لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې به اینده میاشت د پولیو کمېپېن شروع کېږي


د پولیو ضد کارکونکي د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په فراه ولایت کې یو کوچي ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکې ورکوي. دا تصویر د وي او ای دپاره خوشحال ځلاند اخیستلی دی
د پولیو ضد کارکونکي د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په فراه ولایت کې یو کوچي ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکې ورکوي. دا تصویر د وي او ای دپاره خوشحال ځلاند اخیستلی دی

په افغانستان کې د پولیو څاڅکو نه محرومه مېلینونو ماشومانو ته د وېکسین ورکولو کېمپېن به اینده میاشت شروع کېږي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه مجوزه کېمپېن به د نومبر په اتمه نېټه شروع کیږي او پکې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو او د صحت ادارې برخه اخلي.

د طالبان مشران د پولیو مهم په مکمله توګه مرسته کوي، رپورټ وايي.

ډبلیو اېچ او او یونېسف په یو بیان کې وویل په افغانستان کې کور په کور د پولیو وېکسنېشن د حمایت په کولو دواړه ادارې د طالب مشرانو د فېصلې هرکلی کوي.

د ملګرو ملتونو دواړو ادارو په یو بیان کې وویل د طالبانو د واک ترلاسه کولو راهسې ملګرو ملتونو د طالب مشرانو په افغانستان کې د صحت مسلو د مخنیوي په لړ کې خبرې شروع کړې وې.

د ای اېف پي د رپورټ ترمخه د ملګرو ملتونو ادارو وویل د پولیو ضد کېمپېن په لومړي صف کې ښځینه کارکوونکو د شاملېدو حمایت هم کړی دی.

ډبلیو اېچ او وویل طالبانو لوظ کړی چې په افغانستان کې د پولیو ضد کېمپېن امنیت او تحفظ په یقیني کوي چې د ادارو ترمخه د پولیو ضد کېمپېنونو د کامیابۍ دپاره ډیر ضروري اقدامات وي.

ای اېف پي وايي د پولیو د کېمپېن حمایت د افغان حکومت خلاف د جنګ د وخت د طالبانو په دریځ کې مکمل بدلون دی ځکه چې په دغه مهال په طالبانو د پولیو ضد کارکوونکي د مغربي ملکونو جاسوسان بلل او الزام به یې پې لګولو چې دوی د طالبانو په هلو ځلو معلومات ټولوي او هم د دې له امله به طالبانو د خپلې ولکې د لاندې سیمو کې د پولیو خلا کمېپېنونو ته اجازت نه ورکولو.

ای اېف پي وايي په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې داسې کېمپېن نه دی چلېدلی چې ټول پکې پوره شوي وي او په ځینو علاقو کې په طالب مشرانو وېل چې د پولیو وېکسین ماشومان د بچو زېږولو د صلاحیت محرومه کولو دپاره د مغربي ملکونو سازش دی.

خو د صحت ماهرین دغه خبره ردوي، وايي پولیو ماشوم د ټول عمر دپاره په بدني توګه معزوره کوي خو وېکسین یې د دغه مرض ته محفوظ ساتلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG