لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اين ډي ايم ای: د پلاسټک کڅوړې لښتی بندوي چې د پشکال په بارانونو کې د سیلابونو سبب جوړیږي


په پاکستان کې د قدرتي افتونو په صورت کې د امداد اداره يا د اين ډي ايم ای چيرمين ليفټنټ جنرل محمد افضل پېښور کې خبري غونډي ته وويل چې د نور کله په پرتله سږ کال د پشکال بارونه تر دې دمه کم شوي دې خو د اوبو د شرق د لاسه په کراچې او د ملک په نورو برخو کې باراني اوبو د سيلاب شکل اختيار کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په لويو ښارونو کې د پلاسټک ګوتیو د بيدريغه استعمال له امله د اوبو د ویستلو نظام خراب دی چې د پشکال د باران په مهال د ابادۍ د علاقو نه اوبه په اسانه نه وځي او بیا د خلقو د پاره د زيان باعث جوړ ېږي.

د این ډي ایم ای مشر وویل په کراچۍ کې هم د اوبو لښتي د پلاسټک کڅوړو بند کړی وو نو ځکه په ښار کې د باران په مهال اوبو سېلابي شکل اختیار کړی و. هغه زیاته کړه په کراچې کې باران د پاکستان اوسط مقدار نه هم کم شوی خو مسله دا ده چې د کراچې چې څومره غټې نالې دي هغه د ګندګې نه ډکې پراتې دي.

د نيشنل ډيزاسټر منجمنټ اتهارټي چيرمين دا هم وويل چې پاکستان د نړې په هغو ۱۰ ملکونو کې شميرل کېږي چرته چې د موسمي بدلون اثر ډير دی. هغه دا هم وويل چې په ملک کې د ابادۍ او خاص کر د سيندونو په غاره د ودانیو د جوړولو په لړ کي جامع پاليسي وضع کول پکار دي.

هغه زياته کړه چې سږ کال د پشکال دوران د خېبر پښتونخوا چترال سيمه کې د سيلاب راتلو دومره خطره نيشته خو بیا هم نيشنل ډيزازسټر منيجمنټ اتهارټي او د خېبر پښتونخوا پروينشل ډيزاسټرمنيجمنټ په علاقه کې داسې ځايونو کې د کار پيل کولو د پاره اقدامات کوي چرته چې د سيلاب راتلو لوجې عام اولس ته د نقصان ريسيدو امکان شتون لري.

د هغه وېنا وه چې د خېبر پښتونخوا حکومت چې ونو بوټو کرلو سونامي بلين ټري پروجيکټ شروع کړی د هغې په اړه وزير اعلي خېبر پښتونخوا سره خبرې کړي او په چترال کې به د اين ډي ايم ای په مرسته ونې بوټي کرل کېږي چې ورسره په ضلع چترال د سيلاب راتلو خطره تر ډير حده پورې کميدلې شي.



هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG