لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان پوهنتون کې د ویډیوګانو تر رسوايۍ وروسته 300 نجونو زدکړې پرېیښې


Quetta student protest-3
Quetta student protest-3

په بلوچستان پوهنتون کې د پټو کېمرو له لارې د زده کونکو د جنسي ځورونې د رسوايي (سکېنډل) را سربېره کېدو ورسته د پوهنتون واېس چانسلر د بی پلوه پلټنو په خاطر گوښه شوی خو زده کونکي، استادان او د مدني ټولنې فعالان وايي له دغه رسوايۍ څخه په صوبه کې د نجونو تعلیم ته تر اندازې هم غټ زیان اوښتی.

په بلوچستان اسمبلۍ کی د عوامي نېشنل گوند غړې شاهینه کاکړ وایي دا په بلوچستان کې د تعلیم او په ځانگړې توگه د نجونو د زدکړو په ضد سازش دی، په دغه ناوړه کار کې که هرڅوک هم لاس لري باید داسي سخته سزا ورکول شي چې بیا بل څوک داسې فکر ونکړي.

مېرمن شاهینه وویل بلوچستان اسمبلۍ د دغه سکېنډل د پلټنو لپاره یوه پارلماني کومېټه جوړه کړېده او هر اړخیزه پلټني به کوي” ټولې نجونه کولای شي چې بې له څه وېري د اسمبلۍ له ښځینه غړو سره په تحقیقاتو کې مرسته وکړي او ټول حال ورته و وايي، د دغه نجونو نومونه او شناخت به پټ ساتل کیږي”.

په بلوچستان یونیورسټۍ کې پروفیسر ډاکټر برکت شاه کاکړ وویل په پوهنتون کې د پټو ویډیوگانو اوازې او الامې له ډیره وخته وې او د استادانو تنظيم په دې اړه ږغ کړی وو، احتجاجونه يي کړي او پرله پسې يي کاغذ پاڼي هم وېشلي وې خو هیڅ اقدام و نشو. بلکې پدې اړه د ږغ پورته کونکو استادانو د خاموشه کولو لپاره هم سازشونه وشو او د دروغو په مقدمو کې د راگیرولو گواښنې ورته وشوې.

ډاکټر برکت وویل په پوهنتون کې انتظامیي په تنظیمونو، خبرو، منطق او رښتیا باندي بندیز لگولی دی اویو داسي کلتور يي پر ځای کړی چې که څوک خبره وکړي نو د جعلي ریپوټونو په اساس به له قضیو سره مخ کیږي.

د ډاکټر برکت په وینا چې دده د مالوماتو له مخي د پوهنتون په هاسټل کې تر 600 زیاتي نجونه اوسېدې خو د رسوايي را سربېره کیدو ورسته نږدې 300 نجونو خپلې زدکړې پرې ایشي او بیرته خپلو کورونو ته تللې دي. هغه وویل په بلوچستان کې نږدې دوه سلنه نجونه په ډیر مشکل سره لوړو زدکړو ته راځي خو بیا دلته په ناکرده گناه سزاواري شي.

د سیاسي چارو شنونکی او وتلی خبریال سید علي شاه وايي په بلوچستان کې د هلکانو د تعلیم په لاره کې ډیر خنډونه دي او نجونو د تعلیم په لار کې دا خنډونه تر حد هم زیات دي خو اوسنۍ رسوايي د نجونو و لوړو زدکړو ته تر اندازې زیات تاوان رسولی دی. هغه وویل “دا په شاته پاته بلوچستان کې په تعلیم باندي حمله ده”

ښاغلي علي شاه وویل د بلوچستان حکومت او د صوبې ټول سیاسي گوندونه هم د دغې وضعې زمه واره دي چې د خبرتیا سربېره هم پټه خوله وو. هغه وویل د حکومت دلچسپي له دې څخه مالومیدی شي چې تر تحقیقاتو لپاره جوړه شوې پارلماني کومېټې تراوسه نه خو غونډه کړېده او نه يي مشر ټاکلی دی.

د پوهنتون پرو وایس چانسلر ډاکټر سعود التاج وايي په پوهنتون کې د لوړو زدکړو د مرکزي کمېشن لخوا د امنیت ساتنې لپاره 94 کېمرې لگول شوي وې چې پوهنتون خوندي کړل شي. دده په وینا اوس چې کومه پېښه رامنځته شوې دا د امنیتي څانگې مامورینو پخپل سر پټي کېمرې لگولي وې چې انتظامیه ورباندي خبره نه وه. هغه وویل دوه مامورین گوښه کړل شوي دي او د پلټنو مرکزي اداره د دې تحقیقات کوي.

د پښتونخوا سټوډنټس ارگنایزیشن صوبايي مشر کبیر افغان وویل دوی یو کال مخکې دې ټول عمل باندي انتظامیه او سیاسي گوندونه له ثبوتونو سره خبر کړي وو خو چا هم پام نه ورته کاوو او کله چې پي ایس او احتجاجونه وکړل نو حملې ورباندي وشوې او د دروغو په مقدمو کې بند کړل شو. د یونیورسټۍ مشر په صوبه کې تر هر چا ډېر زورور وو.

هغه وویل پوهنتون کې د کېمرو هیڅ حاجت نه وو او دا له لومړی ورځي څخه په ناسمه نیت لگولې شوي وې. په صوبه کې له ډیر سیاسي کار او زیار ورسته خلکو په هلکانو او نجونو تعلیمونه شورو کړل خو د تعلیم دشمنانو د ناوړه سازشونو نتیجه اوس دا ده چې د بلوچستان په دودیز چاپېریال کې خلک خپل بچیاني تعلیم ته نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG