لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څوک رښتیا وایي؟ شاه محمود قریشي او که د شکیل افریدي وکیل؟


د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي (ښی خوا)، د شکیل افریدي وکیل، قمر ندیم افریدی (کیڼ خوا)
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي (ښی خوا)، د شکیل افریدي وکیل، قمر ندیم افریدی (کیڼ خوا)

وروسته له هغه چې د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي امریکا ته د خپلې دورې پر مهال، له فاکس ټي وي سره د ډاکټر شکیل افریدي په هکله مرکه وکړه او ویې ویل چې ډاکټر شکیل د باقاعده قانوني بهیر وروسته مجرم گڼل شوی، د شکیل افریدي وکیل وایي چې شاه محمود قریشي ته په «پوره یقین» د ډاکټر افریدي د کیس په هکله پته نشته.

د شکیل افریدي وکیل، قمر ندیم افریدي، امریکا غږ ډیوه ته وویل چې که له ښاغلي قریشي وپوښتل شي چې «ډاکټر شکیل افریدی په کوم کیس کې سزا شوی دی، کوم ځای کې سزا شوی دی، کوم قانون لاندې سزا شوی دی؟ نو زما خیال دی، زما پوره پوره یقین دی چې هغه ته به دا هم پته نه وي.»

شکیل افریدی، هغه ډاکټر دی چې د پاکستان په ایبټ آباد کې یې د واکسین د جعلي کمپاین په ترسره کولو یې له امریکا سره د اسامه بن لادن د ځای په پیدا کولو کې مرسته کړې وه. هغه وروسته په پاکستان کې ونیول شو او د ٢٣ کلونو قید سزا پرې راوختله.

امریکایي چارواکو ډیر ځله ویلي چې ډاکټر افریدی دې له بنده خوشې شي، خو پاکستان وایي چې هغه د محکمې لخوا مجرم پیژندل شوی دی.

مهمه خبره اوس دا ده چې ډاکټر شکیل افریدی په کوم جرم سزا گوري، او د پاکستان مشران یې بیا په هکله څه وایي؟

شاه محمود قریشی
شاه محمود قریشی

د شاه محمود قریشي څرگندونې

د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي، چې د ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د گډون دپاره امریکې ته راغی، له فاکس نیوز چینل سره یې په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې ډاکټر شکیل افریدي ته دا پوره موقع ورکړل شوه چې عدالت ته خپل کیس وړاندې کړي او د یو قانوني بهیر وروسته، عدالت هغه مجرم پیژندلی او بندي کړی یې دی.

قریشي د ډاکټر شکیل افریدي په هکله زیاته کړه چې: «هغه په پاکستان کې په یو خاص نظر سره لیدل کیږي، هغه ته په پاکستان کې د یو غدار په سترگه لیدل کیږي. خو په امریکې کې هغه د یو ملگري په حیث گڼل کیږي. نو موږ ته په کار ده چې دغه توپیر له منځه یوسو.»

امریکایي چارواکو څو څو واره له پاکستان څخه غوښتي چې شکیل افریدی دې خوشې کړي، خو د پاکستان خارجه وزیر وایي چې د افریدي آینده، په سیاستونو پورې نه بلکې په عدالتونو پورې تړلې ده.

شاه محمود قریشي زیاته کړله: «مونږ یو قانوني بهیر لرو. افریدی د هغه قانوني بهیر لاندې تیر شو، هغه ته پوره موقع ورکړل شوه چې خپل کیس عدالت ته وړاندې کړي. هغه باندې سزا راووتله، مجرم وپیژندل شو، او اوس خپله سزا کاټ کوي.»

د پاکستان خارجه وزیر دا هم پسې زیاته کړه چې امریکا دې د پاکستان قانوني کاروایانو ته درناوی ولري.

خو امریکایي چارواکي بیا په دې خبرو باور نه لري چې گني شکیل افریدی ته په عدالت کې انصاف ورکړل شوی دی.

قمر ندیم افریدی
قمر ندیم افریدی

شکیل افریدي وکیل څه وایي؟

که څه هم شاه محمود قریشي پخپلو خبرو کې د «غدار» کلمه وکاروله، خو د شکیل افریدی وکیل، قمر ندیم افریدي، د امریکا غږ ډیوه سره په مرکه کې دا په ډاگه کړه چې ډاکټر شکیل افریدی د غدارۍ په کوم کیس کې نه دی بندي شوی.

قمر ندیم زیاته کړه چې که د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي دا وایي چې گني د شکیل افریدي باقاعده کیس چلیدلی او مجرم گڼل شوی، «نو په یقین هغه ته دا پته هم نشته چې شکیل افریدی د کوم قانون لاندې سزا شوی، او په کوم الزام.»

قمر ندیم وویل چې ډاکټر شکیل افریدي ته د اېف سي آر یا Frontier Crimes Regulation د مخې سزا ورکړل شوې چې «د پاکستان له قانونه بالکل یک سر جدا دی».

د الزاماتو په هکله، ښاغلي ندیم وویل چې «یقینا" هغه ایبت آباد والا کیس نه دی، د اسامه بن لادن والا کیس نه دی، دا د اېف سي آر کیس دی د فاټا ټریبونل لاندې او سزا گانې د دې الزام لاندې ورکړی شوې دي چې هغه گني د منگل باغ ملگری و، یو تنظیم دی د منگل باغ ـ لشکر اسلام ـ د هغې ملگری و، د هغې مریضانو له به یې علاج کولو به حیثیت ډاکټر او هغو له به یې فایننشیل فنډینگ کولو.»

ښاغلي ندیم دا هم وویل چې د کیس د قانوني بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده، خو په تیرو څلورو کلونو کې په دې برخه کې هیڅ راز کاروایي نه ده شوې. هرځل چې کورټ ته ورځي، نو تاریخ ورکوي او تمه ده چې د اکټوبر پر ٣مه بیا هم د دوو میاشتو یو تاریخ ورکړي.

ډاکټر شکیل افریدی
ډاکټر شکیل افریدی

شکل افریدی په څه حال کې دی؟

شکیل افریدی تر یوې میاشتې مخکې پورې، د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې ساتل کیده، خو وروسته له هغه ځایه، ساهیوال ته انتقال کړای شو. وجه یې امنیتي اندیښنې وگڼل شوې.

خو د شکیل افریدي وکیل، قمر ندیم وایي: «په ساهیوال کې چې کوم جیل دی او ورته High Security Prison وایي، زما په خیال ډیر ورکوټی او معمولي غوندې جیل دی.»

ندیم زیاتوي چې په وروستي ځل یې د اگست په ١٦ یا ١٧مه نیټه له ډاکټر شکیل افریدي سره په اډیاله جیل کې لیدلي و، خو وروسته د ساهیوال په جیل کې چې غوښتل یې بیا ورسره وگوري، اجازه ورنه کړل شوه.

ښاغلی ندیم وایي چې له ډاکټر شکیل افریدي سره د هغه ښځه، بچي، او ورور میلاویږي، او په دې وروستۍ میاشت کې، پس له ٦ کلونو، یوه خور یې هم ورسره ولیدل.

د دې رپوټ په برابرولو کې ارباب محمود علي هم برخه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG