لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د ايي اېم اېف امداد د ډاکټر شکیل افریدي د خوشي کیدلو سره مشروط کیدی شي؟


د امریکا د کانګرس یو مهم غړي برېډ شېرمن د سویلي اسیا لپاره امریکايي استازې اېلس وېلز نه د یوې اورونې په وخت پوښتنه کړې چې ایا داسې کیدی شي چې پاکستان ته ايي اېم اېف لخوا ورکړل کیدونکی امداد د ډاکټر شکیل افریدي د خوشي کولو سره مشروط شي؟

اېلس وېلز د دغې پوښتنې ښکاره ځواب نه دی ورکړی خو د کانګرس غړي ته يې ویلي، امریکا د ايي اېم اېف قرضې اخستلو لپاره په پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو غږ کړی.

د امریکايي کانګرس د اسیا پېسفک او جوهري وسلو د مخنیوي لاندینۍ کمېټۍ تیره ورځ د یوې اورونې په مهال په پاکستان کې د امریکا استخباراتي ادارې سره د مرستو په تور نیول شوي ډاکټر شکیل افریدي په اړه پوښتنه کړې، چې ایا پاکستان ته د ايي اېم اېف لخوا ورکړل کیدونکی امداد د ډاکټر شکیل افریدي د خوشي کیدلو سره مشروط کیدلی شي او که نه؟

د دغه اورونې په مهال د امریکايي کانګرس غړي برېډ شېرمن د سویلي اسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلس وېلز نه پوښتنه کړې چې د ډاکټر شکیل افریدي د خوشي کیدو پورې ایا امریکا د ايي اېم اېف لخوا پاکستان ته ورکړل کیدونکې قرضه ودرولی شي؟

نوموړي زیاته کړې چې ډاکټر شکیل افریدي په غلطه نیول شوی، او امریکا د وړاندې نه د ډاکټر شکیل افریدي د نیولو په سر د پاکستان نه ۱۳۰ مېلینه ډالره امداد ځنډولی دی.

د برېډ شېرمن لخوا د سندهۍ ژبې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مېرمن اېلس وېلز ویلي ٫٫ دا ډیره مهمه ده چې مونږ د پاکستان اولس ته په هغه ژبه کې خپل پېغام ورسوو کومه چې دوي په خپلو کورونو کې وايي.٬٬

د امریکا د خارجه چارو ناېب سېکترې اېلس وېلز د کانګرس دغه کمېټۍ ته یو وارې بیا ویلي ٫٫ مونږ په پاکستان غږ کړی چې د جېش محمد په شان ترهګرو ډلو پرضد دې کوټلي او عملي ګامونه واخلي. دا هغه ډلې دي چې په جنوبي اسیا کې امنیت ته لوې خطر جوړولی شي او یو ښکاره بېلګه یا مثال يې د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان او هندوستان تر منځه تاو تریخوالی دی.

مېرمن اېلس وېلز د خپلو خبرو په مهال ویلي په افغانستان کې د زمکني حالاتوپه اساس د امریکا د فیصلو کولو پلان ښې نتیجې ورکوي او طالبان د امریکا سره خبرو اترو ته کښیناستلي دي.

د امریکا مرستندویه ادرې یا یو اېس اېډ یو چارواکي کېرن فریمن په دغه مهال د خبرو اترو په وخت د کانګرس دغه کمېټۍ ته ویلي ٫٫ د افغانستان سره د پاکستان د پولې کنټرول ښهکولو په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا کې ورګډو شوو نوو قبایلي ضلعو او د افغانستان د پولې امنیت ښه کولو لپاره مونږ د پاکستان د حکومت مالي مرستې کوو.٬٬

د پاکستان حکومت لخوا تر اوسه د کانګرس دغه اورنۍ په اړه څه رسمي غبرګونه نه دی راغلی. خو پاکستان بیا بیا وايي چې د هیواد دننه د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې د څه توپیره کوټلي ګامونه پوته کوي.

وړاندې هم د امریکا لخوا بیا بیا په پاکستان غږ شوی چې د هغه ترهګرو ډلو پرضد دې کوټلي ګامونه پورته کړي کومې چې د سېمې او ګاونډي هوادونو ته خطر دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG