لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ايي ای جهازونه به د شپږو میاشتو پورې يورپي ملکونو ته پروازونه نشي کولی، د یورپي یونین اعلان


د کرونا وايرس له امله په موجوده وخت کې پي ايي ای یورپ ته پروازونه نلري خو په راتلوونکو څو میاشتو کې یې کوپن هېګن، پېرس او مېلان ته د پروازونو شروع کوولو اراده لرله
د کرونا وايرس له امله په موجوده وخت کې پي ايي ای یورپ ته پروازونه نلري خو په راتلوونکو څو میاشتو کې یې کوپن هېګن، پېرس او مېلان ته د پروازونو شروع کوولو اراده لرله

د دې معلوماتو مخې ته د راتلو وروسته چې د پاکستان انټرنېشنل ایرلاینز پي ايي ای دریمه برخه پایلټانو په خپلو امتحانونو کې درغلي کړې ده، د یورپي ملکونو اتحاد يورپین یونین اعلان کړی چې د اینده شپږو میاشتو پورې به د پي ايي ای جهازونه زیاترو دغو ملکونو ته پروازونه نشي کولی.

په پي ايي ای د عارضي بندیز اعلان د يورپین یونین اېویشین سېفټي اېجنسي ايي ای اېس ای یا د هوابازۍ د تحفظ ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.

ايي ای اېس ای په یو خط کې د هوابازۍ د تحفظ یورپي ادارې وویل په پي ايي ای د بندیز ګام د دې تشویش په بنیاد اخیستل شوی دی چې د پاکستاني پایلټانو لایسنسونه د تصدیق وړ نه دي او دا چې د پاکستان ریاست په موجوده وخت کې دا صلاحیت نلري چې خپل جهازونه د نړیوالو معیارونو سم وچلوي.

د پاکستان د هوابازۍ یا سول اېوي ایشن وزیر غلام سرور تیره هفته ویلي وو چې په ۸۶۰ پاکستاني پایلټانو کې ۲۶۰ پایلټانو په غير مناسب ډول لایسنسونه یا د جهاز الوځولو اجازت نامې ترلاسه کړي او د کار نه به لېرې کړي شي. هغه وویل مشکوکو اسنادو لروونکو پایلټانو کې د پي ايي ای ۱۴۱ پایلټان، د ایربلو نهه، د ایر سېرین ۱۰ او د شاهین ایرلاین ۱۷ پایلټان شامل دي.

خو پایلټانو اتحاديي د حکومت په دې دعوو پوښتنې راپورته کړي چې لایسنسونه یا اجازت نامې یې مشکوکې دي او ویلي یې دي چې د حکومت په بیانونو کې تضادات موجود دي او په دې اړه دې عدالتي تحقیقات وشي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي‌ د لایسنسونو د مسلې په سر د پي ايي ای ۱۵۰ پایلټان او د سول اېوي اېشن پنځه مامورین د دندو څخه لېرې کړي دي.

د کرونا وايرس له امله په موجوده وخت کې پي ايي ای یورپ ته پروازونه نلري خو په راتلوونکو څو میاشتو کې یې کوپن هېګن، پېرس او مېلان ته د پروازونو شروع کوولو اراده لرله.

د پي ايی اې ترجمان ای پي ته وویل دا خبره ډیره په خفګان کوي چې کمپني یې ډیره لاندې غورځیدلې ده. هغه وویل د افسوس خبره دا ده چې پي ايي‌ ای د پایلټانو د لایسنسونو په مسله حکومت او د هوابازۍ محکمه خبر کړي وه.

پي ايي ای د ټوېټر دلارې وویل چې د پایلټانو لایسنسونه پااختیاره ادارې جاري کړي وو خو مسله د لایسنسونو د اخیستلو په طریقه کار کې ده.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په پایلټانو د امتحانون نه ورکولو یا په امتحانونو کې د درغلۍ او د جعلي لایسنسونو الزامات لګول شوي دي چې په نړیواله کچه یې هم تشویش راپارولی دی او په یو شمېر ملکونو کې پاکستاني پایلټان د جهازونو الوځوولو نه منع کړی شوي دي.

د پایلټانو اتحاد وویل د اسنادو په لړ کې دې عدالتي تحقیقات وشي.

د پاکستان سول اېوي اېشن یا ملکي هوابازۍ کمپنۍ ترجمان عبدالستار کهوکهر رویټرز ته وویل دوی سره د تضاداتو په اړه مکمل تفصیل لا نشته خو په دې مسله د هوايي کمپنیانو سره په همکارۍ کار روان دی.

د پي ايي ای د پایلټانو اتحاد پاکستان ایرلاینز پایلټس اېسوسي ایشن وویل په حکومتي فهرست کې د اعلا تعلیم یافته پایلټانو نومونه شامل دي چې خپل ټول امتحانونه یې پاس کړي دي. د تنظیم صدر چوهدري سلمان رویټرز ته وویل د پایلټانو د اسنادو په اړه د راپورته شوې لانجې منصفانه حل غواړي.

د پایلټانو د مشکوکو اسنادو او لایسنسونو مسله تیره میاشت په کراچۍ کې د پي ايي ای د غورځېدلې جهاز د تحقیقاتو نه پس مخې ته راغله. د تحقیقاتو په ابتدايي رپورټ کې ویل شوي چې د غورځیدلي جهاز پایلټانو په حفاظتي اصولو کار نه کوولو او د خطر په اړه خبرداري یې د پامه غورځولي وو. د پي ايي ای په پریوتلي جهاز کې ۹۷ کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG