لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې تر نیمایي زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي


په پاکستان کې د خوارځواکۍ په هکله د حکومت څېړنه کې په ډاګه شوې چې د ټول هېواد په پرتله، بلوچستان ایالت کې خوارځواکي تر ټولو زیاته ده چیري چې تر نیمایي زیات ماشومان د خوراک له سخت کمښت سره مخ دي.

د خوارځواکۍ د مخنیوي او د غریبي ختمولو لپاره د وزیراعظم سلاکاره ډاکټر ثانیه نشتر ویلي د خوراک د نړیوالې ادارې په مالي مرسته یې د بلوچستان په دوو ضلعو، ژوب او قلات کې د غریبانو سره د مرستو او خوارځواکو ماشومان د پاره مرکزونه پرانستلي دي.

د مېرمن نشتر په وینا د خوراک له کمي سره مخ ماشومانو ته به له بېلا بېل وټامنونو ډک خوراکي توکي او درمل ورکول کېږي. هغې وویل دا پروژه به په دویم پړاو کې و نورو ضلعو ته غځوي.

په بلوچستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي د ادارې مشر ډاکټر امین مندوخېل ډیوه ته وویل په صوبه کې د خوراک د کمي له امله 49 فیصده ښځي په بدن کې د ویني کمي لري او د حمل په وخت د متوازن خوراک نه کولو له وجهې یې اثر په نویو زېږېدونکو ماشومانو وي.

ډاکټر مندوخېل وویل په صوبه کې نږدې 52 فیصده هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي کوتاه قده (تر خپل عمر ډېر لنډي) دي او ذهني وده یې هم کمزوره ده.

هغه وویل حکومت پلان لري چې د ژرندو و مالکانو ته داسي اړین وټامنونه ورکړي چې هغوی یې په وړو کې ګډ کړي او بیا یې و پلوري چې د خوار ځواکۍ مخه ونیسي او قدونه او زهني وده ببرته برابره شي.

د ماشومانو د ناروغیو ډاکټر حبیب بابر وویل په بلوچستان کې د اوبو کمی، د متوازن خوراک په اړه د کمپوهي سره سره ولسي رویې هم د خوارځواکۍ علتونه دي.

ډاکټر بابر وایي تعلیم یافته او شتمن خلک هم د ماشومانو او ښځو د خوراک او روغتیا پام نه ساتي، دده په وینا زموږ خلک له سره د روغ صحت، د خوراک په رویو او ضرورتونو له سره خبر نه دي او نه یې هم پام ساتي.

ډاکټر بابر وویل د حکومت او نړیوالو ادارو پروژې په ښارونو کې وي خو لیري پرتې سیمي لکه موسا خېل، قمردین کارېز، شېراني، هرنايي، توبه کاکړي، آواران، خاران او ډېره بګټي په ډول برخو ته څوک نه ځي چیري چې غریبي زیاته ده او تعلیم د نشت برابر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG