لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل مېلي: د خارجي ځواکونو د وتلو ورسته په افغانستان کې بدې نتېجې مخې ته راتللی شي


د امریکا ستر پوځي مشر او د افغانستان د حکومت د یو لوړ رتبه ذمه وار لخوا دا تازه اندېښنې په داسې حال کې څرګنده کړی شوي دي چې د تېر خالي -شنبې د ورځې مۍ اولنۍ نېټې څخه د صدر جوبایډن د اعلانه سره سم امریکايي ځواکونو په باضابطه توګه د افغانستان نه وتل هم پېل کړي دي
د امریکا ستر پوځي مشر او د افغانستان د حکومت د یو لوړ رتبه ذمه وار لخوا دا تازه اندېښنې په داسې حال کې څرګنده کړی شوي دي چې د تېر خالي -شنبې د ورځې مۍ اولنۍ نېټې څخه د صدر جوبایډن د اعلانه سره سم امریکايي ځواکونو په باضابطه توګه د افغانستان نه وتل هم پېل کړي دي

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک مېلي خبرداری کړی چې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته بدې نتیجې مخې ته راتللی شي. هغه وویل په دغه هېواد کې اوس هم د فریقېنو ترمنځ د روغې جوړې خبرو ته اړتیا شته.

بلخوا د افغانستان د ملي پخلاینې لپاره د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې دا امکان شته چې د امریکا او نېټو ځواکونه وځي نو طالبان په افغانستان کې د حالاتو نه ګټه پورته کولی شي چې د تشدد لاره خپله کړي.

د امریکا ستر پوځي مشر او د افغانستان د حکومت د یو لوړ رتبه ذمه وار لخوا دا تازه اندېښنې په داسې حال کې څرګنده کړی شوي دي چې د تېر خالي -شنبې د ورځې مۍ اولنۍ نېټې څخه د صدر جوبایډن د اعلانه سره سم امریکايي ځواکونو په باضابطه توګه د افغانستان نه وتل هم پېل کړي دي.

جنرل مارک مېلي د امریکا سي اېن اېن ټېلي ویژن او وېب پاڼې ترمخه د امریکايي پوځ د ګډو ځواکونو چئرمېن جنرل مارک مېلي د خبریالانو یوې ډلې سره د خبرو په وخت افغان پوځ ته په اشاره کولو دا خوشبیني هم وښودله چې شمېر یې له دریو لکهو زیات شوې او د تېرو څو کلونو راهیسې د جګړې مشري هم کوي او د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته د افغانستان د مستقبل په ټاکلو کې هم اهمه کردار ادا کوي.

جنرل مارک مېلي وویل چې په افغانستان کې دا وخت بیلا بیل حالات دي او د راتلونکي په اړه سل فیصده پیش بیني نشي کېدی خو وايي یو خوا حالت دا دی چې حکومت وايي پوځ او دوی یو موټي دي او بل خوا مونږه د ګرمۍ موسم ته ګورو چې څه کېږي. حقیقت دا دی چې د دا وخت د ښو او بدو دواړو حالاتو احتمال موجود دی.

جنرل مارک مېلي د افغان ځواکونو د صلاحیت په اړه وویل چې امریکا افغان ځواکونو ته په محدوده کچه استخباراتي او د هوايي بریدونو مرسته ورکوي او که چېرې دوی ته څه تېکنیکي مرستې پکار وي نو هغه به هم ورکړي خو وايي چې دا وخت افغان ځواکونو په خپلواکه توګه عملیات زیات کړي دي.

مارک مېلي وویل چې دوي د یولسم ستمبر د نېټې نه وړاندې د وتلو صلاحیت لري خو وايي مونږه به په ذمه وارانه توګه وځو او په دې لړ کې به په همکارۍ سره د عسکرو د وېستلو چارې په وړاندې بیایو.

د جرمن د دفاع وزارت ویاند هم د اپرېل په یویشتمه ویلي وو چې نېټو په دې غور کوي چې د وخت نه وړاندې خپل ځواکونه له افغانستان نه راوباسي او غواړي چې دا د جولايي تر څلورمې پورې ممکن کړي.

خو جنرل مارک مېلي ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتو په اړه به د ټاکلې مودې پورې وځي خو د وخت نه وړاندې څه نېټه نشي ویلی او امریکا غواړي چې په پاتې څلورو میاشتو کې د خبرو اترو د لارې جګړه ختمه کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په لړ کې د خبرو اترو په اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وي او ای سره د خبرو په وخت ویلي دي چې د نړبوالو ځواکونو د وتلو اعلان سره د طالبانو پوزیشن بدل شوې دی، د طالبانو مرکچیان د سلا مشورې د پاره پاکستان ته ورغلي دي چې ترې لارښونه زدکړي او خپل حالت ترتیب کړي. هغه وايي وړاندې د دوی دریځ دا و چې په نړیوالو ځواکونو به بریدونه کوي.

عبدالله عبدالله وویل چې د دوحه د خبرو په تسلسل کې د استبول کانفرنس د سولې لپاره اوس هم اهم دی او دواړه افغان خواوې په یو بل د پوهېدو دپاره ضروي ده دې غونډې ته ورشي.

د افغانستان د عالي شورا مشر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان به د تشدد زیاتولو غلطي نه کوي خو وايي د نړیوالو ځواکونو پاتې موده طالبان د جواز په توګه وړاندې کولی شي چې تشدد زیات کړي، داسې به دوی وايي چې د بهرنیو ځواکونو په موجودګۍ کې به یې جهاد روان وي خو عبدالله عبدالله وايي چې د دریو میاشو نه کمې موده کې به خارجي ځواکونه له افغانستان نه وځي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG