لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيګار په افغانستان کې د امن په کوښښونو بې باوري څرګنده کړې


د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د سیګار مشر جان ساپکو په خپل رپورټ کې لېکلي "د ډزبندۍ معاهده نیشته او په افغانستان کې د یاغیانو او د تندلارو تشدد په اوچتو سطحو دوام درلود…"
د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د سیګار مشر جان ساپکو په خپل رپورټ کې لېکلي "د ډزبندۍ معاهده نیشته او په افغانستان کې د یاغیانو او د تندلارو تشدد په اوچتو سطحو دوام درلود…"

په افغانستان کې د بیا رغونې په امریکايي هلو ځلو نظر ساتوونکي امریکايي ادارې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په کوښښونو بې باروي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې طالبانو د لوظ سره سم د القاعده ډلې سره خپلې اړېکې نه دي ختمې کړي.

یو اېس سپېشل انسپکټرجنرل فار افغانستان ريکنسټرکشن، سیګار، د ګل، دوشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وړاندې کړی شوي خپل رپورټ کې وویل چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه تېر کال د امریکې او طالبانو د معاهدې وروسته د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ شروع شويو خبرو څه بنیادي نتېجې نه دي راوړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د سیګار مشر جان ساپکو په خپل رپورټ کې لېکلي "د ډزبندۍ معاهده نیشته او په افغانستان کې د یاغیانو او د تندلارو تشدد په اوچتو سطحو دوام درلود…"

ساپکو وویل چې د دې پرته چې د امریکې او افغانستان لوړ رتبه چارواکو د اور د سولې غږونه پورته کول په افغانستان کې تشدد بیا هم جاري و.

په افغانستان کې امن امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر معاهده لاس لیک کړې ده
په افغانستان کې امن امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر معاهده لاس لیک کړې ده

"دا څرګنده ده...چې طالبانو د القاعده ترهګرو سره اړېکې نه دې ماتې کړي چې په امریکا یې د ناین الېون حملې کړي," ساپکو په خپل رپورټ کې لیکلي.

تېر کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ په قطر کې د دسختط شوي معاهدې د لاندې به امریکا او نېټو د ۲۰۲۱ د می د میاشت پورې د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او طالبان په ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او نور ملکونو خلاف د ترهګرۍ په ضد استعمالېدو ته نه ورکوي.

د وی او ای د رپورټ ترمخه د معاهدې باوجود امریکايي پوځي مامورینو وار په وار د خپلو لوظونو پورو کولو په لړ کې د طالبانو په ارادو شکونه څرګند کړي دي او د سیګار رپورټ وايي په نورو برخو کې هم پرمختګ د جمود ښکار شوی دی.

سيګار په خپل رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۰ په اخېریړ دریو میاشتو کې د افغانستان په زیاترو برخو کې تشدد دوام لرلو او په خصوصي توګه په سرښار کابل کې حملې د تشویش وړ وې.

د رپورټ ترمخه طالبانو د پېش قدمۍ مخې ته افغان پوځ یو شمېر سیمې دلاسه ورکړي او سیګار وویل چې د ډسمبر په میاشت کې یوازې په کندهار ولایت کې افغان پوځ ۲۰۰ چېک پوسټونه طالبانو ته پرېښودل چې دلارې یې طالبانو حکومتي وسله او ګولۍ ترلاسه کړی شوې.

طالبانو سره معاهده د امريکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په صدارت کې شوي او د هغه د حکومت د ختمېدو په اخېرۍ ورځو کې د امریکې دفاع وزات، پېنټګان، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تعداد ۲۵۰۰ ته راکم کړو.

د صدر ټرمپ جانشین، د صدر جوبایډن د حکومت خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي طالبانو سره شوي معاهدې ته به بیا کتنه کوي.

سیګار په خپل رپورټ کې وویل د امریکې دفاعي مامورین دا خبره احساسوي چې په افغانستان د امریکايي عسکرو د کمېدو له امله د افغان ځواکونو د تربيي، مشاورت او کومک هلې ځلې محدودې شوي دي.

د سيګار په رپورټ کې وېل شوي چې د امریکې نوی حکومت او کانګرس د افغانستان سره تړلې معاملې ترلاسه کوي نو باید چې په دې پوهه وي چې په افغانستان کې خطرات نه یوازې موجود دي بلکې په پراخه کچه دا تویش وجود لري چې ایا د نړیوالې مرستې بغیر افغان ریاست په خپله ځان ساتلی شي؟

د ګل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې د یورپین یونین استازې ډلې، نېټو، امریکې، برطانيي او کېنډې په یو بیان کې په افغانستان کې د هدفي وژنو، د خلکو د برمته کېدو او په ضروري بنیادي سهولتونو د حملو غندنه وکړه.

بیان کې وویل شوو چې "طالبان باید په دې پوهه شي چې د تشدد او تباهۍ نه ډک د دوی ګامونه دنیا غصه کوي او پکار ته چې ودرول شي چې په افغانستان کې امن راشي."

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ووېل دغه الزامات بې بنیاده. هغه زیاته کړه طالبان د ملکي کسانو په وژنه کې د بنیادي اسانتیاو په تباهۍ کې لاس نه لري.

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن
د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن

تېره جمعه افغان صدر اشرف غني یوې غونډې ته وویل داسې ښکاري چې طالبانو د خبرو په شا وخت ترلاسه کول غواړي او د مذاکراتو نه د ډډې دپاره کله یو جواز او کله بل جواز وړاندې کوي.

افغان صدر خبرداری وکړو چې طالبان به د تشدد لارې ګټه ترلاسه کولو ته نه پرېږدي.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جېک سولېون تېره هفته وویل چې امریکا دې خبرې ته کتنه کوي چې طالبان تر څومره حد پورې د امریکې سره کړي معاهدې پابندي کوي. هغه زیاته کړه چې د دغه کتنې په تناظر که به بیا د اینده پوځي او سفارتي تګلارې ټاکنه کولی شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر چارواکي وايي طالبان د امریکې سره شوي معاهدې پابندي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG