لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي وایي د نورو افغان کډوالو منل ورته سخت دي، بوج دې په نړېوالو تقسیم شي


ترکي ته رسېدلی یو افغان کډوال
ترکي ته رسېدلی یو افغان کډوال

ترکي په نړېوالو غږ کړی دی چې په افغانستان کې دې د بشري ناورین سره د مقابلې دپاره مشترکه اقدام وکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې ترکي خبرداری ورکړی چې نور کډوال نشي منلی. ترکي اوس مهال د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات شمېر پناه غوښتونکو ته یې ځای ورکړی دی.

د ترکي خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو چې د ګل/دوشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په اړه یوې لویې غونډې ته وینا کوله، خبرداری ورکړ چې میلینونه افغانان بېځایه شوي او له بشري بحران سره مخامخ دي، نو همدا اوس یې وخت دی چې نړېوال په اتحاد سره د دې ناورین مقابله وکړي.

چاووش اوغلو وویل چې په افغانستان کې یو بشري او امنیتي بحران به په ټوله نړۍ کې نېغه په نېغه اثرات ولري، «نو مونږ ته په کار ده چې همدا اوس په اجتماعي ډول اقدام وکړو.»

اوس چې د افغانستان نه کډوال بهر ته تښتي او غواړي یورپ ته ځانونه ورسوي، نو د ترکي مشران په دې وېره کې دي چې ګڼ شمېر افغانان بیا یورپ ته د رسېدو په خاطر د دوی له خاورې تېر نشي.

تېره هفته د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي د ترکي څلور ورځېنۍ دوره وکړه او هغه هېواد یې په دې وستایه چې قریب څلور میلینه کډوالو ته یې چې د شام د خانه جنګیو په وخت ترکي ته تښتېدلي و، پناه ورکړې ده.

خو یاده دې وي چې د دې کډوالو ټول بوج په ترکي ندی، ځکه د یوې لوظنامې تر مخه، د دې شامي کډوالو په حق کې یورپي اتحاد بلینونه ډالره مرسته ترکي ته ورکوي.

د یورپي اتحاد ځيني مشران تر دې وړاندې لا ویلي چې دغه لوظنامې ته دې وسعت ورکړی شي او هغه کې دې افغان کډوال هم ځای کړی شي، ځکه د دوی وینا ده چې کډوال باید په هغو ځایونو کې ځای پرځای کړی شي چې خپلو ملکونو ته نږدې پراته وي.

بل اړخ ته په ترکي کې د حکومت لوی سیاسي مخالف ګوند، سي اېچ پي، د کډوالو په اړه د حکومت په تګلارې سخت تنقیدونه کوي.

اونال چېوېک اوز، چې د حزب اختلاف یو چارواکی دی، وایي: «دا د یو سنجیده غلط انتظام یو ریکارډ دی. دا د ترکي او یورپي اتحاد ترمنځ صرف د یو لېن دېن اړیکه وه. او هغوی فقط غوښتل چې ترکي سره د یو څه مالي امداد ورکولو په بدل کې، د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي. د ترکيې اکثره خلک دا فکر لري چې په نړېواله ورورولۍ کې د کډوالو بوج په انصاف سره ندی تقسیم شوی، او مونږ دا وېره لرو چې د افغانستان د کډوالو په موضوع کې به هم دا غلط انتظام دوام پیدا کړي.»

تېره هفته د یورپي اتحاد جګپوړي چارواکي د ترکي سرښار، انقرې ته ولاړل چې د کډوالو په اړه د ترکي سره شوې لوظنامې باندې خبرې وکړي. ځیني څېړونکي وایي، انقره د یورپي اتحاد نه پېسو اخیستلو ته ضرورت لري، خو د نړېوالو تعلقاتو ماهر، سول اوزل وایي چې د ترکي صدر رجب طیب اردوان به خپلو خلکو ته د قناعت ورکولو دپاره، یوازې د پېسو ضرورت ونلري.

اوزل وایي: «هغه ته په کار ده چې خپل اولس ته د پېسو نه بغیر، څه بل شی هم وښایي، او هغه د ویزې آزاده ګرځول دي، چې فکر نه کوم د یورپ ملکونه به وکړی شي چې دا خبره ورسره قبوله کړي.»

د شام د کډوالو په سر چې ترکي له یورپي اتحاد سره کومه لوظنامه کړې ده، په هغې کې هم دا راغلي و چې ترکان به یورپي اتحاد ملکونو ته د وېزې نه بغیر سفر کولی شي، خو د لوظنامې دا برخه تر اوسه د یورپي اتحاد د ځینو غړو هېوادونو لخوا بنده ګرځول شوې ده.

اوس مهال په ترکي کې نظرپوښتنې ښیي چې د صدر اردوان د شهرت کچه ډېره کښته شوې ده او په همدې نظر پوښتنو کې دا هم څرګندیږي چې د ترکي اکثره خلک هغه ملک ته د افغان کډوالو د ورتګ سخت خلاف دي. څېړونکي دا پېشبیني کوي چې د یورپي اتحاد او ترکي ترمنځ د کډوالو په برخه کې نوې لوظنامه دستخط کول به ډېره سخته وي، ځکه صدر اردوان ته د سیاسي تاوان خطره به ځان سره ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG