لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د کانگرس غړی: پاکستان د یو قام نه، د گڼو قامونو هېواد دی


د امریکا وتلي کانگرس غړي، بریډ شېرمن د پاکستان د پرمخ تللي فکر خاوندانو او د بشري حقونو دفاع کوونکو یوې غونډې ته ویلي په پاکستان کې پوځ او واکمنه سیاسي مخصوصه ډله کوښښ کوي نړۍ ته دا وښیي چې گني پاکستان یو قامیزه هیواد دی، خو په اصل کې داسې نه ده.

په دې غونډه کې چې د امریکې په سرښار واشنگټن ډي سي کې د سات SAATH په نوم یو سازمان جوړه کړې وه، د کانگرس غړي بریډ شېرمن وویل: "پاکستان د مختلفو قامونو هیواد دی او د دغو قامونو شناخت منل، پاکستان نور هم مضبوطوي."

برېډ شېرمن زیاته کړه چې د ډاکټر شکیل افریدي راخلاصول، د امریکې د کانگرس دپاره ډېر مهم هدف دی. هغه همدا رنگه وویل: "مونږ خو غوره وبلله چې پر دې حقیقت چې اسامه بن لادن د پوځي اکاډیمۍ ترڅنگ اوسیده، سترگې پټې کړو، خو پر یو بهترین پاکستاني، هغه کس باندې چې مونږ سره یې د دغه ترهگر په پیدا کولو کې مرسته وکړه، سترگې نشو پټولای."

دغه امریکایي کانگریسمن، د امریکا سره د پاکستان د تعلقاتو پر دوه اړخو هم وغږید او ویې ویل چې پاکستان له یو طرف څخه ځان یو جمهوریت او د امریکا ملگری هیواد گڼي، خو بل طرف ته بیا دا څنگه کیدای شي چې د امریکا غږ پښتو او اردو ویب سایټونه دې وتړي.

د غونډې نورو برخه والو په یوه خوله د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) دغوښتنو ملاتړ وکړ.

د غونډې گډونوالو، په پاکستان کې د روان "ظلم زیاتي" او په دغه هېواد کې "د ملکي ادارو د کمزورتیا" په اړه ژوره اندېښنه وښوده.

دوی خواشیني څرګنده کړه چې په کراچۍ کې د نقیب الله مسود له وژنې یو کال وروسته هم د هغه کورنۍ ته عدالت نه دی ورکړل شوی.

ګډونوالو د پاکستان د وروستیو عمومي ټاکنو د اعتبار او باور د نشتوالي په اړه هم اندېښنه وښوده چې د دوی په وینا تر ټولو زیاتې ټگۍ پکې شوې وې او د سازش انتخابات و.

همدارنګه ګډونوالو په ۲۰۱۴ کال کې په ارمي پبلک سکول باندې د شوي برید په ترڅ کې د قربانیانو د والدینو د هغو غوښتنو ملاتړ وکړ چې غواړي ددغه برید په اړه دې د عدلي پلټنو د کمېسیون د پلټنو پایلې له عوامو سره شریکې کړای شي.

د نوي پاکستان د بحران په نامه د خبرو پرمهال ګډونوالو دا هم وویل چې په پاکستان کې مخالفین په نښه کېږي، په رسنیو باندې بندیز او عدلي ادارې له پوځ سره د بشپړ جوړجاړي په حالت کې دي.

په دې غونډه کې په دې هم خبرې وشوې چې پښتانه، بلوڅان او سیندیان په زوره بې درکه کېږي، د بیان ازادي له منځه تللې، ډیموکراټیک بنسټونه کمزوري کېږي، د پښتنو په سیمو کې د پوځي عملیاتو پرمهال له بشري حقونو څخه سرغړونې زیاتېږي او د ګېلګېټ بالتېستان له خلکو سره زور زیاتی کېږي.

دوي ویل چې دا هرڅه په ملکي سیاست باندې د پاکستان د پوځ د واک د پراخېدو په ترڅ کې رامنځ ته شوي دي.

دا څرګندوې د هغه کانفرانس په ترڅ کې وشوې چې له ټاکنو څخه د وروسته پاکستان نوم ورته ورکړل شوی وو او کوربانه یې په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني او په امریکا کې مېشت لیکوال ډاکټر محمد تقي وو.

که څه هم په دې غونډه کې د پاکستان د حکومت کوم نماینده او یا په واشنگټن کې د پاکستان کوم سفارتکار نه و ورغلی، خو د اسلام آباد دریځ دا دی چې په هیواد کې میشت ټولو قامونو ته د آئین پر اساس، په یو نظر کتل کیږي، د اقلیتونو د حق ساتلو هڅې کیږي، او د پښتون تحفظ موومنټ هغه اولنۍ غوښتنې یې گني پرځای کړي او د لادرکه شویو کسانو ستونزه یې هم تر ډېره حده حل کړې ده.

د کال ٢٠١٨ د انتخاباتو په نتیجه کې، یو فعاله پارلمان پرځای شوی او دغه نتیجې په رسمي ډول په هیواد کې منل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG