لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د ملک دننه د بي بي سي په نشریاتو پابندي ولګوله


د بي بي سي په اړه د چین د دغه ګام نه یوه هفته وړاندې د نشریاتي ادارو د سرپرستۍ د برطانيي محکمي افس اف کمیونېکېشنز د چین د حکومت ټېلې وژن سټېشن ګلوبل ټېلې وژن نېټ ورک لایسنس یا اجازت نامه منسوخه کړه
د بي بي سي په اړه د چین د دغه ګام نه یوه هفته وړاندې د نشریاتي ادارو د سرپرستۍ د برطانيي محکمي افس اف کمیونېکېشنز د چین د حکومت ټېلې وژن سټېشن ګلوبل ټېلې وژن نېټ ورک لایسنس یا اجازت نامه منسوخه کړه

د چین د نشریاتي ادارو د انتظام حکومتي محکمې په ملک کې دننه د بي بي سي په نشریاتو پابندي لګولې او په ادارې یې د نشریاتي موادو د سنګېنو خلاف ورزیو الزامات پورې کړي دي.

د چین نېشنل رېډیو اېنډ ټېلې وژن اېډمنسټرېشن، اېن ار ټي ای، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې بي بي سي د چین په اړه په خپلو رپورټونو کې د رېډیو او ټي وي د انتظام د اصولو سنګینه خلاف ورزي کړې ده.

بي بي سي په ټوېټر خپل پېغام کې د چین په اقدام مایوسي څرګنده کړه.

په اسټرېلیا کې مېشته د بي بي سي ورلډ نیوز پروډیوسرې یلډا حکیم په خپل ټوېټر پېغام کې وویل چې اېن ار ټي ای په بي بي سي الزام لګول شوی چې په یو شمېر موضوعاتو یې غلط خبرونه ورکړي دي چې پکې د چین په سنکیانګ صوبه کې د ویغور مسلمانانو سره د چین سلوک او د کرونا وایرس په اړه د چین په تګلاره رپورټونه شامل دي.

د بي بي سي په اړه د چین د دغه ګام نه یوه هفته وړاندې د نشریاتي ادارو د سرپرستۍ د برطانيي محکمي افس اف کمیونېکېشنز د چین د حکومت ټېلې وژن سټېشن ګلوبل ټېلې وژن نېټ ورک لایسنس یا اجازت نامه منسوخه کړه.

د برطانيي افس اف کمیونيکېشن وویل د ګلوبل ټي وي د اداریاتي تګلاره د چین واک من کمیونسټ ګوند په لاس کې ده او دا د برطانيي د دې قانون خلاف ورزي ده چې سیاسي ګوندونه د نشریاتي ادارو په لایسنسونو د اختیار نه منع کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG