې یې مطبوعات د ویرې په فضا کې وخت تېروي.

د وي او ای رپورټ وايي افغان مامورین طالبان په ملکي خلکو د حملو ‌مه وار بولي او طالبان وايي دوی په دغو حملو کې لاس نه لري.

د اېچ ار ډبلیو مېرمن ګاسمېن وویل د حملو د تحقیقاتو په ځای افغان حکومت اسانه لار ولټوي او پړه یې په طالبانو واچوي.

ملګرو ملتونو تېره میاشت په خپل رپورټ کې وویل په ۲۰۲۰ کې په تشدد کې ۷۰۰ ملکي کسان وژل شوي او ۵۵۰ پورې زخمیان شوي دي.

هیومن رایټس واچ وايي دا نه ده چې آیا په دې حملو کې داعش خراسان، طالیان او کې نورې وسله والې ډلې لاس لري.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې اوږد جنګ او د حکومت په عدالتي او امنیتي ادارو کې په لویه کچه بډې رشوتونه یا ادارې فساد د حکومت سره تړلو هغو بااثره خلکو حوصله افزايي کوي چې د ځمکو او قدرتي وسایلو په سر قبایلي دښمنۍ د هدفي وژنو دلارې هوارې کړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په تشدد کې زیاتوالی په داسې حال کې هم شوی دی چې امریکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي دپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي دي چې په افغانستان کې سیاسي مفاهمت وروسته امریکايي ځواکونه د جنګ ځپلې هېواد څخه ستانه شي.

خو د وي او ای رپورټ وايي افغانان او بې طرفه څېړونکي وايي که چېرې امریکايي ځواکونه د وخت نه وړاندې د افغانستان نه وځي نو په ملک کې خونرېزي او فساد بیا شروع کېدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG