لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي "لیوني" چاینا وایرس، کرونا، ته یې ماتی ورکړو


صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ یوه هفته وړاندې کرونا وایرس نه د خپل ځان او د مېرمن ملانیا ټرمپ د ناروغه کېدو اعلان وکړو خو اوس وايي د بیمارۍ نه ښه شوی دی او دوا خوړلو ته ضرورت نه لري.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د امریکې فاکس ټېلې وژن سره په ټېلې فون مرکه کې صدر ټرمپ وویل "ما دې لیوني، وحشتناکه چاینا وایرس ته ماتی ورکړو. " صدر ټرمپ وویل داسې ښکاري چې د هغه بدن مدافعت لري.

صدر ټرمپ وویل په هسپتال کې د څلورو ورځو تېروولو وروسته یوې ځلاندې رڼا په خپل حفاظت کې اخیستی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د فاکس ټېلې وژن سره مرکه کې صدرټرمپ نه دا پوښتنه ونشوه چې ایا اوس یې واقعي هم د کرونا وایرس ټېسټ منفي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د ټېلې وژن د مرکې نه لږ وخت وروسته صدر ټرمپ په ټوېټر وویل د وایټ هاوس ډاکټرانو ورته ويلي هغه اوس بیا په کرونا وایرس نشي ناروغه کېدلی او نه هم دا وایرس بل چا ته خپرولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د صدر د دغې خبرې په ردعمل کې ټوېټر د هغه د اکاونټ ځېنې صلاحیتونه وتړل او وه یې ووېل د کرونا وایرس په اړه د غلطو او نقصاني معلوماتو خپرېدو په اړه د صدر خبرې د ټوېټر د قوانینو خلاف دي.

رپورټ وايي فېس بک د صدر ټرمپ د پوسټ په اړه هېڅ وه نکړل.

په امریکا کې د ناروغو د مخنيوي او د بیمارو نه د حفاظت حکومتي ادارې سېڼترز فار ډېزیز کنټرول اېنډ پرېوېشن کرونا وایرس د بیا لګېدو او په بدن کې د دې د مزاحمت په محدوده کچه معلومات شریک کړي دي. یو تن چې د کرونا وایرس نه روغ شي، په وینه کې په ټیټه کچه تر دریو میاشتو پورې د دغه وایرس لري او نورو خلکو ته به وایرس نشي خپروولی. ادارې وویل د دې دا مطلب نه دی چې د دغه تن بدن مزاحمت پیدا کړي او بیا نشي ناروغه کېدلی.

صدر ټرمپ وویل هغه ته د کرونا وایرس د تجرباتي وېکسین ستنه لګېدو نه پس هغه ډیر ښه محسوسوول. د وي او ای رپورټ وايي صدر ته ورکړی شوی وېکسین حکومت د عام استعمال دپاره لا نه دی منظور کړی.

صدر ټرمپ د ډیر وخت راهسې کرونا وایرس د چاینا وایرس په نامه یادوي چې ماهرین وايي تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان ښار نه خپور شوی دی. امریکايي صدر دا هم وايي په لومړو ورځو کې چې چین د وایرس په اړه معلومات خفیه ساتلي وو.

چین د صدر ټرمپ د خبرو مخالفت کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG