لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس څخه د پاکستان د تېلو اخستو اعلان ته د امریکا غبرګون


د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو په اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تېل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي
د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو په اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تېل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي

امریکا ویلي د توانايۍ د نرخونو په سر د حکومتونو په مشکلاتو خبر ده، او په دغه لړ کې يې تراوسه داسې کوم بنديز نه دی لګولی د کوم لاندې چې د روس څخه نور ملکونه تېل نه شي اخستی.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د امریکې خارجه وزارت دغه پوښتنې ته چې، پاکستان د روس څخه په رعايتي نرخو د تېلو اخستو اعلان کړی، په ځوا کې ویلي، امريکا پرې خبر ده او تراوسه پورې امریکې د روس څخه د توانايۍ په درامد کولو کومه پابندي نه ده لګولې.

امريکې د پاکستان د نوم اخستو پرته ويلي د توانايۍ په برخه کې د ملکونو په مشکلاتو خبر ده.

د امریکې خارجه وزارت ویلي، "زمونږ په دې اړه دريځ ډېر څرګند دی چې هر يو ملک د خپلو حالاتو ترمخه، د توانايۍ د درامد کولو د سرچينو په اړوند په خپله کومه لاره خپله کړي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت دغه غبرګون په داسې حال کې مخې ته راغلی چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزیر مملکت مصدق ملک ويلي وو "روس پریکړه کړې چې مونږ [پاکستان] ته به خام تیل په نړۍ کې د ورکړل شوي رعایت سره مساوي یا تر دې هم په زيات رعایت راکوي".

هغه زیاته کړې وه د خامو تېلو تر څنګ به روس پاکستان ته په ټیټه بیه پټرول او ډیزل هم ورکوي.

د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو په اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تېل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي.

څيړونکي وايي پاکستان که د روس نه په ډالرو تېل اخلي د مشکل سره مخ کېدی شي خو که دغه معاهده په روبل کې وي بيا د پاکستان په ګټه دی.

پاکستان ته په ارزانه بیعه د تېلو د ورکولو په خبر د روس د توانايۍ وزارت له اړخه کوم فوري بیان مخې ته نه دی راغلی.

د پټرولیم وزير مملکت مصدق ملک دا هم ويلي له روس څخه د ایل این جي د ترلاسه کولو لپاره هم خبرې پیل شوي او په دغه لړ کې به د پاکستاني کمپنیو سره د خبرو د پاره د روس یوه ډله د پاکستان سفر وکړي.

د رویټرز د خبر ترمخه د پاکستان د ګېسو خپلې ذخیرې هم په کمېدو شوي دي، ځکه په ملک کې کورونو او صنعتي صارفینو ته د ګېسو سپلايي هم کمه کړی شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG