لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناء الله:تحریک طالبان پاکستان دافغانستان او پاکستان په ګډون ټولې سیمې لپارہ خطره ده


رانا ثناالله که يوې خوا ته وايي چې تحريک طالبان پاکستان د ټولې خطې د امن لپاره خطر دی خو بل لوري ته هغه په خپل خبري کانفرنس کې دا هم وويل چې يو څوک هم دومره قوت نه لري چې د پاکستان تر وس دې وتلی وي، هغه وويل د پاکستان ولس دې ويره نه کوي
رانا ثناالله که يوې خوا ته وايي چې تحريک طالبان پاکستان د ټولې خطې د امن لپاره خطر دی خو بل لوري ته هغه په خپل خبري کانفرنس کې دا هم وويل چې يو څوک هم دومره قوت نه لري چې د پاکستان تر وس دې وتلی وي، هغه وويل د پاکستان ولس دې ويره نه کوي

د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثنا اللہ وایي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپارہ خطره ده۔

اسلام آباد کي د خبري غونډې پر مھال دکورنبو چارو وزیر ویلي" زموږ همسايه او ورور ملک افغانستان چې د پاکستان له لوري ورته هر ډول مرستې او کومک ورکول کېږي، د هغوی لپاره هم بايد دا د فکر وړ خبره وګرځي"

دهغه په وینا که ټي ټي پي دلته په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري او د هغې ذمه واري هم مني نو دا د ټولې سيمې د امن لپاره زيات خطرناک عمل دی-

رانا ثناالله که يوې خوا ته وايي چې تحريک طالبان پاکستان د ټولې خطې د امن لپاره خطر دی خو بل لوري ته هغه په خپل خبري کانفرنس کې دا هم وويل چې يو څوک هم دومره قوت نه لري چې د پاکستان تر وس دې وتلی وي، هغه وويل د پاکستان ولس دې ويره نه کوي.

"په خېبر پښتونخوا او په بلوچستان کې چې څه روان دي د دې معنا دا نه ده چې يو قوت زموږ تر اختيار وتلی دی، د دوی ( ټي ټي پي) چې کوم تعداد او قوت دی هغه موږ ته معلوم دی، زه د پاکستان ولس ته دا يقين ورکوم چې دا لږ د تشويش خبره خو ضرور ده خو دا ويره بايد ونه شي چې دا به بيرته سر پورته کړي۔

د رانا ثناالله د تورونو د ځواب لپاره وي او ای ډيوه پر کابل د واکمن افغان طالبانو له مرستيال وياند انعام الله سمنګاني سره د واټس ایپ له لارې په بيا بيا تماس ونيولو خو ځواب یې ونه ویلو.

تر دې وړاندې د افغان طالبانو له لوري په بيا بيا ويل شوي چې هيڅ يو چا ته هم د افغانستان خاوره د چا پر ضد د استعمالولو اجازت نه ورکوي۔

مشر خبريال او شنونکی شهزاده ذوالفقار بيا وايي چې د بلوچستان او پښتونخوا صوبې حالات چې کوم لوري ته روان دي پر دې بايد زيات تشويش وشي،

ډیوه سره خبرو کې شهزاده ذوالفقار وايي چې په بلوچستان کې نه يوازې تحريک طالبان بلکې بلوڅ وسلوال تنظيمونه هم فعاليت کوي ځکه ويره زياتېږي،

په کوټه کې ميشت شنونکی اوخبريال جلال نورزی وايي چې افغانستان سره د نزدیکت له وجې داسې پېښې په اساني سره تر سره کېږي وايي چې د افغان طالبانو لپاره د داسې پېښو مخنوی ګران کار دی .

هغه وایي افغان طالبان دومره معاشي او افرادي قوت نه لري چې ددې مخ نيوی په اساني سره وکړي ځکه هغه وايي چې ددې مسئلو حل په خبرو اترو کې دی۔

د چهارشنبې په ورځ د کوټې په بليلي سیمه کې د بلوچستان کانسټېبلري پوليسو پر ټرک ځانمرګي بريد شوی و چې د پوليسو په خبره د يو ماشوم او مېرمنې په ګډون څلور تنه پکې وژل شوي او 27 تنه ټپيان شوي وو، د پېښې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه۔

د کوټې د سيول روغتون وياند وسيم بېګ ډيوه ته وويل، له ټراما سېنټر څخه يې شپاړس ټپيان فارغه کړي او اوس يوولس ټپيان تر درملنې لاندې دي " په چاودنه کې څلور تنه مړه شوي وؤ، يولس ټپيان داخله دي او شپاړس مو خپلو کورنو ته ولېږل"

تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت د روان کال په جون مياشت کې د افغانستان په پلازمينه کابل کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب خبرې اترې کړې وې او تر يوې نا معلومه مودې له دواړو لورو اوربند هم شوی و .

د نومبر پر اتوويشتمه د ټي ټي په له لوري يو بيان جاري شوی و چې پکې دعوه شوې وه چې د پاکستان عسکري ادارو له لوري د دوی د غړو پر ضد عمليات زيات شوي دي ځکه دوی هم د بدل اخيستلو په موخه خپلو غړو ته د بريدونو کولو امر کړی او دوه ورځې وروسته يې په کوټه کې پرون ځانمرګی بريد تر سره کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG