لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان پارلیمنټ ځینې غړي وايي دا څرګنده خبره ده چې روس د طالبانو مرسته کوي


په ۲۰۱۹ کې ماسکو د طالبانو په شمول د افغانانو د یوې غونډې کوربتوب وکړو
په ۲۰۱۹ کې ماسکو د طالبانو په شمول د افغانانو د یوې غونډې کوربتوب وکړو

د افغانستان د پارلېمنټ ځینې غړي وايي دا معلومه خبره ده چې روس د طالبانو سره مرسته کوي او ممکنه ده چې د طالبانو ورستي تشدد دپاره روس مالي وسایل برابر کړي وي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي شینکۍ کروخیل د وایس اف امریکا په تندروۍ نظر ساتونکي څانګې ته وویل داسې فکر کیږي چې روس په ورستي کلونو کې د طالبانو مرسته په دې غرض کړي چې په افغانستان کې جنګ او په دې کې د امریکې ښکېلتیا دوامداره پاتې شي.

مېرمن کروخیل غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په سر د روس د انعامونو په اړه د مطبوعاتي رپورټونو تحقیقات دې وشي. هغې وویل جنګ دوامداره ساتلو دپاره طالبان پېسو ته اړتیا لري او ممکنه ده چې روس، پاکستان، ایران او نور ملکونه ورته مالي وسایل ورکوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې یا سېنټ غړي ګلالۍ صاپي وویل روس او نور سیمه ییز قوتونه خپل مفاد په افغانستان کې د جنګ په دوام کې ویني.

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپانې تیره هفته د امریکې د استخباراتي سرچینو له قوله وویل په خپل یو رپورټ کې وویل چې روسي استخباراتو په افغانستان کې وسله والو ډلو ته د امریکايي او د ایتلافي عسکرو په وژلو د انعامونو پروګرام لرلو او دا چې صدر ډانلډ ټرمپ ته په دې اړه معلومات ورکړی شوي وو.

روس او طالبانو دغه رپورټ رد کړی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ لوړ رتبه استخباراتي مامورینو د امریکې د کانګرس ځینو غړو ته د مبینه روسي پروګرام په اړه معلومات ورکړل.

د وي ای ای د تندورۍ د څار څانګه په خپل رپورټ کې وايي د دې باوجود چې د افغان صدر دفتر او د افغان استخباراتو نه وار په وار پوښتنې وشوي، افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سټریټ فور نومې ادارې د پوځي چارو څیړونکی سیم ټېک وي او ای ته وویل هغه دپاره به دا د حیرانتیه خبره نوي چې په ایتلافي ځواکونو د حملو دپاره به روس د طالبانو حوصله افزايي نه کوي. هغه وویل طالبانو سره د روس د تعلقاتو یو مقصد افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په افغانستان کې خبل نفوس پرځای ساتل دي. هغه وویل که چېرې روس په دې پړاو هم د طالبان سره روابط ساتي نو په اینده کې دا کردرا نور هم زیاتېدی شي.

ماسکو د کال ۲۰۱۵ راهسې د طالبانو سره روابط برابر کړي دي او په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي په غرض یې یو شمیر بېن الافغاني غونډې کړې دي.

ځینې څیړونکي وايي په افغانستان کې غیر یقیني حالاتو هم ځینې ملکونه طالبانو سره په روابطو مجبور کړي دي.

د افغان پوځ پخوانی جرنېل عتیق الله امرخیل وايي روس دا فکر هم کوي چې د امریکې نه د ۱۹۸۰ په لسیزه کې په افغانستان کې د ماتي بدل واخلي. هغه وویل کله چې روس په افغانستان کې و نو امریکې په مجاهدینو ته د روس خلاف جنګیدو دپاره پېسې ورکولې او اوس ممکنه ده چې روس د طالبانو د کومې ډلې یا کمانډر سره د جنګ جاري ساتلو دپاره اړیکې برابر کړي وي.

د سیاسي چارو افغان څیړونکی نجیب ننګیال وي او ای ته وویل روس د داعش مخه نیولو دپاره طالبانو سره د خپلو تعلقاتو جواز پېش کوي.

د امریکايي پوځ پخوانی کرنیل ډېنیل ډېوس چې اوس په واشنګټن کې ډېفنس پرایاریټز نومې ادارې څیړونکی دی وايي که روس داعش د مخه نیولو دپاره طالبانو سره مرسته کوي نو هم دغه مرسته د امریکې او اېتلافي ځواکونو خلاف هم استعمالیدی شي.

د افغانستان و ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد وايي روس او ځینې نور ملکونه د افغانستان په جنګ کې خپل مفادات لټوي.

په امریکا کې د روس سفیر اناتولي اېنتونو د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې روس د افغانستان په اړه د امریکې سره همکاري کوي. د روس تاس خبري ادارې ترمخه روسي سفیر وویل امریکا او روس په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي دپاره په هم غږۍ کوښښونه کوي.

د امریکې د دفاع وزارت دا میاشت شایع شوي یو رپورټ کې وویل په افغانستان کې د اوږدی مودې دپاره د امریکې د پوځي موجودګۍ مخه نیولو په غرض ممکنه ده چې روس افغان امن بهیر ملاتړ کوي.

امریکايي پوځي مامورین وايي نېټو د کمزوري کوولو په غرض هم روس په افغانستان کې د امن د کوښښونو حمایت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG