لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ لوبډلې د 2023 په نړيوال جام کې د لوبېدو ځای جوړ کړو


د ايي سي سي په اوسنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډله اووم نمبر ته راغلې ده له دې وړاندې اته لوبډلو ځای جوړ کړی چې به نړيوال جام کې به لوبيږي
د ايي سي سي په اوسنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډله اووم نمبر ته راغلې ده له دې وړاندې اته لوبډلو ځای جوړ کړی چې به نړيوال جام کې به لوبيږي

د کرکټ نړيوالې شورا [ايي سي سي] ویلي چې د افغانستان لوبډلې راتلونکي کال د کرکټ ټاکل شوي نړيوال جام 2023 کې د لوبېدو ځای جوړ کړو، دا په داسې حال کې چې د اتوار په ورځ يې د باران له امله د سري لنکا سره سيالي برابر پاتې شوې ده.

افغان لوبډلې ته د نړيوال جام د سپر ليګ په ياده سيالۍ کې پينځه اضافي پواينټونه ترلاسه شوي دي او دا وخت ورسره 115 پواينټونه دي.

د ايي سي سي په اوسنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډله اووم نمبر ته راغلې ده له دې وړاندې اته لوبډلو ځای جوړ کړی چې به نړيوال جام کې به لوبيږي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې رحمان الله ګربز د 2023 نړيوال جام کې د وړتيا په ترلاسه کولو شکر ادا کړی او ويلي يې دي د سري لنکا پرضد سياليو سيريز ګټلو تمه لري.

د افغانستان او سري لنکا ترمنځ د درېو يو ورځنو سياليو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې او درېمه سيالي يې په 30 نومبر ټاکل شوې ده.

د ايي سي سي د سپرليګ د 13 لوبډلو په درجه بندۍ کې په لومړي نمبر هند، په دوېم انګلېنډ، په درېم نيوزي لېنډ، په څلورم اسټريليا، په پينځم بنګله دېش، په شپږم پاکستان، په اووم افغانستان، په اتم ويسټ انديز، په نهم ايیرلېنډ، په لسم سري لنکا، په 11م جنوبي افريقه، په 12م زمبابوی او په وروستي 13م نمبر نيدرلېنډ دی.

ټاکل شوې په راروان نړيوال جام کې به 10 لوبډلې لوبيږي. افغان لوبډله له دې وړاندې دوه ځله په نړيوال جام کې لوبېدلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG