لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ووهان ښار کې د کرونا د نويو کېسونو وروسته د ښار د اوسېدونکو به ټېسټونه کولی شي


چینايي مامورین وايي په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به د ووهان د شهریانو ټېسټونه مکمل کړی شي
چینايي مامورین وايي په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به د ووهان د شهریانو ټېسټونه مکمل کړی شي

د کرونا وایرس تېر کال د چین په ووهان ښار کې د رابسېره کېدو ورسته ټولې دنیا ته خپور شو او اوس مامورین وايي په ښار کې د یو شمېر نویو کېسونو وروسته د ووهان د ۱۱ مېلین اوسېدونکو به ټېسټونه کولی شي.

چینايي مامورین وايي په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به د ووهان د شهریانو ټېسټونه مکمل کړی شي.

کرونا وایرس تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په ووهان کې راڅرګند شو و او د جنورۍ په میاشت کې په ووهان او د ۵۰ مېلین ابادۍ خوا او شا سیمو کې سخت لاک ډاون پرځای کړی شو.

هم دغه رنګ چین لومړی ملک وو چې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر یې لاک ډاون ولګوولو او لومړی ملک وو چې لاک ډاون یې ختم کړو. ای پي وايي د لاک ډاون نرموولو وروسته هم چینايي مامورینو په دې خبره نظر ساتلی چې وایرس بیا خپور نشي.

ای پي د چین د ځايي مطبوعاتو له قوله وايي چې په ووهان کې مقامي او ضلعۍ شوراګانو یا کمېشنونو ته وویل شوي دي چې په خپلو خپلو حلقو کې دې د ټولو اوسېدونکو ټېسټونو دپاره دې تګلارې جوړي کړي. په هدایاتو کې وېل شوي دي چې په ټېسټونو کې دې زیاته توجه د زیات عمر خلکو، د ګڼې ابادۍ علاقو او هغو سیمو ته ورکړی شي چې د خلکو تګ راټک ورته زیات دی.

تېره میاشت په ووهان کې د لاک ډاون د نرمېدو وروسته د ښار په یوه علاقه کې د کرونا وایرس شپږ نوي کېسونه رپورټ شوي دي.

په عین حال کې په امریکا کې د وبايي مرضونو د مخنیوي ادارې مشر ډاکټر اېنتوني فاوچي ویلي د امریکې په ریاستونو او ښارونو کې کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه او اقتصادي زیان کېدلی شي کې چېرې لاګ ډاون په بېړه لېرې کړی شو. دا خبرداری د صدر ډانلډ ټرمپ د خواهش برعکس دی چې غواړي په ملک کې د اقتصادي بدحالۍ مخه نیولو دپاره لاک ډاون په خلکو په کورونو کې د پاتې کېدو بندیز ختم کړي.

ای پي وايي ډاکټر فاوچي د نهې ، سه شنبې، په ورځ د امریکې د سنیټ یوې کمېټۍ ته وویل دا خطر په حقیقت کې هم وجود لري چې کرونا وایرس به په داسې کچه بیا خپور شي چې قابو کول به یې مشکل وي.

ای پي وايي د حکومتونو دپاره دا فیصله کول ګرانه ده چې خپل خلک د وایرس نه او که خپل ملکونه د اقتصادي زیان نه محفوظ کړي.

په رپورټ کې د پاکستان او اټلي مثالونه ورکړی شوي دي او وايي په پاکستان کې د لاک ډاون د لېرې کېدو نه پس په یوه ورځ د کرونا ۲۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شول او په اټلې کې په لاک ډاون کې د نرمۍ وروسته په هغه سیمو بیا نوي کېسونه رپورټ شول چې د کرونا وایرس د خپرېدو مرکزونه ګنل کېدلې.

په نړیواله کچه د کرونا ناروغانو شمېر څلور اشاریه دوه مېلین او د دې دلاسه د مرګونو شمیر د ۲۹۱۰۰۰ نه زیات شوی دی. یوازې په امریکا کرونا وایرس د ۸۲۰۰۰ نه زیات کسان مړه کړي دي.

په ځینو ملکو کې کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې پرمختګ هم شوی دی. په نیوزي لېڼد کې د شورو، چهارشبنې، په ورځ د وایرس کوم نوی کېس نه دی رپورټ شوی.









بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG